امنیت شورا: طالبان د سولې مخالف دي، قصدآ روغتیايي مراکز په نښه کوي

0 531

 د افغانستان امنیت شورا د یوناما له لوري خپور شوي وروستي راپور ته په غبرګون کې ویلي، د طالبانو لخوا له روغتونونو او کلینیکونو جنګي ګټه اخستنه او له همدې ځایونه پر دولتي ځواکونو بریدونه ددې باعث شوي، چې روغتیايي مراکزو او کارکوونکو ته یې زیان ورسېږي.

 امنیت شورا خبرپاڼه کې راغلي، دا ټولو ته معلومه ده، چې افغان روغتیا پالان په خورا سختو شرایطو کې د انسان ژغورنې ډېره حساسه او مقدسه وظیفه مخته وړي. ددې برخې کارکوونکي د تقدیر وړ دي، باید له هر ډول بریدونو خوندي وي او پر وړاندې یې هر ډول تېری وغندل شي.

خبرپاڼه کاږي، وسلوالو طالبانو د اوربند لپاره د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت او د ملګرو ملتونو د عمومي منشي غوښتنې هم رد کړې او دا ددې باعث شوې، چې د کرونا په ډول د عاجلو حالاتو پر مهال هم ډېرو اړمنو خلکو ته خورا ضروري روغتیايي خدمات ونه رسېږي.

د خبرپاڼې پر اساس، د افغانانو او مسلمانانو خلاف د طالبانو روان تاوتریخوالی د افغانستان د ټولو خلکو ژوند او په هیواد کې شته فرصتونه او خدمات له خنډ او ځنډ سره مخ کړي دي. طالبانو نه یوازې چې د جنګ او تاوتریخوالي د پای ته رسېدو لپاره د افغانانو او نړیوالې ټولنې غوښتنو ته اعتنا نه ده کړې، بلکې په قصدي ډول یې د روغتیايي او نورو عامه خدماتو وړاندې کوونکي نهادونه او کارکوونکي یې هدف ګرځولي دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply