طالبان د ټولنیزو حیثیت په لټه کې دي

نوید احمد څرک

0 498

طالبانو په ټوله کې ټولنیز حیثیت له لاسه ورکړی، که تاسو ټولنیزې رسنۍ تعقیب کړي وي، طالب پکې داسې سپک کیږي چې حمیدګل او کرنل امام به دومره نه وي سپک شوي.

دا د خلکو حق دی چې طالب سپک کړي او هر ډول جنایت او وحشت یې نقد کړي، ځکه د طالب له لاسه هره کورنۍ قرباني ده او هر چا د طالب له لاسه درد لیدلی دی.

تاسو به د طالبانو یوه اعلامیه لوستې وي چې شپږ میاشتې وړاندې یې ورکړله او دا یې پکې په ډاګه وویل چې دوی په اتلس کلنه جګړه کې چې څومره کسان وژلي، جاسوسان او مزدوران و چې وژل یې روا و.

نو طالب له یوې خوا خلک د پردۍ جګړې قرباني کړل، بیا یې پرې افتخار وکړ او اوس یې د مزدور په نوم یادوي، نو طالب باید په ټولنه کې سپک او بې ابه شي.

دا چې طالبانو ته اوس ټولنه او خواله رسنیو کې ځای نه دی پاتې او ټول اعمال یې خلکو ته مالوم دي، هڅه کوي چې خواله رسنیو کې په مستعارو نومونو باندې خپل حیثیت بیرته راخپل کړي.

دوی په یو او بل نوم باندې کله حکومت باندې نقد کوي، کله اسلام د سپر په توګه کاروي او کله خپلو جګړو ته توجیې لټوي.

د طالبانو د ډلې په خواله رسنیو کې زیات تمرکز پر دې دی چې ګنې دوی اتلس کاله د اشغال پروړاندې جګړه وکړه او بالاخره یې اشغالګرو ته ماتې ورکړه، خو طالب ته دې وویل شي، چې نه یې اشغالګرو ته ماتې ورکړې او نه یې حکومتي ځواکونو ته، سوله د خلکو غوښتنه ده او د طالب له جنایتونو نور خلک په تنګ راغلي دي.

بهرني ځواکونه په ځانګړي ډول امریکا سره پخوا افغان حکومت هوکړه درلودله ، طالبانو مزدور یادو، خو اوس چې طالبانو ورسره هوکړه لري، طالبان ځانونو ته غازیانو خطاب کوي.

افغان حکومت هم امریکا سره د دوه اړخیزو همکاریو هوکړې درلودلې، خو طالبانو د حکومت پرضد جګړه کوله، اوس چې طالبان ورسره دوه اړخیزه هوکړه لري، خپلو پلویانو ته وایي چې اشغالګر یې مات کړل.

طالبانو هغه وخت دا خبره سمه وه چې بهرني ځواکونه پرته له کومې هوکړې له افغانستان وتلی وی، دا چې بهرني ځواکونو ته طالبانو ډير تضمینونه او ژمنې ورکړي، نو امریکا ولې جګړې ته دوام ورکړي، امریکا او د نړۍ نور هېوادونه له ترهګرۍ ډار لري او کله چې ترهګرو مشر ملګری طالب د دې تضمین ورکوي چې افغانستان څخه به امریکا ته ډار نه وي، نو امریکا څه کوي چې افغانستان کې پاتې کیږي.

که افغان حکومت له امریکا او نورو هېوادونو سره هوکړې درلودلې لامل یې دا و چې له ترهګرۍ ویره وه، ترهګر یواځې افغانستان نه بلکې ټولې نړۍ ته ګواښ دی او د ترهګرو اصلي سرچینه طالب دی.

کله چې طالبان د ترهګرۍ تضمین ورکوي، نو بیا حکومت هم ډاډ ترلاسه کوي، د نړۍ هېڅ هېواد مرستو ته اړتیا نه لري.

نو که طالب هر څومره هڅه وکړي چې خپل ټولنیز حیثیت راخپل کړي او خلک تیر باسي، هیڅکله به و نه توانیږي، ځکه د طالب هر جنایت د خلکو په یاد دی او هیڅ جنایت یې د هیرولو نه دی، که طالب هر څومره په مستعارو پاڼو باندې خپلو جنایتونو ته توجیهات ولټوي، خلکو ته مالوم دی او خلک به هیڅکله د طالبانو جنایتونه ورته و نه بښي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply