د کونړ د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د لومړي ځل لپاره په دې ولایت کې څلور سوه ټنه شفتالو تولید او بڼوالو ته میلیونه افغانۍ عاید ور په برخه شوه.

د کونړ د کرنې ریاست وایي، چې په دې ولایت کې د خصوصي پانګوالو له لوري د بڼوالۍ په برخه کې د پانګونې لېوالتیا ورځ تربلې په پراخېدو ده.

د کونړ د کرنې رییس  نجیب الله عادل وایي چې د مالټې، لیمو او نارنج ترڅنګ د کرنې ریاست په تخنیکي همکاریو د پانګوالو له لوري په ۹۵۰ جرېبه ځمکه کې د شفتالوانو بڼونه جوړ شوي، چې سږکال د ۲۷۰ جرېبه ځمکې باغونه په حاصلاتو راغلي.

نوموړی وایي چې د شفتالوانو بڼونو له درکه خلکو ته د کاري اسانتیاوو ترڅنګ بڼوالو ته ۸.۲ میلیونه افغانۍ په لاس ورغلي.

یوتن پانګوال حاجي نظام الدین وایي خوښ دی، چې په پانګونې یې خلکو ته د کاري فرصتونو ترڅنګ په ښه کېفیت مېوه بازار ته وړاندې شوه.

یاد پانګوال چې، په دې ولایت کې یې په ۲۶۰ جرېبه ځمکه د شفتالو بڼونه جوړ کړي، د مېوو د ساتنې او بسته بندۍ په برخه کې د دولت د پاملرنې غوښتنه کوي.

ځایي اوسیدونکي بیا د مېوو د ښه کېفیت ترڅنګ د بنوالۍ سکتور وده د هېواد د ملي اقتصاد او کورنیو تولیداتو پیاوړتیا په برخه کې اغېزمن بولي او د دې ولایت د شاړو دشتو ابادولو په برخه کې د حکومت او خصوصي سکتور په ګډو همکاریو ټینګار کوي.