د الظواهری مبهم سرنوشت

سید عبدالله پاچا

0 499

وروسته له هغې چې د القاعده ډلې مشر اسامه بن لادن د پاکستان په ایبټ اباد کې د امریکایي ځانګړو ځواکونو له لوري ووژل شو، د القاعده ډلې مشري یمن الظواهري ته وسپارل شوه.

د پاکستان ای ایس ای له امریکايي ځانګړو ځواکونو څخه د دې عملیاتو او مالوماتو په بدل کې میلیونونه ډالر ترلاسه کړل او اسامه یې پرې سره له ملګرو وواژه.

پاکستان هسې هم نړۍ کې مالوم هېواد دی چې هم ترهګر روزي او هم ترهګر پر خلکو خرڅوي.

کله چې یمن الظواهري د القاعده ډلې مشري پرغاړه واخیسته، رسما یې یو ویډیو پيغام کې خپلې ډلې ته د بیعت کولو اعلان وکړ او نړۍ کې یې د دې ډلې مشري واخیسته.

الظواهري به د القاعده ډلې د هرې موضوع او هرې پېښې پروړاندې غبرګون کې ویډیو پیغام ثبتو او بیا به یې رسنیو ته په لاس کې ورکو.

خو له تیرو څو کلونو راهیسې د القاعده ډلې دا مشر هم نادرکه دی او داسې راپورونه شته چې هغه وژل شوی، خو د القاعده ډلې یې مرګ پټ ساتلی دی.

یو لامل دا کیدلی شي چې د دې ډلې لپاره بل مشر ټاکنه باندې ممکن جنجالونه او غبرګونونه راپورته شي او د دې ډلې د پاشل کیدو او له منځه تللو سبب شي.

بل لامل دا کیدلی شي چې القاعده ډلې جنګیالي نه غواړي چې د خپل مشر د مرګ په اعلان سره د جنګیالیو روحیه کمزورې کړي.

که ستاسو په یاد وي، طالبانو هم د خپل مشر ملا عمر مرګ پټ ساتلی و چې بیا یې یو کال وروسته اعلان کړ، طالب وسله والو د خیالي امارت او مشر تر نوم لاندې فعالیت کو.

طالبانو د دې لپاره د ملا عمر مرګ پټ ساتلی و چې هغه د کراچۍ ښار یو روغتون کې مړ شوی و او ډير راپورونه داسې و چې هغه د زهرو پیچکارۍ په واسطه مړ شوی و، همدا لامل و چې د هغه مړ پټ ساتل شوی چې نباید جنګیالي یې پوه شي چې هغه پاکستان کې وژل شوی دی.

د القاعده ډلې مشر همداسې قضیه ده، هغه وژل شوی، خو دا ډله یې ځکه پت ساتي چې د دې ډلې لپاره په زیات تاوان تمامیدلی شي.

تاسو به خبر یاست چې د یمن لپاره د القاعده مشر قاسم الریمي ووژل شو، د الظواهري د خواشیني او غچ پيغام خپور نه شو.

همداسې د شام لپاره د القاعده مشر قاسم الاردني، د مغرب لپاره د القاعده مشر ابو مصعب عبدالودود، یمن کې د القاعده ډله د جاسوسانو په ډله بدله شوه، خو د القاعده ډلې د دې مشر هیڅ پیغام او د غچ اخیستو غږ و نه ووت.

په داسې حال کې چې تر دې وړاندې به یې هرکله ویډیو پيغام خپرو، خو داسې ښکاري چې القاعده ډلې بل مشر هم له لاسه ورکړی او دا ډله په نړۍ کې د ورکیدو په حال کې ده.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply