هو؛کلونه پخوا د همدې منفي او تخریب کاره عامه ذهنیت له امله موږ ښوونځيو ته اولادونه نه لېږل او ویل مو چې دا د کفارو دسیسه ده موږ له دین اړوي.کلونه مخکې موږ سړکونه، شفاخانې او برقونه ته جوړېدو اجازه نه ورکوله چې دا د کفارو پروژې دي.کلونه مخکې موږ د انکرېز ملا بغدادي پیر په خوله غازي امان الله خان په خلاف پورته شوو او له هیواد څخه وتلو ته مو اړ کړ.
د همدې مخرب او پردیپاله عامه ذهنیت له امله موږ د شوریانو لپاره د انګریزانو سره وجنګېدو، د امریکایانو لپاره د شوریانو سره وجنګېدو او اوس بیا له امرېکا څخه د شورویانو د ماتېدو غچ اخلو.
د همدې جاهل او ناسم عامه ذهنیت له امله موږ د ګوزڼ واکسین د کفارو پروژه ګڼو.
د همدې بد ګمانه عامه ذهنیت له امله دلته هر فرد د بل فرد په نیت شکمن دی او هر شخص بل شخص د ځان دښمن ګڼي.
اوس چې د کرونا پیدا کېدل، شتون او پرمختګ زموږ فکرونه ناسم ثابت کړل.
په کلیو او ولسوالیو کې د ښوونځيو جوړول په سوالونو او مظاهرو غواړو.
خپل اولادونه د تعلیم لپاره خارجي هیوادونو ته لېږو.
سړکونه، شفاخانې او برقونه د ژوند لومړیتوب ګڼو.
نو؛ پدې باید پوه شو چې ګناه او خطا زموږ په فکرونو او ذهنونو کې ده نه په نوره نړۍ کې!
چې دا خبره مو ومنله نو د خدای لپاره تغیر او بدلون ته ځانونه چمتو کړئ. هغه څه چې له نړۍ سره مو سیالان کوي او سبا یې منئ ولې یې نن نه منئ؟
بناء، ماته اوس د کرونا د مخنیوي واکسین جوړول اړتیا او لومړیتوب نه ښکاري ځکه چې ټول افغانان نه وژني یواځې سل، زر او لس زره کسان به رانه وژني خو دا وایروس چې زموږ عامه ذهنیت یې له څو لسیزوکورن تر ولکې لاندی راوستی دی، هر څه رانه اخلي او په توله مانا مو نېست او نابود کوي.
عامه ذهنیت جوړول په کورونو، ښوونځيو، پوهنتونونو، حجرو، پیتاويو او ښارونو کې د تمرکز نکته وګرځوئ!
لیکنه زما د یوه پخواني غزل پدې بیت پای ته رسوم:که باران نه کېږي د اوښکو پرې ورښت په کار دی
ذهنونه وچ دي پدې ځمکه باندې کښت په کار دید نېکمرغه افغانستان په هیله.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320