د جوزجان ولایت مرکز شبرغان ښار قوچین کلي کې یو ځوان لومړی خپله ۲۱ کلنه خور وژلې، وروسته یې پرې جنسي تېری کړی دی.

د جوزجان د پولیسو ویاند احمد مسعود ندیم یاده پېښه تایید کړې ده.

ندیم وایي، دا پېښه تېره ورځ رامنځته شوې ده.

د هغه په خبره پولیسو د وژل شوې نجلۍ ۱۷ کلن ورور چې په خپلې خور يې جنسي تېری هم کړی دی، نیولی دی.