د ملي امنیت پخواني رییس رحمت الله نبیل په یوې مقاله کې چې څو ورځې مخکې يې خپره کړې ویلي، وسله وال طالبان به د قطر له هوکړې وروسته هغه دیني علما هدف وګرځوي، چې افغانستان کې ددې ډلې د جګړې مشروعیت ننګوي او خلاف یې دي.

د نبیل مقاله، چې  حامد تکل ژباړلې په لاندې ډول ده:

قطر کې د سولې له هوکړې وروسته لیدل کېږي چې طالبانو او نورو ترهګرییزو ډلو، خپله جنګي ستراتیژي په رواني جنګ متمرکزه کړې ده. هغوی له خپلو بیرونیو ملګرو او ملاتړو سره په مشوره ا په دننه نظام کې د خپلو نفوذي افرادو پر مټ په هغو اهدافو چې په رواني جنګ تاثیر لري، بریدونه کوي چې زه یې یو څو لنډو ټکو ته اشاره کوم:

۱ – رښتیي او وطنپاله دیني علما کولای شي د  قطر له هوکړې وروسته د طالبانو جنګ له ننګونو سره مخ کړي، طالبان غواړي همدا دیني علما هدف وګرځوي تر څو له یو لوري د امنیتي او دفاعي ځواکونو وژنو ته مشروعیت ورکړي او له بل لوري، وکولای شي  هغوی یا خپل لوري ته جذب کړي او یا هم لږ تر لږه چوپتیا غوره کړي.

۲ – قوماندانان او هغه افسران چې په بېلا بېلو کچو کې دي او په لویو ښارونو کې ژوند کوي، ترهګریزو بریدونو لاندې یې راوستي دي تر څو له دې وضعیت په استفادې او د بهرنیو ځواکونو په وتلو، د زابل او د ۲۰۹ شاهین قول اردو د بریدونو په څېر حملې د قطر هوکړې له موادو بیرون پلان  او ترسره یې کړي.

۳ – طالبان به د دوو دلیلونو پر اساس به ولسي پاڅونوال، سیمه ییز پولیس او سیمه ییزه اردو تر بریدونو لاندې راولي.

لومړی، د وسلو، تجهیزاتو او جوړښت له پلوه یاد امنیتي ارګانونو د امنیتي ځواکونو تر ټولو کمزورې برخه ده او دا په داسې حال کې ده چې دغه قوتونه په اکثریت ځایونو کې د جګړې په لومړۍ کرښه کې قرار لري.

دویم، دغه سرتېري اکثریت يې بومي دي، که چېرې حکومت ورته لږ توجه ونه کړي او د کمۍ احساس وکړي، خپلې لیکې پرېږدي او دغه شان مثالونه په اویایمه لسیزه کې زیات وو.

۴ – طالبانو که څه هم قطر کې تړون لاسلیک کړی دی، خو هېڅکله به خپل جنګي ماشین ونه دروي او کمزوری به یې نه کړي، بلکې په ډير شدت به هڅه وکړي تر څو د خپل نفوذ ساحه چې اساسي هدف يې د امنیتي ځواکونو جلب او جذب دی پراخه کړي او له روان وضعیت په استفادې نظامي بریا تر لاسه کړي، چې د قطر له تړون وروسته ددې کارونو شواهد لیدل کېږي.

۵ – غټو ښارونو کې د مشهوره جنايي څيرو او ګروپونو په ګومارلو او هغوی ته د مصونیت د ژمنو په ورکړو غواړي چې لویو ښارونو کې د خلکو او حکومت تر منځ واټن زیات کړي او په دې توګه وکولای شي تر څو د امنیتي او دفاعي ځواکونو او خلکو ترمنځ واټن رامنځته او پر دغه ځواکونو د خلکو باور ته زیان ورسوي.

نو لازمه ده چې امنیتي او دفاعي ځواکونه د ټولو اسیب پذیریو نقطو له مطالعي وروسته خپلې برنامې جوړې او پراخ اصلاحات رامنځته کړي.