د افغانستان اوبه او د ګاونډيانو اندېښنې -درییمه برخه

لیکوال: عبدالرشید نایل د کابل پوهنتون استاد او څېړونکی

0 1,293

درېیم څپرکی

له پاکستان سره د اوبو د وېش ستونزې

پاکستان هم د افغانستان هغه ګاونډی دی، چې په سوېل ختيځ کې 2430 کيلومتره اوږده پوله او د کابل سيند په حوزه کې، د اوبو د وېش له کوم تړون پرته، ګډې اوبه لري. دا چې په افغانستان او پاکستان دواړو هېوادونو کې د اوبو د کمښت ستونزه په پراخېدو ده، د ګډو اوبو د وېش قضيې اهميت او له کبله يې راټوکېدونکې ستونزې هم زياتې شوې دي.

په پاکستان کې د اوبو د کمښت ستونزه

د کابل سيند حوزه د افغانستان په څېر پاکستان ته هم خورا زيات اهميت لري؛ ځکه دغه هېواد له ډېر وخت راهيسې د اوبو د کمښت له فشار سره مخ دی. د ملګرو ملتونو د نړيوالو اوبو د پراختيا د راپور له مخې، په پاکستان کې د اوبو سرچينې يوازې په پينځو کلونو کې نژدې نيمايي کمې شوې دي. د دغه راپور له مخې، دا کچه د هر کس لپاره په 2000 ميلادي کال کې 2961 متر مکعب څخه، په 2005 کال کې 1420 متر مکعب ته راټيټه شوې ده.[1]

پاکستان د هغو هېوادنو په کتار کې هم دی، چې د کرنيزو موخو لپاره ترځمکې لاندې اوبو څخه تر ټولو ډېره استفاده کوي. د يوې سروې له مخې، په پاکستان، نيپال او بنګلدېش کې د 75 سلنه سيمو د خړوبولو لپاره تر ځمکې لاندې اوبه کارول کېږي او له همدې کبله د يوې څېړنې له مخې، په پنجاب ايالت کې تر 2015 کال پورې په 5 يا 6 کلونو کې د ځمکې لاندې اوبو کچه 5 تر 6 متره پورې ښکته تللې وه.[2] همدا راز د بلوچستان ايالت په ځينو برخو کې په تېره يوه لسيزه کې هر کال 2 تر 3 مترو پورې اوبه ښکته تللې دي او اصلي لامل يې هم په دغه هېواد کې د اوبو افراطي کارونه ده.[3]

 

پاکستان ته بهېدونکې اوبه

دا چې په کابل سيند حوزه کې هم د اوبو د اندازه کولو فعال او د دواړو هېوادونو ترمنځ همغږی شوی سيستم او کره مواد نشته دي، پاکستان ته د بهېدونکو اوبو د کچې ارقام هم له يو بل سره توپير لري. د ځينو تخمينونو له مخې، له افغانستانه پاکستان ته د اوبو جريان 21.5 کيلومتر مکعب دی او له دې جملې 15.5 کيلومتر مکعب يې له کابل سيند (په دې کې بيا 10 کيلومتر مکعب يې له پاکستانه سرچينه اخلي) او 6 کيلومتر مکعب يې هم د دغې حوزې له نورو شاخو لکه پنجشېر، ګومل، مارګو شمال او کرم سيندونو څخه دي.[4]

د پاکستان د اوبو او برېښنا د پراختيا ادراې د معلوماتو له مخې، افغانستان د کابل سيند له لارې د پاکستان 16 تر 17 سلنه پورې اوبه برابروي.[5] خو د پاکستان له پولې سره څېرمه په ډکه سټېشن کې د دغه سيند د تخلييې اوسط کچه 608.4 متر مکعب په هره ثانيه کې ده. دغې کچې ته په کتلو سره کابل سيند د سند حوزې 19.2 کيلومتر مکعب يا 20 سلنه کلنۍ اوبه برابروي.[6]

دغه راز د پاکستاني څېړونکو موندنې ښيي، چې له کابل سيند سره د سوات او جېندي سيندونو له يو ځای کېدو وروسته په نوشېره سټېشن کې د پنځو کلونو په جريان کې ثبت شوي مواد ښيي، چې له جولای څخه تر اګست مياشتې پورې دغلته د اوبو جريان په هره ثانيه کې له 1000 متر مکعب څخه زيات دی.[7]

د پاکستان اندېښنې

د کابل سيند حوزه په پراخه کچه د اوبو زېرمه کولو او برېښنا د توليد وړتيا لري. په دې حوزه کې د 8 تر 10 پورې داسې بندونو جوړولو وړتيا شته، چې په لوړه کچه د اوبو زېرمه کولو او برېښنا د توليد وړتيا ولري.[8] پاکستان اندېښنه لري، چې د کابل سيند پر حوزه پراختيايي او زېربنايي کارونه به د پاکستان په اړخ کې د دې حوزې پر اړوندو سيمو منفي اغېزې وښندي.[9] په ټوله کې خيبر پښتونخوا ايالت او په ځانګړې توګه د خيبر پښتونخوا ايالت درې سيمې (پېښور، نوشېره، چارسده) د کابل سيند د اوبو کمېدو له کبله اغېزمنېږي.[10]

پاکستانی لوری اټکل کوي چې پر کابل سيند د پلان شوو بندونو له جوړېدلو سره به، د دغې حوزې د لاندېنۍ سيمې په توګه پاکستان ته د ورتلونکو اوبو کچه 17 سلنه راټيټه شي او دا هغه څه دي، چې په طبيعي ډول په افغانستان کې د دغو پروژو د بشپړېدلو په تړاو د پاکستان اندېښنې له ځان سره لري. دا کمښت به داسې مهال وي، چې په تېرو څو لسيزو کې د اوبو د عمومي کچې د کمښت له کبله هم پاکستان ته د بهېدونکو اوبو کچه کال په کال کمه شوې ده او پاکستانی لوری اندېښمن دی، چې په افغانستان کې د اوبو د بندونو له جوړېدلو سره به په پاکستان کې تر کابل سيند لاندې سيمې د اوبو د کمښت له بحران سره مخ شي، کوم څه ته چې پاکستان چمتووالی نه لري. پاکستاني څېړونکي په دې اند دي، چې دا وضعيت به له کابل سره د اسلام اباد پر اړيکو ژورې اغېزې ولري.[11]

له لويه سره د اوبو کمښت او په ورته وخت کې د پاکستان په اړخ کې د اوبو افراطي کارېدنه يوه مهمه اندېښنه ده. په دې حوزه کې د اقليمي بدلونونو او د هوا د ګرمېدو له کبله د واورو او يخچالونو کچه کمېږي، چې له کبله يې د واورې ورښت په بارانونو بدلېږي او ډېرې اوبه په هغو وختونو کې بهېږي، چې اړتيا يې کمه وي. څېړنې ښيي، چې په تېرو 50 کلونو کې د پامير او هندوکش غرونو کې د طبيعي يخچالونو کچه 30 سلنه کمه شوې ده.[12]

په افغانستان کې له جګړو او بې‌ثباتيو وړاندې د کابل سيند پر حوزه 7 بندونه جوړ شوي او د 12 بندونو جوړول په پلان کې دي، چې پر دوو يې عملا کار روان دی. دا بندونه به په ټوليز ډول 1891 مېګاواټه برېښنا توليد کړای شي.[13] په پاکستان کې بيا دوه بندونه (ورسک او ګولن)[14] د همدې حوزې پر اوبو جوړ شوي دي. پاکستان په 2014 کال کې په خيبر پښتونخوا سيمه کې د داسو بند طرحه هم نړيوال بانک ته د تمويل په موخه ورکړې وه، چې د نړيوال بانک له‌خوا له افغان دولت سره له شريکولو وروسته د افغانستان له مخالفت سره مخ شوه.

دا چې افغانستان د اوږدو جګړو او بې‌ثباتيو له کبله د اوبو په ګډون د ډېرو سکتورونو د پراختيا او پرمختيا فرصت نه دی موندلی، اوسمهال کله چې په دې برخه کې ګام پورته کېږي، د اوبو د حوزې د لاندينيو هېوادونو اندېښنې راپاروي او هغوی د تېر په څېر د ورتلونکو اوبو تمه لري. افغانستان د خپلو نورو ګاونډيانو په پرتله لږ پرمختللی هېواد دی او د اوبو په برخه کې انکشافي کارونو ته جدي اړتيا لري. له بلې خوا دا باور چې هر هېواد کړلی شي، په تېر کې د ترلاسه کړو اوبو تمه په راتلونکي کې هم ولري، په نړيوالو قوانينو کې رد شوی دی. په دې تړاو د 1992 او 1997 کلونو کنوانسيونونه حل‌لارې وړاندې کوي، لکه له ګډو اوبو منصفانه او معقوله ګټه اخيستنه او داسې نور. د دې ترڅنګ، دا چې د کابل سيند په حوزه کې پراختيايي کارونه تر ډېره د برېښنا د توليد لپاره دي او د ځمکو خړوبولو وړتيا پکې کمه ده، پر لاندېنۍ برخه يې اغېزې هم کمې دي.

د افغانستان او پاکستان د اوبو د وېش مسئله

له بده مرغه افغانستان او پاکستان تراوسه د کابل حوزې د اوبو په تړاو هېڅ ډول هوکړه يا کوم تړون نه لري. په دې تړاو يوازېنی هوکړه‌ليک په 1921 کال کې د افغانستان او برېتانيا ترمنځ دی، چې اوبو ته ډېره کمه اشاره پکې شوې ده. په دې معاهده کې برېتانيا هوکړه کړې، چې افغانستان کولی شي د تورخم د اوسېدونکو لپاره د يوې لولې له لارې اوبه واخلي او په مقابل کې افغانستان هوکړه کړې، چې برېتانيايي مامورين او له ډيورنډ کرښې هاخوا قبايل کولی شي له کابل سيند څخه د کښتۍ چلولو او اوبو لګونې لپاره کار واخلي.[15]

له 2001 کال راوروسته که څه هم افغانستان او پاکستان د اوبو په تړاو د تړون لاسليک کولو هڅه کړې؛ خو تراوسه په دې کار بريالي شوي نه دي. په 2003 کال کې د اوبو د وېش تړون لپاره د يوې 9 کسيزې ګډې تخنيکي کمېټې هڅې د بې‌باوريو او اوسني وضعيت په اړه دقيقو معلوماتو د نشتون له کبله له ماتې سره مخ شوې. په 2006 کال کې نړيوال بانک هم يو ځل بيا د دواړو هېوادونو د هڅولو هڅه وکړه، خو پايله يې نه لرله. په 2013 کال کې کله چې پخواني ولسمشر حامد کرزي او لومړي وزير نوازشريف د برېښنا د توليد لپاره د کونړ سيند د پراختيا د هڅو په تړاو يو هوکړه‌ليک لاسليک کړ، تر يوه بريده په دې برخه کې پرمختګ وليدل شو؛ خو د دغه توافق جزئيات هم پټ پاتې شول.[16]

د اوبو په تړاو د خبرو اترو پر وړاندې خنډونه

د دواړو هېوادونو ترمنځ خرابې اړيکې او اوږدې بې‌باورۍ د اوبو په تړاو د همکاريو په لاره کې يو اساسي خنډ دی. دا بې‌باورۍ له څلورو مشخصو ډګرونو خړوبېږي (له هند سره د افغانستان اړيکې، د ډيورنډ قضيه، د پښتونستان قضيه، له طالبانو د ملاتړ قضيه).

د اوبو نړيوال څېړونکي په دې اند دي، چې د اوبو په تړاو خبرو اترو او له ګاونډيو هېوادونو سره د يوه منصفانه تړون د لاسليک کولو لپاره په اړوندو افغان ارګانونو کې وړتيا کمه ده، چې يو اساسي لامل يې د اوبو د قضيې او په تېره بيا له نورو هېوادونو سره د ګډو اوبو د مسائلو په تړاو د تخنيکي پوهې کموالی دی. د دې ترڅنګ د يوې سروې له مخې، د افغانستان د اوبو په سکتور کې ډېری کسان د اړيکو پر بنسټ ګومارل شوي، نه د زده‌کړو او تجربو له مخې. که څه هم له نورو هېوادونو سره د ګډو اوبو د قضيې لپاره د 2016 کال په مې مياشت کې بين الوزارتي کميسيون هم جوړ شو، خو تراوسه يې هېڅ کومه رسمي غونډه نه ده لرلې. خو په بل اړخ کې پاکستان بيا د اوبو په سکتور کې د تخنيکي پوهانو او کدرونو له پلوه يو بډای هېواد دی.[17] پاکستان له هند سره په 1960 کال کې د سند سترې حوزې د اوبو په تړاو يو هوکړه‌ليک لاسليک کړی او د ګډو اوبو د وېش په برخه کې ښه وړتيا او تجربه لري.[18]

د اوبو په برخه کې د څېړنو جدي کمښت او له نورو هېوادونو سره د ګډو اوبو په تړاو د کافي معلوماتو نشتون هم هغه ستونزه ده، چې په دې تړاو يې خبرې اترې له ننګونو سره مخ کړې دي. په ځينو مواردو کې د اوبو او انرژۍ او کرنې وزارتونو او د چاپېريال ساتنې د ملي ادارې عين معلومات يا خو تناقض لري او يا هم نژدې 50 سلنه متفاوت دي. له همدې کبله دقيق او د کارېدنې وړ معتبر معلومات، له پاکستان سره د اوبو په اړه د خبرو اترو لپاره خورا زيات اهميت لري. په بل اړخ کې پاکستان که څه هم د کابل سيند حوزې په اړه کافي معلومات لري؛ خو د دوه‌اړخيزو همکاريو د کمزوري وضعيت له کبله يې له افغان لوري سره نه شريکوي.[19]

د دې ترڅنګ له ګاونډيو هېوادونو سره د ګډو اوبو د مسئلې په اړه عامه پوهاوی هم په نشت حساب دی. عام ذهنيت اوسمهال دا دی، چې په افغانستان کې يا له افغانستان بهر ته بهېدونکې هر څاڅکی اوبه د افغانستان ملکيت دی. په دې تړاو عامه پوهاوی په ملي کچه د حکومت له‌خوا د تصميم نيولو لپاره د عامو خلکو ملاتړ ته اړتيا لري، کوم څه چې د عامه پوهاوي په نشتون کې په سم ډول نه شي ترلاسه کېدای.[20] دا ستونزه هومره جدي ده، چې پخوانی لومړی وزير محمد موسی شفيق د هلمند سيند د اوبو په تړاو د تړون له لاسليک کولو کابو يو کال وروسته لومړی ونيول شو او بيا يو کال وروسته د کمونيستانو له لوري د «اوبه خرڅوونکي» تر نوم لاندې په څرخي پله زندان کې ترور شو.[21]

په لنډو ټکو کې د دواړو هېوادونو د ګډو اوبو په تړاو د افغان لوري داخلي ننګونې، په افغانستان کې د متخصص کدر نشتون، ناکافي سازماني ظرفيت، بې‌باوره معلومات، امنيتي ستونزې، د اوبو د نړيوالو قوانينو يا ګډو اوبو په اړه د عامه پوهاوي نشتون، بوديجوي ستونزې، د سطحي او تر ځمکې لاندې اوبو د کيفيت ستونزه (په تېره بيا په کابل کې)، د اوبو په سکتور کې د ښې حکومتولی نشتون دي. همدا راز د کابل حوزې د اوبو په تړاو بهرنۍ ننګونې، د پاکستان او افغانستان ترمنځ بې‌باوري او د همکاريو نشتون، د نفوس زياتوالی (په تېره بيا ښارونو کې)، اقليمي بدلونونه او داسې نور دي.

پر ګډو اوبو د خبرو اترو او هوکړې لپاره شته فرصتونه

د پورتنيو ستونزو او خنډونو ترڅنګ، ځينې داسې فرصتونه هم شته چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوبو د ستونزې له هواري سره مرسته کوي:

لومړی: د ګډو اوبو پر قضيه د کار لپاره د افغانستان د حکومت اوسنۍ سياسي اراده او ژمنه د دواړو هېوادونو لپاره، په تېره بيا د خبرو اترو د پيل او يوه توافق ته د رسېدو لپاره، ښه فرصت ګڼل کېږي.

دويم: د نړيوالې ټولنې توجه او لېوالتيا، په ځانګړې توګه نړيوال بانک د کابل حوزې په تړاو د افغانستان او پاکستان ترمنځ د همکارۍ او خبرو اترو سره د مرستې لېوالتيا ښودلې او په دې حوزه کې يې ځينې څېړنې هم کړې دي.

دريم: غير رسمي څېړنې هم هغه فرصت دی، چې په دې تړاو د معلوماتو او عامه پوهې له زياتوالي سره مرسته کوي، هغه هم داسې مهال چې په دې برخه کې د معلوماتو کمښت په تېره بيا افغان لوري کې يوه مهمه ستونزه بلل کېږي.

څلورم: د نړيوال بانک د څېړنې له مخې، د کابل سيند حوزې په لوړه برخه (افغانستان) کې پانګونه او پراختيايي کارونه به پر پاکستان ډېرې لږ اغېزې ولري؛ ځکه په دې حوزه کې د اوبو لګونې د سيمو د پراختيا لپاره محدوده وړتيا شته ده او په دې حوزه کې جوړېدونکي او پلان شوي بندونه تر ډېره د برېښنا د توليد په موخه دي. له همدې کبله د دې حوزې د اوبو مسئله د شخړو پر ځای پر همکاريو بدلېدای شي؛ ځکه د برېښنا د توليد پروژې به د دواړو هېوادونو د برېښنا اړتياوې پوره کړي. دغه ټکي ته په کتلو سره، دا ډول پروژې د دواړو هېوادونو ترمنځ له سياسي ستونزو سره سره پلې کېدای شي. ښه بېلګه يې له مرکزي اسيا څخه سوېلي اسيا ته د برېښنا د لېږد (کاسا-1000) پروژه ده، چې له ټولو ستونزو سره سره د پلي کېدو په حال کې ده.[22]

په لنډو ټکو کې شته فرصتونه، د دې حوزې د اوبو په تړاو د شته ستونزو په هواري کې مرسته کوي. د ګډ کار لپاره په افغان اړخ کې د سياسي ارادې او ژمنې شتون، د نړيوالو تمويلوونکو شتون او توجه، د مخ پر ودې غيررسمي فعاليتونو شتون لکه ګډې څېړنې او پر پاکستان د افغانستان په خاوره کې د اوبو د زېربناوو کمې اغېزې، هغه فرصتونه دي چې د اوبو په برخه کې د همکاريو لامل کېدای شي او په ټوله کې بيا دا همکارۍ د سيمې له ثبات سره مرسته کوي.

د کابل-اسلام‌آباد د اوبو تړون د نشتون اغېزې

امنيتي ستونزې او په تېره بيا د اوبو د بندونو جوړولو په تړاو د ګاونډيو هېوادونو لاسوهنې، تر ټولو جدي ستونزه ده، چې له کبله يې افغانستان د خپلو اوبو په مديريت او اغېزناک ډول کارولو او د دغه سکتور د پراختيا په چارو کې له ننګونو سره مخ کېږي. ډېر ځله ګاونډي هېوادونه د دغه ډول پروژو پر سبوتاژ کولو تورن شوي دي. د بېلګې په توګه په هرات کې د سلما بند د کارکوونکو وژل کېدل او د کونړ سيند د بند په سيمو کې بريدونه يادولی شو، چې ايران او پاکستان پکې پر لاس لرلو تورن دي.[23]

د ايران په څېر له پاکستان سره د اوبو مسئله هم خورا سياسي بڼه لري او په ټوليز ډول د اوبو د مديريت قضيه په تخنيکي ارګانونو لکه له اوبو او انرژۍ وزارت څخه د ملي امنيت شورا او ولسمشرۍ ماڼۍ ته رسېدلې ده. کوم څه چې په نورو هېوادونو کې هم شته او د ګډو اوبو اهميت ته په کتلو سره ښايي مثبتې اغېزې هم ولري؛ خو کله چې په دې تړاو هېڅ تړون موجود نه وي او د خبرو اترو لومړي پړاوونه وي، ښايي اغېزې يې منفي وي.

د تړون نشتون دا قضيه نوره هم پېچلې کوي. له يوې خوا افغانستان په دې حوزه کې د بندونو جوړولو پلان لري او يا يې کار روان دی، چې پر پاکستان به هم اغېزې ولري او له بلې خوا پاکستان هم له افغان لوري سره له مشورې پرته پر کابل سيند د اوبو زېرمه کولو پروژې پلې کوي.[24]

په اوسني وخت کې که څه هم د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ګډو اوبو په تړاو همکاري او خبرې اترې ډېرې عملي نه ښکاري؛ خو دا هغه قضيه ده چې کال په کال يې اړتيا زياتېږي، ځکه په دواړو اړخونو کې د اوبو تقاضا د بېلابېلو لاملونو له کبله لوړېږي او په دې منځ کې د يوه تړون نشتون پر سياسي اړيکو لا زياتې منفي اغېزې ښندي. په دې تړاو ښه حل‌لاره دا ده، چې د ملګرو ملتونو يا نړيوال بانک تر سرپرستۍ لاندې د ګډو اوبو پر سر د خبرو اترو لپاره يو کميسيون وټاکل شي او له سياسي اغېزو لرې په دې تړاو هڅې وکړي.

[1] Malyar Idrees. (Oct 2017) A Review of Current and Possible Future Relations in Kabul River Basin, Kabul, Duran Research & Analysis, Page 16-17.

[2] Saeed, Aamir, (June 10, 2015), Rapid groundwater depletion threatens Pakistan food security – officials, Reuters. available at: https://in.reuters.com/article/pakistan-water-food-idINKBN0OQ16920150610

[3] Malyar Idrees. (Oct 2017) A Review of Current and Possible Future Relations in Kabul River Basin, Kabul, Duran Research & Analysis, Page 19.

[4] FOA, Afghanistan Water Recourses, available at:

http://www.fao.org/nr/water/aquastat/countries_regions/Profile_segments/AFG-WR_eng.stm

[5] The Express Tribune. (June 22, 2011). Ministry suggests water treaty with Kabul to avoid dispute. Available at:

https://tribune.com.pk/story/193655/ministry-suggests-water-treaty-with-kabul-to-avoid-dispute/

[6] Malyar Idrees. (Oct 2017) A Review of Current and Possible Future Relations in Kabul River Basin, Kabul, Duran Research & Analysis, Page 16.

[7] Nafees Mohammad et al. Construction of Dams on Kabul River and its Socio-Economic Implicatoin for Khayber Pukhtunkhwa, Pakistan. ResearchGate. Feb 2016.

[8] Malyar Idrees. (Oct 2017) A Review of Current and Possible Future Relations in Kabul River Basin, Kabul, Duran Research & Analysis. Page 19.

[9] Ahmadzai. S & F. Shroder. John. (2017), Water Security in Kabul River Basin, Journal of Afghanistan Water Studies, Duran Research & Analysis, Page 112.

[10] Nafees Mohammad et al. Construction of Dams on Kabul River and its Socio-Economic Implicatoin for Khayber Pukhtunkhwa, Pakistan. ResearchGate. Feb 2016.

[11] Pervaz, Iffat & Sheharyar Khan. Brewing Conflict over Kabul River; Policy Options for Legal Framework. Institute for Strategic Studies, Research and Analysis (ISSRA). 2014.

[12] Malyar Idrees. (Oct 2017) A Review of Current and Possible Future Relations in Kabul River Basin, Kabul, Duran Research & Analysis, Page 22.

[13] Ibid. Pages 20-21.

[14] ورسک بند د پښور ښار د شمال لوېديځ په 20 کيلومترۍ کې جوړ شوی او ګولن بند بيا د خيبر پښتونخوا په چترال سيمه کې جوړ شوی، چې اوس يې هم کار روان دی.

[15] Ibid. Page 22.

[16] Tolo News. (9 June 2015). Abdullah Urges Regional Cooperation at High Level Water Conference. Available at:

https://www.tolonews.com/afghanistan/abdullah-urges-regional-cooperation-high-level-water-conference

[17] Gareth Price. Et al. (June 2014) Attitudes to Water in South Asia. Chatham House Report. Pages 30-33. Available at: https://www.chathamhouse.org/sites/default/files/field/field_document/20140627WaterSouthAsia.pdf

[18] World Bank. The Indus Waters Treaty 1960. Available at: https://siteresources.worldbank.org/INTSOUTHASIA/Resources/223497-1105737253588/IndusWatersTreaty1960.pdf

[19] Malyar Idrees. (Oct 2017) A Review of Current and Possible Future Relations in Kabul River Basin, Kabul, Duran Research & Analysis, Page 25.

[20] Ibid. Page 26.

[21] TolAfghanistan Website. Muhammad Musa Shafiq. See it online: http://bit.ly/2MMosaSh

[22] Malyar Idrees. (Oct 2017) A Review of Current and Possible Future Relations in Kabul River Basin, Kabul, Duran Research & Analysis, Pages 30-33.

[23] Gareth Price. Et al. (June 2014) Attitudes to Water in South Asia. Chatham House Report. Available at: https://www.chathamhouse.org/sites/default/files/field/field_document/20140627WaterSouthAsia.pdf

[24] Ibid.

نور بیا

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply