“افغانستان کې هدفي وژنې د پاکستان د ټرورېسټي شبکو کار دی”

0 538

اېشین لایټ خپرونه وايي، افغانستان کې ټولې هدفي وژنې د پاکستان او د پاکستان لخوا د روزل شویو ټرورېسټي شبکو او سازمانونو کار دی.

د خپرونې د وروستي خپور شوي راپور په یوه برخه کې راغلي، چې د طالبانو او القاعده په شمول، نورې زیاتې ډلې چې د پاکستان لخوا روزنه ورکړل شوې ده، افغانستان کې د هدفي وژنې پلانوي او اجرا کوي يې.

راپور کاږي، پاکستان روزل شوي ټرورېسټان افغانستان ته لېږلي او هلته ورکړل شوي اهداف پرې وژني.

په دې مطلب کې راغلي چې جیش محمد او لشکر طیبه افغانستان ته د ترهګرو د قاچاق زمینه برابروي او دغه وسله‌وال د سلاکار، مربي او د چاودېدونکو موادو د متخصصینو په توګه په دې هېواد کې فعالیت کوي.

اېشین لایټ پر داسې مهال دغه راپور خپروي چې تازه وړمه شپه د هېواد نامتو دیني عالم ډاکټر ایاز نیازی چې تل يې پر پاکستان توندې نیوکې کولې، د کابل په وزیر اکبر خان جامع جومات کې د چاوېدونکو توکیو د چاودنې له امله په شهادت ورسېد.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply