د افغانستان اوبه او د ګاونډيانو اندېښنې -دوهمه برخه

لیکوال: عبدالرشید نایل د کابل پوهنتون استاد او څېړونکی

0 1,001

دویم څپرکی

له ايران سره د ګډو اوبو ستونزې

له نورو هېوادونو سره د شريکو اوبو په برخه کې تر ټولو ډېرې ستونزې، هم په تېر کې او هم اوسمهال، له ايران سره د افغانستان د تر ټولو اوږده او ستر سيند (هلمند) د اوبو په تړاو دي او له همدې کبله د اوبو يوازېنی تړون هم له دغه هېواد سره د هلمند د اوبو د وېش په اړه لاسليک شوی دی. له بده مرغه د دغه تړون شتون هم دا ستونزې په بشپړ ډول له منځه نه دي وړې. له ايران سره د اوبو د وېش د ستونزې ژورتيا ته په کتلو سره، دا موضوع د نورو حوزو په پرتله يو څه ژورې کتنې او څېړنې ته اړتيا لري، ترڅو د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوبو په تړاو د شخړو اساسي لاملونه روښانه او حل‌لارې ورته وړاندې شي.

د هلمند د سيند ترڅنګ د هريرود-مرغاب حوزه هم له ايران سره ګډه حوزه ده، چې په اړه يې تراوسه کوم تړون هم نه دی لاسليک شوی. هريرود سيند د هېواد په لوېديځ کې ايران ته له داخلېدو مخکې له هغه هېواد سره د افغانستان پوله جوړوي او د افغانستان له خاورې له وتلو وروسته لومړی ايران او بيا ترکمنستان ته بهېږي؛ خو مرغاب سيند بيا نېغ په نېغه له افغانستانه د ترکمنستان قرقوم دښتې ته بهېږي او افغانستان له دغه سيند څخه ډېره لږه استفاده کوي؛ له همدې کبله د ګډو اوبو په تړاو د بحثونو ډېره لږه برخه هم جوړوي.[1]

د 2016 کال په جنوري کې ايران ته د افغانستان د اجرائيه رئيس ډاکتر عبدالله عبدالله د سفر پر مهال له ايراني چارواکو سره هوکړه وشوه، چې د هريرود سيند د اوبو د وضعيت او وړتيا په تړاو د څېړنو لپاره به ګډه کارډله جوړوي تر څو د نړيوالو قوانينو له مخې له دغو اوبو عادلانه کار اخيستنې ته لاره هواره شي. همدا راز د هلمند سيند د اوبو په اړه 1973 کال تړون د هر اړخيز پلي کېدو او په دې تړاو د اړوندو مسؤولينو پر منظمو ناستو هوکړه وشوه، خو تراوسه په دې تړاو عملي اقدام نه دی شوی.[2] د هريرود سيند د راتلونکي وضعيت په تړاو مشخصې وړاندوينې نشته؛ خو په هرات ولايت او د ايران په اړخ کې د اوبو تقاضا مخ په زياتېدو ده، کوم څه چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوبو پر اړيکو پام‌وړ اغېزې ښندي.[3] ترڅنګ يې په وروستيو کلونو کې پر دغه سيند د هند له‌ لوري جوړ شوي سلما بند د پروژې بشپړېدو هم د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډو اوبو موضوع لا ډېره توده کړه.

تصوير-2: له ايران سره شريکې اوبه

له ايران سره د اوبو د شخړې مخينه

له ايران سره د هلمند د ګډو اوبو په تړاو ستونزې په نولسمه پېړۍ کې د لويې لوبې مهال ته رسېږي او تر هغه وروسته څو ځله د دغو اوبو په تړاو هوکړې هم وشوې. لومړی ځل په 1871 کال کې د برېتانوي افسر جنرال فرېدريک ګولډزمېډ د افغانستان او ايران ترمنځ د هلمند دلتا په اوږدو کې ګډه پوله وټاکله؛ خو د اوبو د وېش په تړاو يې څه پرېکړه ونه کړه. په 1905 کال کې يو ځل بيا بريتانيا په دې قضيه کې مداخله وکړه او د برېتانيا استازي هنري مکمهن د دواړو هېوادونو ترمنځ هماغه د 1871 کال تازه کړه؛ خو دا ځل يې د اوبو وېش هم وکړ. نوموړي د هلمند سيند له دريو څخه دوې برخې اوبه يې افغانستان ته ورکړې او يوه برخه يې ايران ته ورکړه. تر 1930 کال پورې همدا تړون عملي شو؛ خو کله چې وچکالي زياته شوه دا قضيه يو ځل بيا د ايران او افغانستان ترمنځ جنجالي شوه. په 1939 کال کې د افغانستان د بهرنيو چارو وزير او په کابل کې د ايران د سفير ترمنځ بيا تړون لاسليک شو، چې له مخې يې دواړو لورو ته مساوي اوبه ورکړل شوې.[4] په دواړو اړخونو کې د بې‌باوريو او کانالونو او بندونو جوړولو له کبله د دغه تړون نه عملي کېدل د دې لامل شول، چې په 1970 کلونو کې بيا د اوبو قضيه د دوه‌اړخيزو اړيکو توده موضوع وګرځي، چې بالاخره د محمد ظاهر شاه د واکمنۍ په دوره کې، د افغانستان له لوري لومړي وزير محمد موسی شفيق او د ايران له لوري لومړي وزير امير عباس هويدا د اوبو د نړيوالو قوانينو پر بنسټ، د 1973 د مارچ په 13مه د هلمند د اوبو دوه‌اړخيز تړون لاسليک کړ، چې د همدغه کال د مې په 30مه د افغانستان په پارلمان کې تصويب هم شو او نور ټول قانوني مراحل يې بشپړ شول.[5]

د 1973 کال تړون او ايران ته د ورتلونکو اوبو کچه

د 1973 کال تړون له يوې خوا د دواړو هېوادونو د لومړيو وزيرانو له لوري لاسليک شوی او قانوني پړاوونه يې بشپړ شوي او له بلې خوا د دغه تړون د لسمې مادې له مخې، دواړو لورو د يوه دايمي تړون په توګه هم منلی او د هر ډول وضعيت لپاره وړاندوينې لري؛ له همدې کبله دا يو معتبر تړون بلل کېږي.

دا تړون يوه مقدمه او 12 مادې لري. د تړون د دويمې مادې له مخې، افغانستان په اوسط ډول په يوه ثانيه کې 22 متره مکعب اوبه ايران ته ورکوي؛ خو په تړون کې افغانستان د ښه ګاونډيتوب په نيت 26 متره مکعب اوبه دغه هېواد ته منلې دي، چې په کلني ډول 820 مليون متر مکعب اوبه کېږي او ان که افغانستان وغواړي 4 متر مکعب اوبه بېرته ګرځولی هم شي. د تړون د پينځمې مادې له مخې، افغانستان به ايران د هلمند سيند له اوبو څخه په بشپړ ډول نه محروموي؛ خو په ورته وخت کې تړون دا هم وايي چې ايران له ټاکل شوو اوبو د زياتو اوبو په تړاو د هېڅ ډول ادعا حق نه لري او افغانستان چې څه ډول غواړي زياتې اوبه هغسې کارولی شي.[6]

د افغانستان او ايران ترمنځ شوي تړون د څلورمې مادې له مخې، په کومو کلونو کې چې د وچکاليو له کبله تر عادي کلونو د سيند اوبه کمې وي، د ايران سهم به هم کمېږي.[7] افغان چارواکي وايي، چې په عادي کلونو کې د ايران ونډه يو پر اته ده؛ خو په وچو او غير نورمالو کلونو کې يو پر ديارلس ته راټيټېږي.[8] خو دا چې ايا ايران ته له دغه تړون سره سمې اوبه رسېږي او کنه؟ هغه پوښتنه ده چې د دقيق ځواب نشتون يې له ايران سره د ګډو اوبو مسئله پېچلې کړې ده. د دغې پوښتنې د ځواب لپاره مو شته څېړنيز او رسنيز مواد او راپورونه څېړلي او د افغان چارواکو څرګندونو او مرکو ته مو مراجعه کړې ده. له دغې مطالعې مو لاندې دوې پايلې ترلاسه کړې دي:

لومړی: په رسنيزه او سياسي کچه، ايران ادعا لري چې افغانستان دغه هېواد ته د 1973 کال په تړون کې له مشخص شوي حق سره سم، اوبه نه ورپرېږدي؛[9] او له همدې کبله وخت ناوخت پر افغانستان فشارونه واردوي. ايراني چارواکي وايي، په افغانستان کې د ډېرو بندونو جوړول او د اوبو مسير بدلول د دې لامل شوي، چې سيستان ته اوبه ونه رسېږي، کوم څه چې د هامون د وچېدو لامل شوي او په دغه هېواد کې يې اقتصادي او چاپېريالي ستونزې راټوکولې دي؛ خو افغان لوری بيا دا ادعا نه مني او وايي، ايران ته د هلمند سيند د اوبو په ورتګ هېڅ خنډ نشته او افغانستان د اوږدو جګړو له کبله نه دی توانېدلی د دغه سيند له اوبو سمه ګټه واخلي. د افغان چارواکو په وينا، افغانستان د دغه تړون له لاسليک کولو وروسته تراوسه هېڅ داسې بند نه دی جوړ کړی، چې ايران ته د هلمند د اوبو په ورتګ کې کموالی راولي.[10] افغان لوری وايي، د اوبو کچه له کجکي بند سره نژدې د دهراوود اوبو پېژندنې د دستګاه په وسيله معلومېږي او نورمال او غيرنورمال کلونه تشخيصېږي او ايران هر کال په تړون کې مشخصې شوې اوبه ترلاسه کوي.[11] افغان چارواکي د اوبو د دقيقې کچې له وړاندې کولو پرته ادعا لري، چې ايران په تېرو څلور نيمو لسيزو کې په افغانستان کې د ګډوډيو او د اوبو د نه مديريت له کبله، په تړون کې تر مشخصې شوې کچې څو چنده زياتې اوبه ترلاسه کړې دي.[12] په دې تړاو د ځينو راپورونو له مخې، ايران ته په کلني ډول لږترلږه 1800 مليون متره مکعب اوبه ورکړل شوې دي. حتی رويټرز د 2018 کال په جولای کې د يوه اړوند افغان چارواکي له خولې ليکلي، چې په افغانستان کې له وچکالۍ سره سره، په تېر يوه کال کې ايران د هلمند له اوبو درې مليارد متر مکعب اوبه ترلاسه کړې دي.[13]

دويم: په بل اړخ کې څېړنې بيا ښيي، چې ايران ته د ورتلونکو اوبو کچه نه اندازه کېږي او د هغو اوبو د کچې معلومولو لپاره، چې له هلمند سيند څخه ايران ته بهېږي، دا مهال کوم سيستم او د موادو راټولو بهير نشته دی؛ ځکه په 1970 کلونو کې د امريکا د حکومت له لوري جوړ شوی سيستم د پخواني شوروي د اشغال پر مهال ويجاړ شو.[14]

د څېړنيزو موادو له مخې، د هلمند سيند د اوبو اندازه کولو سيستم د 1940مې لسيزې په منځ کلونو کې جوړ شو او د 1970 لسيزې تر وروستيو پورې د اوبو اندازه کولو د سايټونو شمېر هم په زياتېدو و. تر 1978 کال پورې کابو 160 ځايه د اوبو د اندازه کولو شبکه موجوده وه؛ خو په 1979 کال کې پر افغانستان د شوروي اتحاد له يرغل وروسته د دغو اوبو د اندازه کولو بهير ودرېد او د 1980 کال له سپټمبر راوروسته يې په اړه مواد او معلومات نه دي راټول شوي. يو ځل په 2005 کال کې درې مخکېني سټېشنونه ورغول شول او وروسته هم تر يوه بريده کار پرې وشو؛ خو بيا هم د اوبو د جريان او کچې په اړه دقيق معلومات نه دي راټول شوي او د تېرو نژدې څلورو لسيزو مواد نشته دي.[15] که څه هم تر 2014 کال پورې د اوبو اندازه کولو څو نورې دستګاوې هم ورغول شوې، خو د ناامنيو له کبله د موادو راټولولو تر کچې ونه رسېدې. په ځانګړې توګه له ايران سره پر پوله دوه سټېشنونه فعال شول؛ خو دا بيا له ايران سره همغږي شوي نه دي او له لارې يې د راټولو شوو موادو په اړه هم معلومات نشته دي.[16]

له 1980 کال وړاندې مواد ښيي، چې ايران په تړون کې له مشخصې شوې کچې زياتې اوبه ترلاسه کړې او له همدې کبله ويل کېږي، چې په 1984 کال افغان حکومت يو څېړنيز راپور ايراني لوري ته سپارلی، چې له مخې يې له تړون څخه د ايران سرغړونې په نښه شوې او ښيي، چې ايران ته هر کال په اوسط ډول په هره ثانيه کې 63 متر مکعب اوبه ورکړل شوې دي؛ خو له دغې نېټې وروسته کره مواد نشته او دواړه لوري د دغو اوبو د کچې په اړه داسې شمېرې وړاندې کوي، چې له يو بل سره خورا زيات توپير لري.

په بل اړخ کې د ايراني څېړونکو ځينې څېړنې ښيي، چې له 1940 کال څخه تر 2012 کال پورې د وچکاليو له کبله د هلمند سيند په کلني جريان کې جدي بدلون نه دی راغلی. د بېلګې په توګه په 1983 تر 2012 موده کې چې وچکالي هم پکې زياته وه، د دغه سيند د اوبو اوسط کلنی جريان 5858 مليون مترمکعب و، حال دا چې نورمال کال په تړون کې 5661 مليون متر مکعب ښودل شوی دی.[17] په دې توګه افغانستان د وچکالۍ له کبله د اوبو د کمښت ادعا نه شي کولی.

په ټوليز ډول دواړه لوري خپلې ادعاوې لري؛ خو موږ داسې کره معلومات ترلاسه نه شو کړای، چې وښيي له 1980 کال وروسته موده کې په کلني ډول ايران ته څومره اوبه ورکړل شوې دي او دا هغه ستونزه ده، چې له ايران سره د ګډو اوبو قضيه يې لا ډېره پېچلې کړې او جنجالي کړې ده.

د ايران اندېښنې

الف: په ايران کې د اوبو کمښت او د هامون وچېدل

په ټوله کې ايران هم د وچکالۍ ځپلو هېوادونو په کتار کې دی او اوسنۍ وچکالي يې په تېرو 50 کلونو کې مخينه نه لري. له افغانستان سره د اوبو په مسئله کې د ايران تر ټولو ستره اندېښه د هامون د وچېدو له کبله په دغه هېواد کې راټوکېدونکې ستونزې دي. د هامون ستر ډنډ د ايران په سيستان او بلوچستان ولايت کې پروت دی او له دريو کوچنيو ډنډونو يا تالابونو جوړ دی (پوزک، سابوري او هلمند هامونونه). د هلمند سيند اوبه لومړی پوزک هامون ته تويېږي، چې د افغانستان او ايران ترمنځ ګډ دی او بيا په ترتيب سره د ايران-افغانستان پر پوله پراته سابوري او ورپسې د ايران په خاوره کې پراته هلمند هامون ته ځي. د اوبو د زياتوالي پر مهال درې واړه سره يو ځای کېږي او د افغانستان او ايران ترمنځ د هامون ګډ تالاب جوړوي. د ډکېدو پر مهال 5660 کيلومتره مربع مساحت لري، چې 3820 يې د ايران اړوند او پاتې د افغانستان اړوند دی.[18] په دې توګه افغانستان او ايران د هلمند او هريرود-مرغاب سيندونو ترڅنګ، په سيستان حوزه (هامونونو) کې هم شريک دي.

هامون ته ډېره برخه اوبه له هلمند سيند څخه ورځي، چې له کبله يې د وچکالۍ په کلونو کې تل د افغانستان او ايران د ګډو اوبو پر سر شخړې موجودې وې او اوس هم چې هامون د اوبو له کمښت سره مخ دی، ايران پر افغانستان د فشارونو واردولو هڅې کوي. هامون له 1990 کال راوروسته د اوبو د کمښت له بحران سره مخ شو، ان تر دې چې په 2004 کال کې يې سطحي اوبه تر ډېره ختمې شوې او دغه بحران نور هم جدي شو. په ټوليز ډول اوس‌مهال هم هامون ته د هلمند سيند اوبه ورځي او په ځينو برخو کې يې اوبه شته دي؛ خو ايرانی لوری يې په دغو اوبو کې له خپل حق څخه کمې ښيي.[19]

د ايران د سيستان او بلوچستان ولايت د چاپېريال ساتنې ادارې د چارواکو په وينا، اوسمهال هلمند سيند په ايران کې د کال په اوږدو کې وچ وي او يوازې له فبروري تر اپرېل پورې يوه اندازه اوبه پکې بهېږي. د ساينس مجلې د يوې څېړنې له مخې، د 2017 کال په اکتوبر کې کله چې د مجلې څېړونکي له جريکه[20] بند څخه ليدنه کوله، په سيند کې يو څاڅکی اوبه هم نه وې؛ د سيند په منځ کې ژېړ رېګونه او په غاړو يې د ونو وچې تنې ولاړې وې.[21] د سيستان او بلوچستان ولايت د چارواکو په وينا، د دغه ولايت په دوو ښارونو زابل او زهک کې د څښاک پاکې اوبه له فرامرزي اوبو څخه ترلاسه کېږي او د هامون د وچېدو له کبله اوسمهال په دغو ښارونو کې د څښاک د پاکو اوبو ستونزه هم خورا جدي ده.[22]

د سيستان او بلوچستان د چاپېريال ساتنې يوه چارواکې نيره پورمولايي وايي، که “نيمه څاه‌ګان” هم وچ شي، ټول خلک به ګډوالۍ ته اړ شي. څېړنې ښيي، چې د هامون د وچېدو له کبله د 400 زره سيستانيانو د معاش سرچينه بنده شوې او په دې سيمه کې بې‌کاري، بې‌وزلي، قاچاق او ناامني او د ايران شمال ته د زرګونو سيستانيانو پراخه کډوالي يې له ځان سره لرلې ده. د ايراني چارواکو په وينا د هامون وضعيت د 130 زره سيستانيانو د کډوالۍ لامل شوی او دا د ايران ملي امنيت ته ګواښ دی.[23] داسې اټکل کېږي، چې ايران به تر 2025 کال پورې د اوبو د ناسم مديريت، د نفوس زياتوالی او وچکالۍ له کبله د اوبو له جدي کمښت سره مخ شي.

ايرانی لوری د هامون وچېدل په هغه څه پورې تړي، چې د دغه سيند په لوړه برخه (افغانستان) کې ترسره کېږي. د بېلګې په توګه، لامل يې په 1950مو کلونو کې د کجکي بند جوړېدل او په 1990 کلونو کې د اوبو لګونې د کانالونو ايستل بولي او ترڅنګ يې ادعا لري، چې اوسمهال د هامون د وچېدو يو بنسټيز لامل د کوکنارو د کروندو لپاره د هلمند سيند د اوبو ګرځول دي؛ کوم څه چې افغان لوری ردوي او ټينګار کوي، چې عملا له تېرو 40 کلونو راهيسې په سرحدي سيمو کې هېڅ ډول پراختيايي کار نه دی شوی.[24]

د افغان لوري نظر بيا دا دی، چې که څه هم د 1990 لسيزې په وروستيو کلونو کې د ورښتونو له کمېدو او وچکالۍ سره هامون ته د هلمند سيند ورتلونکې اوبه کمې شوې؛ خو بيا هم ايران ته له تړون سره سمې اوبه ورکړل شوې او د هامون د ډېرو برخو د وچېدو اساسي لاملونه د ايران له‌خوا د اوبو ناسم مديريت، په سوېلي خراسان او رضوي خراسان ولايتونو کې د بېلابېلو بندونو جوړول، د لولې له لارې د سيستان او بلوچستان ولايت مرکز زاهدان ښار او نورو ښارونو ته د اوبو لېږد[25]، د زابل په څاه‌ګانو (سترو ډنډونو) کې د اوبو زېرمه کول او په زابل کې د کرنيزو موخو لپاره د هامون د اوبو کارول دي.[26]

دا چې افغان لوری ردوي، چې ايران ته د اوبو د حق نه ورکولو له کبله هامون وچ شوی او لامل يې د ورښتونو د کچې بې‌مخينې کمېدل، د تودوخې زياتوالی، اقليمي بدلونونه، د اوبو زياته کارونه او د ايران له‌خوا د اوبو ناسم مديريت بولي؛ او په بل اړخ کې ايرانی اړخ بيا پړه پر افغانستان اچوي او پرله‌پسې ټينګار لري، چې افغانستان د هلمند سيند د اوبو حق نه ورکوي؛ ځکه نو د هامون د وچېدو لاملونه هم د څېړنو پر ځای د تورونو په کچه کې دي. که څه هم ايران او افغانستان د دغو لاملونو د بشپړ څېړلو هوډ هم کړی، چې د هريرود سيند قضيه به هم پکې شامله وي، مګر تراوسه عملا دا کار نه دی شوی او دواړه لوري پر تورونو، ګواښونو او سياسي فشارونو تکيه کوي.[27]

د هامون د وچېدو ستونزې د هواري لپاره ځينې نړيوالې ادارې هم خپلې حل‌لارې وړاندې کوي. د ملګرو ملتونو د پراختيايي ادارې (UNDP) د «واپس کولو» د طرحې له مخې، د دواړو هېوادونو له‌خوا هامون ته د اوبو ورکولو لپاره، که د هلمند له اوبو د کرنيزو موخو لپاره لږ اوبه ولېږدول شي او له بلې خوا د کال په وچو مياشتو کې د (نيمه څاه‌ګانو) له زېرمو څخه هامون ته يو څه اوبه ولېږدول شي او ترڅنګ يې دواړه هېوادونه له قطره‌اي اوبو لګونې کار واخلي او د هغو محصولاتو کرلو ته خلک وهڅوي، چې کمې اوبه غواړي، ښايي د هامون د وچېدو ستونزه هواره شي. افغان لوری په دې تړاو وايي، چې شوي تړون سره سم له ايران سره ګډ کار ته چمتو دی؛ خو په دې اړه تراوسه عملي ګامونه نه دي اوچت شوي.[28]

تصوير-3: په ايران کې د هامون وچه شوې برخه

ب: چاپېريالي او اقتصادي ستونزې

په ټوليز ډول ايران له افغانستانه د ورتلونکو اوبو کمېدل او په ځانګړې توګه د هامونونو وچېدل په دې سيمه کې د اقتصادي پراختيا او پرمختيا لپاره جدي ګواښ بولي او دغه هېواد يې اندېښمن کړی دی؛ خو د اقتصادي اغېزو ترڅنګ، په دې سيمه کې د هامون د وچېدو له کبله د پراخو بيابانونو رامنځته کېدو چاپېريالي ستونزې هم راټوکولې دي. د هامون وچېدو، چې 400 زره تنه يې شاوخوا ژوند کوي، په دې سيمه کې د تودوخې درجه هم په بې‌مخينې ډول لوړه کړې ده؛ ځکه تر دې مخکې به پر اوبو لګېدونکو بادونو، په تېره بيا په دې سيمه کې 120 ورځې موسمي بادونو د تودوخې کچه راټيټوله. خو اوس دا بادونه د ايران په سوېل ختريزه برخه کې د ګرد او رېګونو د طوفانونو لامل شوي دي.[29]

له مې تر سپټمبر مياشتې په دغو سيمو کې سخت بادونه لګېږي او زهرجن ګرد له ځان سره لېږدوي. د روغتيا د نړيوال سازمان د معلوماتو له مخې، په 2016 کال کې د ايران زابل ښار د هر بل ښار په پرتله زيات ګرد او غبار لرلی دی. د زابل په لوېديځ کې، د يوه مخکېني سيند په غاړه يو پرېښودل شوی (متروک) کلی يې ښه مثال دی، چې کورونه يې اوسمهال تر نيمايي پورې په ريګونو کې پټ دي.[30]

ج: په افغانستان کې د اوبو مديريت او بندونه

په تېرو څلور نيمو لسيزو کې په افغانستان کې د سياسي او امنيتي ګډوډيو له کبله ايران ته له افغانستانه د ورغلو اوبو دقيقه کلنۍ کچه معلومه نه ده؛ خو بيا هم د افغان چارواکو څرګندونو او ځينو څېړنو ته په کتلو سره، چې مخکې يې يادونه وشوه، ايران په دې موده کې له افغانستان سره له ګډو اوبو تر خپل سهم زياتې اوبه ترلاسه کړې دي او اوس يې هم د تېر په څېر تمه لري؛ خو دا چې له يوې خوا وچکالۍ ټوله سيمه ځپلې او له بلې خوا په افغانستان کې د ملي يووالي حکومت له راتګ سره د تېرو دورو په پرتله د اوبو د مديريت په برخه کې ځينې ګامونه پورته شول، د ايران اندېښنې يې له ځان سره لرلې او ايران وېره لري، چې د هلمند سيند اوبه به د وچکاليو او دغسې پروژو د تطبيق له کبله نورې هم کمې شي. د اوبو او انرژۍ وزارت د معلوماتو له مخې، افغانستان اوسمهال د ټول هېواد په کچه د 40 بندونو په اړه د څېړنو او جوړولو عملي کار تر لاس لاندې لري، چې يوازې څلور هغه يې له ايران سره پر ګډو اوبو جوړېږي. دا په داسې حال کې ده، چې د اوبو او انرژۍ د پخواني وزير په وينا، ايران له افغانستان سره پر ګډو اوبو بيا 600 بندونه جوړ کړي دي.[31]

د ملي يووالي حکومت د بېلابېلو لاملونو له کبله، چې يوه يې هم د اوبو قضيه ده، د کرزي د دورې په پرتله له ايران سره تتې اړيکې لري. د ولسمشر کرزي په دوره کې له ايران سره پر ګډو اوبو د بندونو جوړولو يا ترميم چارو ډېر پرمختګ نه درلود او له همدې کبله داسې تورونه هم شته چې د کرزي په دواړو دورو کې د ايران د خوشحالولو لپاره دا کار وشو، ان تر دې چې له ايران څخه د تورو پيسو د راتګ خبره افشا شوه. ځينې راپورونه دا هم وايي، چې په هلمند، هرات او ورڅېرمه ولايتونو کې د ايران له‌خوا په پټه ځينو چارواکو ته مالي امتيازونه ورکول کېدل.

په تېره څه باندې يوه‌نيمه لسيزه کې سلما بند يوازېنۍ بېلګه ده، چې پروژه يې بشپړه شوې ده. دا بند د 640 مليون متره مکعب اوبو زېرمه لري او په 640 کليو کې نژدې 80 زره هکتاره ځمکه خړوبولی شي او ترڅنګ يې د 42 ميګاواټه برېښنا، چې 250 زره کورونه روښانه کولی شي، د توليد وړتيا هم لري.[32] خو دا پروژه هم له سختو ننګونو سره مخ وه. د دغه بند طرحه لومړی ځل په 1976 کال کې وړاندې شوه او په 1988 کال کې يې عملي بڼه واخيسته،[33] خو په افغانستان کې د اوږدو جګړو له کبله پاتې وه او د حامد کرزي په دوره کې هم د حکومت د محافظه‌کارۍ له کبله بشپړه نه شوه او بالاخره د ملي يووالي حکومت پر مهال بشپړه شوه.

ايران د سلما بند ترڅنګ، د کمال خان بند د جوړېدو مخالفت کوي. د دغه بند پروژه په 1996 کال کې پيل شوه؛ خو تر 2011 کال پورې د امنيتي ستونزو له کبله کار پرې ونه شو. له همدې کبله افغانستان په 2012 کال کې ايران تورن کړ، چې د سيمه‌ييزو وسله‌والو په ملاتړ کولو سره د دغې پروژې د سبوتاژ کولو هڅه کوي. کمال خان بند د هلمند سيند پر اوبو د نيمروز په چهاربرجک ولسوالۍ کې جوړېږي او افغان چارواکي وايي، دغه بند داسې طراحي شوی، چې د هلمند سيند د اوبو د ضايع کېدو لامل نه کېږي. افغان چارواکي دا هم وايي، چې د دغه بند اوبه به د ايران د پولې په 100 کيلومترۍ کې اندازه‌ګيري هم کړي او ايران ته به پوره اوبه رسېږي.[34]

د کجکي بند، چې ايران يې تل د هلمند سيند د اوبو د کمښت يو مهم لامل بولي، که څه هم په 1950 کلونو کې جوړ شوی، خو د ملي يووالي حکومت پر مهال د دغه بند د دويم فاز جوړېدو د قرارداد لاسليک کېدو هم ايران اندېښمن کړ.[35]

دغه راز د فراه د پخواني والي اصف ننګ په وينا، ايران د فراه ولايت د بخش‌آباد بند د جوړولو په چارو کې تخنيکي لاسوهنې کوي، چې له کبله يې په تېرو څو کلونو کې د دغه بند چارې نه دې بشپړې شوې.[36] بخش اباد بند، چې د هلمند د حوزې په فراه‌رود شاخه د فراه ولايت په بالا بلوک ولسوالۍ کې جوړېږي، د 27 مګاواټه برېښنا د توليد او 26 زره هکتاره ځمکې د خړوبولو وړتيا لري. همدا لامل هم و، چې د افغانستان دفاع وزير هم د فراه جګړه د اوبو جګړه وبلله.[37]

پر کابل-تهران اړيکو د اوبو د مسئلې اغېزې

ايران او افغانستان، د افغانستان-پاکستان-هند په څېر د سيمو پر سر شخړې نه لري؛ خو د اوبو موضوع يې دوه‌اړخيزې اړيکې ګواښي او اوسمهال د اوبه مسئله په دغو اړيکو کې يو مهم فکټور بلل کېږي.[38] کوم څه چې د ايران د بهرنيو چارو وزير جواد ظريف هم په خپله وروستۍ مرکه کې اشاره ورته وکړه.

له بده مرغه د ايران او افغانستان ترمنځ د اوبو پر مسئله اختلافات يوه نوي پړاو ته د ننوتلو په حال کې دي او د ګډو اوبو قضيه په دواړو هېوادونو کې خورا زياته سياسي شوې ده. په ايران کې د چاپېريال ساتنې په اړه نړيوال کنفرانس (جولای 3مه 2017) کې د ايران د ولسمشر حسن روحاني وينا او په افغانستان کې د بندونو پر جوړولو نيوکو، په افغانستان کې پراخ غبرګونونه راوپارول. د موضوع حساسيت ته په کتلو سره که څه هم اړتيا وه چې روحاني په خپلو خبرو کې‌[39] د کلمو انتخاب په ځيرکۍ سره وکړي او تر يوه بريده يې خبرې ناسمې هم تعبير شوې[40]؛ خو په ټوليز ډول نوموړي د افغانستان د بندونو موضوع په صراحت سره مطرح کړه، چې د افغان چارواکو، د ملي شورا يو شمېر غړو او په ټولنيزو رسنيو کې د عامو افغانانو له پراخ غبرګون سره مخ شوه، ان په ځينو ښارونو کې د ايران پر ضد لاريونونه هم وشول.[41]

په ټوليز ډول ايران او افغانستان په خپلو دوه‌اړخيزو اړيکو کې له ځينو لوړو-ژورو سره سره، نژدې اړيکې لرلې دي. خو په وروستيو کلونو کې د بېلابېلو راپورونو له مخې په لوېديزو او سوېل لوېديزو ولايتونو کې ايران د افغان حکومت د مخالفينو په ملاتړ او مرستو تورن شوی، کوم څه چې پر دغو دوه‌اړخيزو اړيکو يې سيوری غوړولی او يو لامل يې هم د اوبو قضيه بلل کېږي.[42]

له ايران سره د اوبو د شخړې هواری

که څه هم افغان لوری له ايران سره د اوبو مسئله حل شوې بولي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوبو د تړون پر پلي کېدو ټينګار لري او له همدې کبله افغان حکومت په دې تړاو ډېر کم ګامونه هم اوچت کړي؛ خو دا چې له يوې خوا دواړو لورو د دغه تړون د پلي کېدو او په ځانګړې توګه ايران ته د بهېدونکو اوبو د دقيقې کچې معلومولو او معلوماتو تبادله کولو په برخه کې اغېزناک ګامونه نه دي اخيستي او دواړو لورو په تورونو او ادعاوو اکتفا کړې او له بلې خوا ايران د اوبو د مسئلې له کبله له بېلابېلو لارو په افغانستان فشارونه هم راوړي، له همدې کبله دا مسئله د خبرو اترو او عملي ګامونو له لارې هوارولو ته اړتيا لري. دواړه هېوادونه د تېر په څېر اوسنی اختلافات هم د خبرو اترو له لارې هوارولی شي؛ خو د دواړو هېوادونو دښمني بيا نه يوازې دواړو هېوادونو ته، بلکې د سيمې په کچه ګواښ بلل کېږي. د 1973 کال په تړون کې د اختلاف پر مهال د ستونزو د هواري لارې چارې هم ښودل شوې دي او بايد اړوند اختلافات له تړون سره سم، له سوله‌ييزو او دوستانه لارو حل شي.‌[43] دا چې د ايران-افغانستان د اوبو تړون يو معتبر سند دی، له همدې کبله د تړون د پلي کېدو لپاره د هلو ځلو پر ځای سياسي فشارونه د اوبو د نړيوالو قوانينو خلاف بلل کېږي.

په 1994 کال کې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال او د سختې وچکالۍ له کبله د کجکي بند له بشپړ تړلو سره د لنډ وخت لپاره په ايران اوبه وتړل شوې.[44] خو اوس افغان لوری ټينګار کوي، چې نه يوازې دا چې د اوبو له تړونه يې سرغړونه نه ده کړې، بلکې په تېرو کلونو کې ايران ته له خپل حق زياتې اوبه ورکړل شوې دي. افغان لوري چمتووالی ښودلی، چې د متخصصينو يو کميسيون په دې اړه څېړنه وکړي؛ خو عملي ګامونه يې نه دي پورته شوي.[45] په ايراني اړخ کې بيا د بېلګې په توګه له ترکمنستان سره په 2005 کال کې د افغانستان له مشورې پرته ګډ بند جوړول او ګڼ شمېر نورې پرژې له دغه تړونه او د 1992 کال کنوانسيون له موادو سرغړونه بلل کېږي. له بلې خوا د تړون د روښانتيا په اړه د اوبو او انرژۍ وزارت نظر دا دی، چې ايران بايد د هلمند سيند له دريو نقطو څخه اوبه واخلي؛ خو ايران اوس د دغه سيند له 13 ځايونو اوبه اخلي او سيند يې ټوټې کړی دی. د دغو ټولو نهرونو ظرفيت 150 متر مکعب په هره ثانيه کې تخمينېږي.

له ايران سره د اوبو د مسئلې يو شمېر افغان څېړونکي بيا د ايران دا هڅې د زياتو اوبو ترلاسه کولو لپاره بولي. دکتور فاروق اعظم په دې اند دی، چې ايران په پخواني تړون کې افغانستان ته ويلي وو، چې چمتو دی اضافي اوبه له افغانستان څخه په بيه واخلي، کومې چې د مديريت د نشتون له کبله اوس وړيا ورځي. د ده په نظر، ايران ځکه هڅه کوي، چې په دغه تړون بيا کتنه وشي، ترڅو په افغانستان کې له خپل اغېز څخه په ګټې اخيستنې سره په نوي تړون کې له 26 متر مکعب څخه زياتې اوبه خپلې کړي، په داسې حال کې چې د اوبو کچه اوسمهال کمه شوې هم ده او وچکالۍ کال په کال مخ په زياتېدو دي.[46]

له همدې کبله افغان لوری په ايران پړه اچوي، چې ايران د ستونزې د هواري لپاره د تړون د پلي کېدو په اړه خبرو اترو پر ځای ګواښونو او د پردې تر شا فعاليتونو ته لومړيتوب ورکوي او هڅه کوي، چې له دې لارې افغانستان تر فشار لاندې ونيسي او د تېر په څېر له خپل حق زياتې اوبه ترلاسه کړي. ايران د ناامنيو، دوه تر درې مليونه افغان کډوالو او ترانزيټي او اقتصادي قضاياوو له لارې پر افغانستان فشار راوړي؛ کوم څه چې د ايران د بهرنيو چارو وزير جواد ظريف په خپله وروستۍ مرکه کې اعتراف هم پرې وکړ.[47] په دې توګه که څه هم ايران ظاهرا د تړون پر پلي کېدو ټينګار لري او افغان لوری هم همدا غواړي او په تېره ولسمشر غني څو ځله ټينګار کړی، چې له ايران سره د اوبو د ستونزې هواری د تړون عملي کېدل دي؛ خو په دې تړاو د دواړو لورو له‌خوا عملي ګامونه نه دي اوچت شوي.[48]

که دواړه هېوادونه د هلمند اوبو د اوسنيو اختلافاتو هواری وغواړي، دا به ډېر ساده او اسانه وي؛ ځکه له دغه هېواد سره د اوبو د وېش هراړخيز تړون موجود دی او د هر ډول وضعيت لپاره وړاندوينې لري. د هلمند سيند د اوبو د وېش تړون بله مهمه ګټه دا هم ده، چې د هريرود-مرغاب حوزې د اوبو په تړاو د دواړو هېوادونو توافق هم خورا اسانولی شي.

 

[1] Ibid.

[2] Office of the Chief Executive of Afghanistan, Joint Statement of the Islamic Republic of Iran and the Islamic Republic of Afghanistan, 06 Jan 2016, see online: http://ceo.gov.af/fa/news/58836

[3] Paula Hanasz, FDI (Future Directions International), The Politics of Water Security between Afghanistan and Iran, 1 March 2012, see it online: http://www.futuredirections.org.au/publication/the-politics-of-water-security-between-afghanistan-and-iran/

[4] Afghanistan’s Trans-Boundary Waters: An Overview, 2015, Helmand River Basin, Pages 27-28.

[5] International Water Law, The Afghan-Iranian Helmand-River Water Treaty, see online:

https://www.internationalwaterlaw.org/documents/regionaldocs/1973_Helmand_River_Water_Treaty-Afghanistan-Iran.pdf

For Dari: http://afghanwaters.net/wp-content/uploads/2017/10/1973-Helmand-River-Afgh-Iran-Persian.pdf

[6] Ibid.

[7] Ibid.

[8] Fars News Agency, Iran-Afghan Dispute over Water, 22 Oct 2017, see online: http://af.farsnews.com/economy/news/13960730000588

[9] Water Diplomacy & Hydro-Politic Relation between Iran and Afghanistan )Persian(, 13 January 2018, see online::

http://www.ana.ir/news/334436

[10] Baztab News, Severe drought and Iran’s criticism of Afghanistan due to Helmand’s water, 1 Sep 2018, see online: https://baztab.news/article/733588

[11]The revival of the Iran-Afghanistan agreement is the best option for ending the water crisis (Persian). Fars News Agency. 22 Oct 2017, see the link bellow:

http://af.farsnews.com/economy/news/13960730000588

[12] Aman, Fatemeh. Water Dispute Escalating between Iran and Afghanistan. Atlantic Council – South Asia Center. Aug 2016. P 4.

http://www.elections.pajhwok.com/dr/node/500017

And: Afghan Water Portal, Afghan Waters; Why is Ruhani Worried?: http://bit.ly/AFIReW

[13] Jain, Rupam. In parched Afghanistan, drought sharpens water dispute with Iran. July 17, 2018. See online:

https://www.reuters.com/article/us-afghanistan-iran-water/in-parched-afghanistan-drought-sharpens-water-dispute-with-iran-idUSKBN1K702H

[14] Fatemeh Aman,‌ LobeLog, Worsening Relations between Iran and Afghanistan?, 11 Aug 2017, see the link bellow:

https://lobelog.com/worsening-relations-between-iran-and-afghanistan/

[15] Tara Williams-Sether. Streamflow Characteristics of Streams in the Helmand Basin, Afghanistan. U.S. Agency for International Development – U.S. Geological Survey. See online: https://pubs.usgs.gov/ds/333/pdf/ds333_v1.1.pdf

[16] See online: https://www.un.org.ir/images/Documents/The_Helmand_River_Basin.pdf

[17]  Hajihosseini, Hamidreza. Hydrological Assessment of the 1973 Treaty. ResearchGate. 9 May 2016. See online:

https://www.researchgate.net/publication/306527439_Hydrological_Assessment_of_the_1973_Treaty_on_the_Transboundary_Helmand_River_Using_the_SWAT_Model_and_a_Global_Climate_Database#pfb

[18]

[19] Khabaronline, The latest status of Hamoon International Wetland (Persian), 17 April 2017, see:  https://www.khabaronline.ir/detail/652895/society/environment

[20] هغه ځای چې هلمند سيند ايران ته ننوځي او دا ځای په 1960 لسيزه کې د پسرلنيو سېلابونو د مهارولو لپاره جوړ شو.

[21] Richard Stone, Can Iran and Afghanistan cooperate to bring an oasis back from the dead?, 21 Feb 2018, see:

http://www.sciencemag.org/news/2018/02/can-iran-and-afghanistan-cooperate-bring-oasis-back-dead

[22] Aman, Fatemeh. More Bad News For Iran As Afghan Water Dispute Heats Up. Aug 16, 2018. See online:

https://lobelog.com/more-bad-news-for-iran-as-afghan-water-dispute-heats-up/

[23] Fatemeh Aman, Iran-Afghan Differences over Helmand River Threaten Both Countries, 17 March 2016, see:

http://www.atlanticcouncil.org/blogs//iransource/iran-afghan-differences-over-helmand-river-threaten-both-countries

[24] Ibid.

[25] دا اوبه تر ډېره څلورو خوندي سيمو (نيمه څاه‌ګانو) ته په 1990-2000 کلونو کې د څښلو د پاکو اوبو د زېرمه کولو لپاره لېږدول کېدې.

[26] Richard Stone, Can Iran and Afghanistan cooperate to bring an oasis back from the dead?, 21 Feb 2018, see:

http://www.sciencemag.org/news/2018/02/can-iran-and-afghanistan-cooperate-bring-oasis-back-dead

[27] Tehran Times, Iran-Afghanistan Agree on Transboundary Waters, June 27 2018, see online:

https://www.tehrantimes.com/news/424839/Iran-Afghanistan-agree-on-transboundary-waters-says-ambassador

[28]Richard Stone, Can Iran and Afghanistan cooperate to bring an oasis back from the dead?, 21 Feb 2018, see:

http://www.sciencemag.org/news/2018/02/can-iran-and-afghanistan-cooperate-bring-oasis-back-dead

[29] Corinne Segal, Life after water on the Iran-Afghanistan border, 13 Jan 2016, see:

https://www.pbs.org/newshour/arts/iran-water-crisis-photography

[30] Richard Stone, Can Iran and Afghanistan cooperate to bring an oasis back from the dead?, 21 Feb 2018, see:

http://www.sciencemag.org/news/2018/02/can-iran-and-afghanistan-cooperate-bring-oasis-back-dead

[31] BBC Persian, Ali Ahmad Osmani’s remarks in Wolesi Jirga, 17 July 2017, see: http://www.bbc.com/persian/afghanistan-40629533

[32] Debnath Shaw, Why the Salma Dam in Afghanistan matters to India, 6 Jun 2016, see:

https://www.dailyo.in/politics/salma-dam-afghanistan-narendra-modi-ashraf-ghani-taliban-terrorism/story/1/11035.html

[33] Ibid.

[34]

[35]

[36] Afghan Water Portal, see: http://bit.ly/2RB2JQ3

[37] TOLOnews, Farah’s War Is Over Water: Defense Minister, 19 May 2018, see: https://www.tolonews.com/afghanistan/farah%E2%80%99s-war-over-water-defense-minister

[38] Fatemeh Aman, Atlantic Council, Water Dispute Escalating between Iran and Afghanistan, 7 Sep 2016, see:

http://www.atlanticcouncil.org/publications/issue-briefs/water-dispute-escalating-between-iran-and-afghanistan

[39] Official Website of the President of Iran, President Hassan Rouhani’s Speech (Persian), 3 July, 2017, see online:

http://www.president.ir/fa/99653

[40] Afghan Irca, Iranian Ambassador’s Interview (Persian), 8 July 2017, see:

http://afghanirca.com/newsIn.php?id=59556

[41] Fatemeh Aman,‌ LobeLog, Worsening Relations between Iran and Afghanistan?, 11 Aug 2017, see the link bellow:

https://lobelog.com/worsening-relations-between-iran-and-afghanistan/

[42] Ibid.

[43] International Water Law, The Afghan-Iranian Helmand-River Water Treaty, see online:

https://www.internationalwaterlaw.org/documents/regionaldocs/1973_Helmand_River_Water_Treaty-Afghanistan-Iran.pdf

For Dari: http://afghanwaters.net/wp-content/uploads/2017/10/1973-Helmand-River-Afgh-Iran-Persian.pdf

[44] Afghan Water Portal, Afghan Waters; Why is Ruhani Worried?: http://bit.ly/AFIReW

[45] Fatemeh Aman, Iran-Afghan Differences over Helmand River Threaten Both Countries, 17 March 2016, see:

http://www.atlanticcouncil.org/blogs//iransource/iran-afghan-differences-over-helmand-river-threaten-both-countries

[46] Afghan Water Portal, Afghan Waters; Why is Ruhani Worried?: http://bit.ly/AFIReW

[47] BBC Persian, Report of Zarif’s Interview with 3TV of Iran, 27 Aug 2018, see:

http://www.bbc.com/persian/iran-45322752

[48]

 

نور بیا

د دې لیکنې لومړۍ برخه په لاندې لینک کتلای شئ

د افغانستان اوبه او د ګاونډيانو اندېښنې –لومړۍ برخه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply