طالبانو خپل مطبوعاتي منتقدین په مرګ ګواښلي

0 595

طالبانو هغو ښار مېشتو شنونکو او پخوانيو چارواکو ته اخطارونه ورکړي چې د سولې پروسه کې د طالبانو او پاکستان په اړيکو انتقاد کوي.

د ټولنيزو شبکو نفوذي فعالان، ملا امامان او سياسي تحليلګران په جعلي اکاونټونو، ټليفونونو او شب نامو د ګواښل شويو کسانو په سر کې ځای لري.

د وروستيو پېښو تحليلونه همدا دي چې په کابل، تخار، پروان، خوست او هلمند کې نښه شوي ملا امامان، مدني فعالان او سياستمداران د نظام د بقا او ملاتړ په تور وژل شوي دي.

له امريکا سره د طالبانو د هوکړې تر لاسليک او د جګړې تر زور اخيستو وروسته په رسنيو کې دا تحليلونه زيات شوي چې پاکستان پر افغان سوله او طالب له امريکا امتيازات ترلاسه کوي او تر هغو چې راضي شوی نه وي طالب به د افغان وژنې جګړه ونه دروي.

دغه راز مخامخ له طالبانو د پاکستان ملاتړ او کابل ته د پاکستاني پلاويو سفر او پر سولې د امتيازاتو غوښتل تازه هغه اندېښنې دي چې د سولې پر سر د پاکستان او طالبانو د نوې يارانۍ ثبوتونه وړاندې کوي.

د تاريخي استنباط له مخې د ټولنيزو شبکو نفوذي فعالانو، شنونکو او ملا امامانو د سولې پر روانې مبهمې معاملې انتقادونه زيات کړي دي او د يوې دغسې مبهمې سولې پر ځای يې د نظام د بقا ملاتړ کړی دی.

دوی پخپلو تحلیلونو او تقريرونو کې روانه مبهمه سوله د افغانستان د اردو‌، بنسټونو او چوکاټ د له منځه وړو لپاره د پاکستان برنامه بللې او له منبرونو څخه تر دې وضاحت وروسته طالبانو مخامخ وژنې پيل کړې دي. وروستۍ بېلګې يې د يوې ساختګي اخطاريه ويډيو جوړول، د ملي امنيت د پخواني رئيس رحمت الله نبیل څرګندونې او په کابل، تخار او پروان کې د ديني عالمانو شهيدانول دي.

طالبانو تر دې تقابل وروسته يادو ټولو اقشارو ته جدي اخطارونه ورکړي او اوس دغو کسانو له حکومت د خپل امنيت د نيولو غوښتنه کړې ده.

د سرور کائنات جامع جومات ملا امام مولوي سبحان الله محمدي په ټليفوني تماس کې حکومت تورن کړ چې د دوی د امنيت لپاره يې کافي اقدامات نه دي کړي: «موږ خلکو ته دين بيانوو او د اسلام په رڼا کې مو له خپل دين او وطن دفاع کړې، د حکومت د نه پاملرنې له وجې مو لوی او مشهور ديني عالمان شهيدان شول

کابل کې پر دوو دیني علماوو چې د نظام کلک ملاتړي وو، اوس ویل کېږي چې د طالبانو لخوا وژل شوي دي.

باور دا دی چې طالبان نور د جګړې د مشروعیت لپاره توجیه نه لري، ځکه اوس داسې کسان په نښه کوي چې د دوی جګړه په قلم ننګوي.

په جعلي اکاونټونو، شب نامو او ناڅرګندو ټليفوني تماسونو مقابل لوري ته همدا ويل کېږي چې ولې د سولې پروسه کې د طالب او پاکستان د اړيکو د وضاحت په اړه تحليلونه کوي: «زه خپل نوم د امنيتي ستونزو له وجې نشم ښودلی. زه په جعلي نومونو او اکاونټونو ګواښل کېږم او راپسې پروپاګند کېږي. يوازې په دې تور چې د سولې په روانې مبهمې پروسې او پاکستان سره د طالب د يارانې په اړه مې حقيقتونه ويلي دي

دوی په امنيتي او استخباراتي بنسټونو هم انتقاد کوي چې امنيت ته يې پام نه کوي او په لويو ښارونو کې د پاکستان د خواخوږو طالبانو له لوري د نښه کولو لړۍ پيل شوې ده.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply