خبرونه د ملي امنیت د “مرګ” په نوم قطعې د جګړې ډګر ته راودانګل

0 949

د افغانستان د ملي ریاست کې یوې سرچینې وویل، د “مرګ” په نوم ددې ریاست یوې نوې تر ټولو ځواکمنې او سمبالې قطعې په کندز ولایت کې عملیات پیل کړي دي.

د سرچینې په خبره، دغه قطعه شاوخو ۲۰۰ غړي لري چې په شمال ختیځو ولایتونو کې به عملیات ترسره کوي.

بلخوا شمال کې شاهین قول اردو هم ویلي، چې دغې قطعې کندز ولایت کې خپل فعالیتونه پیل کړي دي.

له قول اردو خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي” دغه قطعه په عادي حالت کې ۳۰ کېلو وزن انتقالوي، خو کله چې عملیاتو ته ځي، کولای شي ۹۰ کیلو وزن هم له ځانه سره ولېږدوي”

قول اردو زیاته کړې ده چې د دغې قطعې د سرتېرو په هرو درېیو فیر کړیو مرمیو کې به یو هغه يې پر دښمن اصابت کوي او وژل کېږي به.

ظاهرآ لیدل کېږي چې دغه قطعه شمال او شمال ختیځ زون کې د طالبانو د لیزري او سرې قطعې خلاف جوړه شوې ده.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply