د ډاکټر ایاز نیازي شهادت له پراخو غبرګونونو سره مخ شوی دی

0 494

د هېواد د نوموتي دیني عالم ډاکټر ایاز نیازي شهادت په کور دننه له پراخو غبرګونونو سره مخ شوی دی.

د هېواد ولسمشر محمد اشرف غني پر ډاکټر ایاز نیازي برید غندلی او د هغه شهادت یې لویه ضایع بللې ده.

ولسمشر په یوې اعلامیه کې ویلي، دا برید لوی جنایت دی او پر جوماتونو بریدونه نه بښونکی عمل دی.

اعلامیه کې ویل شوي، ولسمشر امنیتي ارګانونو ته سپارښتنه کړې چې د یاد برید هر اړخیزه څېړنه وکړي.

د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب هم پر ایاز نیازي برید غندلی دی.

له ملي امنیت شورا خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، دا برید یو ځل بیا په ډاګه کړه چې تروریستان او په هیواد کې ددوی ملګري ډلې یې هیڅ راز انساني او اسلامي ارزښتونو ته ژمن نه دي، حتی د خدای تعالی په کور کې هم زموږ بې ګناه عالمان او لمونځ کونکو باندې بریدونه کوي او په شهادت یې رسوي.

د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي هم دا یاز نیازي پر شهادت خواشیني څرګنده کړې.

کرزي په یوې اعلامیه کې ټینګار کړی، چې دا برید وحشي عمل دی.

پر داکتر ایاز نیازي برید په ټولنیزو شبکو کې هم له غبرګونونو سره مخ شوی دی.

 د ټولنیزو رسنیو کاروونکو پر امنیتي ارګانونو نیوکه کړې چې ولې د بریدونو په کابو کولو کې پاتې راځي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply