ویره

عبدالوکیل سوله مل

0 717

د دروازې د پوست له سوري څه شی راوولید . زوی مې په بیړه ور منډه کړه . غږېې پورته شو :

ـ پلاره پوست دی .

میرمن په زوی پسې ورمنډه کړه .  له لاسه ېې ټینګ راونیو  . ته به وایی چا کورته کوم بم راوغورزاوه:

ـ چې لاس ورنه وړې .

زوی ته مې خندا ورغله . سترګې ېې نیغې ورونیوې . په ملنډو ېې وویل:

ـ ولې لړم دې که څه مورجانې !؟

د مورپه ننګه ېې په بیړه له خونې دهلیز ته راووتم . مخې ته ېې لکه دیوال ودریدم. راګوزارشوی پاکټ ته مې چې په فرش پروت و،لاس ونیوه:

ـ هر شی ټوکه مه ګڼه . په دې به څومره لاسونه لګیدلی وي. په څومره ځایونو کې به ایښی راایښی وی.

میرمن مې ځای پرځای کښیناسته . له سترګیو ېې د رااستول شوی لیک اداره وپیژنده ، لکه د روغتیا يي چارو ماهره د پاکټ د څیرولو او لوستلو موده ېې راته وټاکله :

ـ دوه ورځې دې همدلته وی. تر هغې ېې وایروس مري.

زوی مې ځوړند سر له میرمن سره د ناستي خونې ته بیرته ورغئ . زه خپل کمپیوټر ته راوګرځیدم ، چې د انترنت له لارې د ښار له کوم لوی خوراکی پلورنځایه د اړتیا وړ خوراکي توکي راونیسم . د یو پلورنځای ویب پاڼه مې پرانیستله . د اړتیا وړ شیانو په نښه کولو بوخت شوم . لا مې د رانیونکو اړینو شیانو پوره لست نه وو بشپړ چې دروازه ووهل شوه . زوی مې لکه بیریدلی چې وی دا ځل دروازې ته نه ولاړ. پخپله دروازې ته ورغلم . نه پوهیږم څنګه پرته له دې چې د دروازې شا ته راغلی کس وپوښتم . دروازه پرانیزم . جګ دنګ سړی سلام وکړ. زما نوم ېې واخیست .سر مې وښوراوه. سړی په منډه له خپل کاری بکس سره را ننوت او پرته له دې چې له ما وپوښتی لکه زما د کور هرڅه چې ورته معلوم وی، سده تشناب ته ننوت. سم دواره ېې له خپل کاري بکس نه سامان الات راوکښل . مخ ېې راواړاوه:

ـ د اوبو بکس مو چیرې دی ؟

زه لکه کنګس او یا کوڼ چې یم، د ده په پوښتنه مې هیڅ سرو نه ګراوه. ټول حواس او فکرونه مې د ځان په ګرمولو کې راټول وو ،ځکه له میرمن سره مو دا پریکړه کړې وه چې د قرنطین په ټوله موده کې به نه له کوره وځو او نه به بل څوک دننه راپریږدو . میرمن مې لکه لویه ګناه چې رانه سر وهلی وی ، له ناستی خوني د سترګو په رپ کې راووتله .

سترګې ېې رډې راوویستې، له غوسې ېې چیغه کړه:

ـ ولې دې دننه راپریښود. موږ خو وویل چې که زنګ ېې راووهه له عمومي دروازې به ېې بیرته رخصتوو ؟

ـ د سپي زوی کله د لویی دروازې زنګ وهلی ؟

ـ نو دا دروازه خو بنده وه !

ځان مې ګرم وباله . لکه لوېې ګناه چې رانه سر وهلی وی سر مې ځوړند ونیو:

ـ بس خدای ړوند او کوڼ کړم . چې څومې فکر کیده دی بیا راننوت .

بل ځواب مې نه لاره، په ورو مې وویل :

ـ بس وبخښه

میرمن مې په غوسه بیرته د ناستی خونې ته ننوته . سړی لکه زموږ په خبرو چې پوه شوی وی . پخپل سر د اوبو د بندولواو چالانولو د میټرپه لټه شو. د سترګو په رپ کې پخلنځی او بیا بیرته له دروازې د باندې ووت . د سړی په دې بیړنی حرکت لکه له خوبه چې راکښینم او پخپله خونه کې کوم غل ووینم . نږدې وی لاس ورواچوم :

ـ څه کوئ ؟ پخپل سر منډې وهئ ؟

د سړی تندی هم تریو شو:

ـ زه نو نشم کولی ستا ځواب ته شپه سبا کړم. تاسو په ځای د دې چې ما ته د اوبو میتر او سوچ را وښایئ چې اوبه بندې کړم، له میرمن سره مو ناندرۍ شروع کړې !

ګرم نه و، رښتیا ېې ویل، خو ماته نوره هم غوسه راغله. په دې شیبه کې مې میرمن بیرته راووته،

چې زموږ شخړه او دعوا ودروی ، ما ته ېې برند راوکتل:

ـ اوس چې را دننه شوی، اجازه ورکړه چې کار خلاص کړي.

هغه ته مخ ورواړوي، په سړه سینه یی د کار پیلولو ته وروبولي:

ـ مهربانی وکړئ کار مو شروع کړئ.

بیرته ېې مړاوی راوکتل . سوړ اوسیلی ېې له خولې راووت :

ـ خدای ته به ځانونه وسپارو .

زه ډاډ ورکړم او ارامتیا ته یی راوبولم :

ـ ته هسې ویریږی . هتمی خو نه ده چې هر سړی به دلته ناروغ وی .

سړي په څو شیبو کې زوړ شاور بدل او نوی ورواچاوه . زه ېې وروبللم:

ـ راشئ وګورئ چې نوی شاور مو څنګه کار کوي؟  که پوښتنه لرئ مهرباني وکړئ.

خو زه لکه ده چې ځان پورې بم تړلی وی، له ورنږدې کیدو ډډه وکړم او په درواغو له دهلیزه ځواب ورکړم :

ـ مننه، زه د دې شاور سره بلد یم. په پخوانی کور کې مو همدا ډول شاور درلود.

سړی خپل سامان الات راټول او له تشنابه راووت.

نږدې راغئ، غوښتل ېې څه راته ووایی خو زه لکه دی چې ګوزار راباندې کوی شاته ولاړم . سړی ته خندا ورغله:

ـ باید یوله بله وویریږو خو چاره څه ده ؟ ویره پخپله له هرې ناروغۍ لویه ناروغي ده.

سر ورسره وخوځوم. ده خپل بکس راواخیست ، مخه ښه ېې وکړه، خو دروازې ته لارسیدلی نه وو چې بیرته راوګرځيد :

ـ زما شمیره درسره یاداښت کړئ!

هک پک شوم، ټکان  مې وخوړ،

ـ د څه لپاره ؟

وېې خندل :

ـ څوک پوهیږی که په لنډو ورځو کې کرونا ونیوم زه به مو خبروم او که تاسو چې بیا ما خبرکړئ.

دی خبرې نور هم اندیښمن کړم . نوره ویره یی هم راواچاوله، خو پرځای او ګټور کار مې وګاڼه . دستی مې د ده نمبر یاداښت او د خپل موبایل حا فظې ته وسپاره .

د سړی له وتلو وروسته مو شخړه بیا تازه شوه . میرمن مې بیا د ملامتۍ ګوته راته ونیوه:

ـ. ټوله دنیا لاړه او راغله، خو مو موږ ۲۰ ورځې د کور بند ښه وګاڼه . اوس به بیا ۱۴ ورځې انتظار کاږو چې جوړ یو که نا جوړ. او له دې سره پړینګ په ژړا شوه:

ـ نورې څوارلس ورځې به مو سودا ووژني!

ما ته یی هم غوسه راوسته :

ـ نو څه کوم آسمان راولوید، خلک کلونه په زندان کې وي!؟

ـ څنګه څه ، څه شی خورې؟ یخچال ټول تش دی.

په میز باندې ایښي لپ ټاپ ته مې اشاره وکړه:

ـ دا اوس د یوې میاشتې ټول خواړه درته انلاین رانیسم.

زوی مې چې زموږ شخړه ېې په ځیر څارله، په نهیلي انداز په خبرو کې راټوپ کړ:

ـ پلاره ما د مور سره زما په لپ ټاپ کې ټولې لویې مغازې ولیدې .د ان لاین خدمات ډیر ورو دي . په میاشت کې هم  چا ته نوبت نه ورسیږي.

له  ځایه چا بک راپورته شوم، په غرور او لوړ آواز مې وویل:

ـ دا دی دا اوس وځم . ټول مخلوق ګرځي، څه خبره ده؟

میرمن مې زما په دې ارادې ټکان وخوړ. لکه جګړې ته چې تلم. له لاسه ېې کلک ونیوم :

ـ هیچیرته نشې تلی .

خندا راغله :

ـ نو څه شی خورئ

وچ لوبیان او نخود پریمانه دی .

زوی مې دستي یخچال ته منډه کړه او له پخلنځی یې را نارې کړې:

ـ هګۍ او دوه چرګان هم لرو . دا یی زما

زه له سودا راوګرځول شوم . که څه هم زموږ شخړه ودریده، خو د راغلي کس د کار او له خلکو سره د هغه د اړیکو مسله زما او د میرمن د خبرو ګرم بحث او موضوع وګرځیده :

دا به په بس کې راغلی وی که په میترو کې؟ د ورځې به څو کورونه ګوري؟ مجرد به وی که متاهل؟

کمپنۍ به ېې څومره ستره وي؟ څومره کارګران  به لري؟

او چې د هرې پوښتنې په ځواب به مو د فکر نیلی ځغلول، هومره به مو په دې ناروغۍ د ککړیدو ویرې زور اخیست.

ګړۍ لا نه وه تیره چې بیا د کور دروازه ووهل شوه. له ځا یه پاڅیدم خو میرمن مې کلک له لاسه راونیوم . له زوی یی وغوښتل چې دروازې ته ورشي، خو سپارښتنه یی وکړه:

ـ ورشه خو له سوري وروګوره، چې څوک دی او څه غواړی؟

زوی مې په منډه بیرته وارخطا راننوت :

ـ پولیس دی .

اندیښنه راولویده. په دې ناورین کې پولیس او زه ! ځکه ما له هغې ورځې چې په دې هیواد کې پښه ایښي . وړه تیروتنه هم نه ده کړې . ښځه مې وترهیده . خو زړه مې باینلود او په ورو ورروان شوم . ښځه مې بیا لکه له کومې لوې تیروتنې مې چې راګرځوي . له لاسه راونیوم :

ـ  ته مه ورځه بیا دروازه درنه پرانستل کیږي. زه ېې په چل دستي رخصتوم . ښځه مې ورغله :

په خندا له دروازې بیرته راستنه شوه ، په شونډو ېې خندا خپره وه:

ـ پولیس له هر چا ډیر خطرناک دي، د ورځې د سلګونو کسانو سره لاس او ګریوان دی . ښه وو بیرته تللی وو.

خو ما د هغې د خوشالۍ په احساس کې ځان شریک نه کړ:

ـ سودا ېې راواچوله. ولې په ما پسې راغللل ؟

سبا لس بجې بیا د دروازې د پوست له سوري یو وړوکی پا کټ راوغورځید . پاکټ مې راپورته نه کړ. ورټیټ شوم. د پا کټ په سر مې خپل نوم او د رالیږونکی ادارې ادرس ولید . ادرس زموږ د سیمې نږدې پولیس ستیشن وو. په لوړ غږ مې له ځا نه سره وویل :

ـ لکه چې دا د سپي زامن مې نه پریږدي اخر څه خبره ده؟

ښځې مې له ورایه را نارې کړې:

څوک ؟

ـ پولیس ، لیک ېې رالیږلی دی.

ښځې مې هر څه بابیزه وګڼل او په زړورتیا یی وویل:

ـ وایی چې غل نه یی له پاچا مه بیریږه .

دوه ورځې وروسته مې د میرمن په اجازه پاکټ پرانیست:

ـ ښاغلیه

وبخښئ چې تیره ورځ مو تاسو ته مزاحمت وکړ. موږ په تیروتنه ستاسو د کور دروازه وډبوله .

په هغې ورځ ستاسې په ګاونډ کې ستاسو ګاونډي خپله میرمن وژلې وه.

او زه پرته له دې چې دا زړه بوږنونکی خبر له میرمن سره شریک کړم په منډه تشناب ته د لاسونو مینځلو ته لاړم.

د شپې لس نیمې بجې

لندن ـ انګلستان

د ۲۰۲۰میلادي کال د اپریل ۲۵

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply