د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پمپيو له پاکستان مننه کړې چې له دې هېواد سره يې د موسکونو، د ډاکترانو محافظتي کالي او د نور روغتيايي توکو مرسته کړې ده.

امريکا دغه مرستې د امريکا او پاکستان تر منځ د ښه نيت او اړيکو د ټينګښت لپاره ارزښتناکې بللې دي او له پاکستان سره يې د دوامداره همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

دغه مرسته داسې مهال کېږي چې پاکستان همدا اوس پخپله د روغتيايي توکو له بحراني کمښت سره مخ دی، خو امريکا ته د ځان نږدې کولو لپاره د خپلو خلکو د غوښتنو او تمې خلاف يې د هغوی روغتيايي توکي امريکا ته استولي دي.

دې کار په کور دننه د پاکستاني پوځيانو پر وړاندې د خلکو غوسه راپارولې ده او انتقاد يې کړی چې په دې بحراني حالت کې بايد امريکا پاکستان سره مرسته کړې وای، خو پوځيانو د خلکو حق د خپلو ګټو لپاره امريکا ته استولی دی.