ولسمشر غني د چارو ادارې ته: یوه اونۍ کې د کرونا د غلا شویو پیسو ارزونه وکړئ

0 573

د حکومت له لوري په هېواد کې د وروستي وضعیت په اړه په یوې خپرې شوې اعلامیه کې ویل شوي، چې حکومت به کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې له منابعو څخه ناسم استفاده کوونکو سره جدي چلند وکړي.

ولسمشر، د چارو ادارې عمومي ریاست په ګډون مسوولو بنسټونو ته امر کړی چې په یوه اونۍ کې د کرونا د پیسو ضایع کېدو په اړه خپله ارزونه وکړي او راپور یې ولسمشرۍ ماڼۍ سره شریک کړي.

په دې اعلامیه کې ویل شوي دي: «موږ د کرونا ویروس د خپرېدو له وجې د فلاکت په مرحله کې یوو او دا له هغې سره په مبارزه کې تر ټولو سخته مرحله ده او په ډېرې خواشینۍ چې په دې مرحله کې هم د دولتي چارواکو په ګډون زموږ یو شمېر هیوادوال د دې ناروغۍ له امله وفات شول. هیوادوالو ته زما پیغام دا دی چې روغتیایي لارښوونې عملي کړي او حکومت هم پخپل وار له دې پدیدې سره د اغېزناکې مبارزې لپاره له خپلو شته ټولو امکاناتو څخه استفاده کوي.»

دغه راز په دې اعلامیه کې ویل شوي دي چې حکومت د افغان ځواکونو او ملکیانو پر وړاندې د طالبانو له لوري وروستي تروریستي بریدونه او د تاوتریخوالي دوام غندي او سولې ته د ژمنتیا روحیې خلاف یې بولي او تمه لري چې دغه تروریستي بریدونه ژر پای ته ورسېږي.

ولسمشر غني نن د کابینې په غونډه کې ویلي، له طالبانو څخه د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د بندیانو خلاصون، د طالب بندیانو د تبادلې لپاره د پرمختګ عمده شرایطو څخه دی.  

ولسمشر غني، د ټولیزو رسنیو قانون کې د تعدیل په اړه ویلي، دولت تل د بیان ازادۍ، د هغه پیاوړي کولو او د رسنیو ازادو فعالیتونو ملاتړ ته ژمن دی او له نیکه مرغه زموږ په هیواد کې هېڅوک د بیان ازادۍ څخه د سرغړونې په جرم بندي نه دی.

ولسمشر پارلماني چارو کې د دولت وزارت ته لارښوونه کړې چې د ټولیزو رسنیو قانون کې د تعدیل وړاندیز شوې طرحه بېرته له پارلمان څخه راوګرځوي، ترڅو یاده طرحه د ولسمشر د دویم مرستیال تر نظر لاندې د هیواد د رسنیو ټولنې سره په مشوره لا ډېره دقیقه شي.

همداراز ولسمشر غني افغانستان سره د پیسو نړیوال صندوق د مرستو په اړه ویلي، د افغانستان لپاره د دې بنسټ مرستې د پروژو د لګښت لپاره نه دي، بلکې د افغانستان د بودجې د ثبات لپاره دي. دغه مقدار پیسې احتیاطي دي او هغه مهال چې د افغانستان دولت مالي ستونزو سره مخ کېږي، دغه مرستې به په احتیاطي پیسو کې موجودې وي.

ولسمشر ټینګار کړی چې اوسمهال د افغانستان حکومت په بدو عایداتي شرایطو کې نه دی او د هیواد د عوایدو مدیریت په منظم ډول روان دی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply