ټاکل شوې ده، چې تر راتلونکو دوو اونیو به افغان منځه “بین الافغاني” مذاکرات چې افغان حکومت یې اساسي لوری دی، پیل شي.

یوې باوري سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط وویل،” د بین الافغاني مذاکراتو تر پیل پورې امریکا او قطر هڅې روانې کړي دي چې طالبان د اختر درې ورځینی اوربند چې وړمه ورځ پای ته ورسېد، په نا اعلان شوي توګه دوامداره وساتي تر څو د خبرو اترو لپاره لا زیاته باور جوړونه وشي.”

د سرچینې په خبره، نا اعلان شوی اوربند جریان لري، خو تېرو دوو ورځو کې د دواړو لوریو لخوا ځینې سطحي تېروتنې شوي دي.

سرچینې وویل” تېرو دوو ورځو کې د جګړې د دواړو لوریو لخوا ځینې سطحي تېروتنې شوې دي، خو زیات کوښښ روان دی چې د نا اعلان شوي اوربند په جریان کې او تر بین الافغاني مذاکراتو پورې هېڅ لوری بیا کومه تېروتنه ونه کړي، ځکه دې پروسې ته زیان رسوي”

سرچینې دا ونه ویل، چې بین الافغاني مذاکرات به په کوم هېواد کې پیلېږي او کوربتوب به یې کوي؛ خو تازه د مصالحي عالي شورا او د افغان حکومت مذاکراتي  ټیم له طالبانو سره مخامخ مذاکراتو ته چمتووالی ښودلی دی.

د مالوماتو پر اساس، د بین الافغاني مذاکراتو د پیل او د نا اعلان شوي اوربند پر وړاندې دوه اساسي خنډونه پراته دي.

سرچینې وویل،”افغان حکومت د طالبانو او امریکا د توافق پر اساس د طالبانو د ۵ زرو بندیانو له ډلې، دوه زره هغه یې خوشې کړي دي او ممکن نور هم خوشې کړي؛ خو طالبانو تر اوسه د افغان حکومت یوازې ۲۰۰ بندیان خوشې کړي دي، په داسې حال کې چې تر دې دمه یې باید ۷۰۰ تنه خوشې کړي وای، دا هغه څه دي چې د سولې پروسه يې ټکنۍ کړې ده”

سرچینه وایي، پر طالبانو هم فشارونه زیات دي چې اوربند دوامداره وساتي، خو طالبان خپلو جنګیالیو ته د نا اعلان شوي اوربند د دوام پیغام په سم ډول نه شي رسولی، نو ځکه خو دغه پروسه ګونګه پاتې ده.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو نن سهار د پروان ولایت سیاه ګرد ولسوالۍ کې د سیمه ییزې اردو ۷ سرتېري وژلي دي.