نوره احساس: یوازې شاعري کووم اؤ خلک مې پلار ته وایي دا خپله لور ووژنه

فاروق فراق

0 1,636

په ټولنیزو رسنیو مشهورې شوې پېغله پښتنه شاعره نوره احساس وایي دهغې خپلوانو یوازې په دې خبره دهغې پلار ته ویلي چې خپله لور (نوره احساس) باید ووژني چې هغه ولې شاعري کوي؟

نوموړې وایي که پښتنه ټولنه کې که ښځو ته د خپل کردار ترسره کولو موقعه ورنکړل شوه نو د ژوند په منډه کې به پښتانه تر نورې نړۍ وروسته پاتې کیږي.

وي او ای ډیوه سره مرکه کې دغې پېغلې شاعرې ویلي کومه ټولنه کې چې د ژوند بار ښځې اؤ سړي په شریکه پورته کړی دی هغه ټولنې پرمخ تللي دي خو له بده مرغه پښتانه نن هم میرمنې په ټولنه کې دخپل تعمیري کردار څخه منعې کوي.

هغه وایي په پښتنو کې ځېنې خلک تر دې حده تنګ نظري دي چې غواړي ښځې لکه دقیدیانو په کورونو دننه قید وساتي اؤ په ژوند کې دهغوئ کردار مکمل ختم کړي

د نوره احساس په وینا” تاسو وینئ چې زه په پرده کې اوسم، پخپله شاعرۍ کې یوازې پخپل وطن کې دمینې اؤ امن خبره کووم،دمیرمنو دحقونو خبره کووم،داسې مې هیڅ نه دي ویلي یا کړي چې دپښتنو شملې پرې ښکته کړم خو بیا هم خلک زما پلار ته وایي ته دا خپله لور ولې نه وژنې؟”

دخیبر پښتونخوا سوات سیمې سره تړاؤ لرونکې ۱۷کلنه نوره احساس د ۱۱م صنف محصله ده اؤ هغه دسبق ویلو ترڅنګ د تیر څه دپاسه یو کال راهسې پښتو شاعري کوي چې په ټولنیزو رسنیو یې په میلیونونو مینه وال پیدا کړي دي.

نوره احساس وایي هغې ته خپل شهرت هم زیاتې ستونزې پیدا کړي دي اؤ په چم،ګاونډ اؤ سیمه کې ورته داسې نظر کیږي چې ګنې هغه چرته ډیره بدکرداره پېغله ده یا ډیر ناروا کارونه کوي

هغه وایي “زه چې له کوره اوځم دخلکو سترګې راپسې شي، څوک راپسې له شا اوازونه کوي، څوک شپیلي وهي اؤ څوک راپسې په ټولنیزو رسنیو خبرې کوي ، خو ما بیا هم ددې خلکو روئیو ته ځان نیولی اؤ عزم مې کړی چې خپل تعلیم به هم سرته رسووم اؤ شاعري به هم کووم “

نوره احساس وایي له ماشوموالي یې یوازې محرومیتونه اؤ د نفرت ډکې رویې دخپل کور دننه اؤ بهر لیدلي اؤ دغه روئیو دهغې نه شاعره جوړه کړې ده

“ما سره خو به خپل کور کې زما چاچي ګانو اؤ تروریانو هم خبرې نه کولې ، زما مور پلار ته به یې پیغورونه ورکول چې دا لور مو سمه نه ده ، حالانکې ما به هیڅ ګناه نه وه کړې ،خو ګناه مې یوازې دا وه چې کتاب به مې لوستلو یا به مې شعرونو سره مینه کوله اؤ په دې زه دخپل خاندان خلکو ته ښه نه ښکاریدم”

نوره احساس وایي هغه د خپل خاندان اؤ دخپلې ټولنې د هر رقم ناسمو روئیو په وړاندې لکه د یو مضبوط دیوال ودریدله خو هغه وایي” هره پېغله خو نوره احساس هم نه ده چې د خلکو خبرو اؤ پیغورونو ته به ځان ونیسي ، مونږ وینو کنه چې دا دبېځایه بندیزونو سره مخ پیغلې دومره مجبوره شي چې یا له کورونو وتښتي اؤ یا ځان ووژني ، ولې د پیغلو سره داسې کیږي؟”

نوره احساس وایي “ څومره عقل چې سړی په سر کې لري هم دومره عقل ښځه هم لري ، دواړه دوه لاسونه اؤ دوه پښې لري بیا ولې که سړی وغواړي هغه ډاکټر هم جوړیږي،انجنئیر،پائیلوټ ،وکیل،شاعر اؤ فنکار هم جوړیږي خو یوه ښځه په پښتنه ټولنه کې یوازې په شاعرۍ کولو هم د تنقیدي روئیو سره مخ کیږي”

هغه وایي “پښتنو ته به نور د نړۍ سره دځان سیال کولو په غرض دکاڼي د زمانې سوچ نه بهر راوتل خپلو لوڼو خویندو ته تعلیم ورکول اؤ دهغوئ نه لویې سائنسدانانې،ډاکټرانې، وکیلانې ،پائیلوټانې،فنکارانې اؤ باصلاحیته ښځې جوړول وي هله به پښتانه ترقي کوي”

نوره احساس وایي هغه غواړي په راتلونکي کې ډاکټره جوړه اؤ دخپلې ټولنې د رنځورانو اؤ بې وسه خلکو په کار راشي اؤ ددې ترڅنګ د میرمنو د

حقونو اؤ تحفظ دپاره هم کار کول غواړي

voadeewanews.com

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply