راپور کاږي، د حزب ولایت په نوم هغه ډله چې له طالبانو تازه بېله شوې ده، غواړي د ایران په ملاتړ جګړې ته دوام ورکړي او د جنګ اهداف به یې هم امریکا او افغان حکومت وي.

همدا راز ویل شوي چې ښایي ان د حقاني شبکې لوړپوړي غړي هم له طالبانو بېل شي او له هغه ډلو سره یو ځای شي چې خپلو جګړو ته ادامه ورکوي.

 په دغه مقاله کې له طالبانو نوې بېلې شوې ډلې د ایران له ملاتړه برخمنې بلل شوې دي او طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي خو د افغان حکومت یوې استخباراتي سرچینې دغه رسنۍ ته ویلي چې له طالبانو ځینې ګروپونه بېل شوي دي.