کرونا په اختر کې

ډاکټر مجاهد جبران

0 556

ښکاره ده چې اخترونه د مسلمانانو د خوښۍ ورځې او شپې دي چې د ټولې نړۍ مسلمانان یې په خاصو سنتي او رواجي کلتورونو لمانځي.
افغانستان کې بیا تر نورې نړۍ لا زیات مراسم نیسي خپلوان او ملګري راټولیږي، میلې کوي او دچکرونو نه خوند اخلي.

خو دسږ کال اختر باید د کرونا دناترسې وبا له کبله متفاوت وي او مونږ تاسو ټول باید ځینې لارښونې ددې لپاره چې ځان اونورو ته مو زیان نه وی رسولای په کلکه عملي کړو.

کله چې اختر رانږدې کیږي زمونږ په سنتي ټولنه کې دا دود دی چې خلک خپلې واده شوي خوارلڼې (خویندې، لوڼه) ددې لپاره چې داختر خوښۍ یې شریکې شي کورونو ته راولي چې داکار نن سبا دکرونا وایروس د انتقال له خطر څخه خو بچ بلکل نه دی بلکې په سلګونو او ان په زرګونو نورو کسانو پر کرونا ویروس د اخته کیدو سبب کیدای شي.
هیله ده سږ کال خپلو خویندو، لوڼو او خورینو ته د دوی برخه خوراک کورونو ته ورولیږئ او پریږدئ چې له ډیرو مودو وروسته د خپلو میړونو ، خواښي خسر او لیورونو سره اختر ولمانځي ..

د اختر په شپه مو خپل ماشومان مه پریږدئ چې میرګنونو ته اور واچوي د ګړده ویې په نوم پیسو پسې کور په کور وګرځي مګر ددې لپاره ورته په خپل کور کې خوښي برابره کړئ او تاسو یې هم ورسره ولمانځئ.

زمونږ په ټولنه کې عادت دی چې معمولا داختر په دریو ورځو کې کلیوال د سهار چای په جوماتونو کې یو ځای څښي، ددې لپاره چې هم مو د جومات عزت ساتلی وي (جومات کې خوراک ښه نه دی) او هم مو د کرونا ویروس د خپریدو چانس کم کړی وي داځل اختر کې چای او میټایي د خپلې کورنې سره یو ځای وخورئ.

عادت دی چې د اختر په ورځو کې زیاتره خلک چې اقتصادي حالت یې لږ برابروي په خپلو حجرو کې میلمانو لپاره او یا کور کې د کورنۍ لپاره دې وچې میوې میوه دانۍ جوړوي داچې وچه میوه نه مینځل کیږي او نه ټوله په مکمل ډول خوړل کیږي مګر بار بار پرې لاس وهل کیږي چې د کرونا وایروس اونورو میکروبونو په خپروي کې رول لري هیله ده داځل اختر کې وچه میوه یا هیڅ کورونو ته مه راوړي اویا یی د میوه دانۍ په شکل په دسترخوان باندې دخوړلو لپاره مه استعمالوئ.

د اختر په ورځ کې دعید د لمانځه لپاره که تلی نو داسې ځای انتخاب کړئ چې سر یی بند نه وي، دوه متره فاصله په کې مراعت شي او مخکې له عید نه د ټول کلي په خوښه ټاکل شوی وي او ټول روغتیایي شرایط یې په پام کې نیول شوي وي.

ماشومان او زیات عمرلرونکو سپین ږیرو یا هغه خپلوانو ته مو چې بله کومه طبي ستونزه لکه د شکر ، زړه او پښتورګو ناروغۍ ولري اجازه مه ورکوئ چې د اختر په لمانځه کې ګډون وکړي.

داختر دلمانځه نه وروسته داختر مبارکي مه کوئ ددې لپاره د ګرځنده ټیلفون یا خواله رسنیو نه کار واخلئ
په هرصورت داختر د مبارکي په پار له غاړې یا لاس ورکولو نه ډډه وکړئ.

داخترد غرمې د ډوډی لپاره خپل کور انتخاب کړئ
ډلې ډلې دخپلو خپلوانو او ملګرو کورونو ته مه ځئ داځل مو د اختر ډوډۍ له خپلې درنې کورنۍ سره وخورئ خو که بیا هم د میلمانو یا ملګرو سره برابریدئ د خوړو لپاره جدا جدا لوښي استعمال کړئ او داسې ځای چې هوا یې خلاصه او فاصله په کې مراعت کیدای شي، کینئ.

کوشش مه کوئ چې دملګرو سره میلو او چړچو ته لاړشئ خوکه لاړي هم د ځان ساتنې ټولو احتیاطي تدابیرو ته متوجه اوسئ.
دسوارلۍ واړه موټرونه ، تفریحي ځایونه او ګډ خوارکونه د وایروس ژر او خطرناک خپریدو ته زمینه برابروي.

کرونا ویروس په ټول افغانستان کې په تیزۍ د خپریدو په حال کې دی او له بله اړخه د افغانستان دولت دومره توان نه لري چې پر وړاندې یې چټکه مبارزه وکړي نو د هر وګړي دنده ده چې په ټولو روغتیایي لارښونو عمل وکړي او ځان ته اجازه ور نه کړي چې د خپلې کورنۍ، ملګرو او ټولنې د ناروغیدو سبب شي.

هیله کوم ځانونه له کرونا څخه وساتئ !
که ژوند او روغتیا وه د ژوند یوه واړه شیبه هم داختر نه کمه نه وي..
ځانونه ته په کور د پاتې کیدو تلقین ورکړئ او
ان شاالله په ګډو هڅو به کرونا له مینځه وړو ..
ددې لپاره چې ښې ورځې او نور ښکلي اخترونه په وړاندې ولرو کرونا بابیزه مه ګڼئ.
دکرونا په وړاندې مبارزه صابون سره دلاسونو وینځلو، فاصله مراعت کولو او په کور پاتې کیدلو ته اړتیا لري.
هڅه وکړئ چې د کرونا په اړه روغتیايي سپارښتنې له نورو سره شریکې کړئ..
خوشحاله او له خوښیو ډک اختر ولرئ
اختر مومبارک شه.
درنښت

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply