ماینونه که نظامیان ووژني د طالبانو دي، خو که ملکیان ووژني نه یې مني

سید عبدالله پاچا

0 638

د طالبانو د جګړې ټول تمرکز د سړک غاړې او عامه لارو کې د ماین په ايښودلو دی او په همدې ناوړه تکتیک کې نسبي بریالي هم دي، خو د دې تکتیک اکثره قربانیان یې ملکي وګړي دي.

طالبانو د شنبې په ورځ یوه اعلامیه کې اعتراف کړی چې کلونه یې جګړه یې خودساخته ماینونو باندې کړې او په دې ماینونو کې یې مقابل لوري ته زیان اړولی دی.

خو طالب چې د ماین هیڅ ټکنالوجي نه لري او نه پرې پوهیږي، خودساخته ماینونه یې هرکله بې وخته او بې هدفه چاودنې کوي.

تازه خبر دا دی چې د هلمند واشېر ولسوالۍ کې د طالبانو ماین د ملکي وګړو ټونس موټر باندې چاودنه کړې چې د یوې کورنۍ ۸ غړي پکې وژل شوي چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي.

واشېر د هلمند هغه ولسوالي ده چې زیات پکې طالبان او د مخدره توکو قاچاقبران چې د طالبانو ملاتړ له ځان سره لري، فعالیت کوي.

هغه سیمه چې ماین چاودنه پکې شوې، نږدې سیمه کې پوسته نشته او د ماین چاودنې له سیمې عکس کې ښکاري چې څو طالبان همغه سیمې ته نږدې و او دا ښيي چې ماین همدوی ځای په ځای کړی و.

دا به د طالب د جنایت نه وروستۍ او نه لومړۍ پېښه وي، طالبانو ماینونو داسې زرګونه کورنۍ په مکمل ډول له منځه وړي او د خپلې جګړې قرباني کړي یې دي.

له هغې ورځې وروسته چې د امریکا او طالبانو ترمنځ قطر کې هوکړه لاسلیک شوې، طالبانو مخامخ جګړه باندې تمرکز کم کړی او د خپل فعالیت سیمه کې یې ماینونه ځای په ځای کړي دي.

نږدې هره ورځ دوه درې داسې پېښې وي چې د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمه کې پر ملکي وګړو د ماین چاودنه کیږي.

که دې ماینونو کې افغان ځواکونو ته مرګ ژوبله واوړي، بیا یې طالبان په ډير افتخار مسوولیت مني، خو که د طالب د خودساخته بوشکه يي ماینونو قربانیان ملکیان شول، بیا ترې یا ځان منکر کوي او یا یې افغان ځواکونو باندې مسوولیت اچوي.

افغان ځواکونه د افغانانو د ناموس، مال او ځان ساتونکی او د دې خاورې مدافعین دي، هره ورځ د دې خاورې او د دې وطن د اولادونو لپاره قرباني ورکوي، د طالب د چټلې جګړې لپاره سپر ولاړ دي.

طالبان که هر څومره مسوولیت پر مقابل لوري واچوي، د سیمې خلکو ته ور مالومیږي چې همدا طالب دی چې د دوی په سیمه کې ماین ځای په ځای کوي، دا کار طالب پټ نه کوي، بلکې ښکاره یې کوي او د سیمې خلک په دې ګواښي چې که د ماین په اړه یې چاته مالومات ورکړل، بیا یې په مرګ نه ایساریږي.

که طالب هر څو د خپل ماین او جنایت څخه منکر شي، اوس ټول افغانان د طالب په دې ناوړه جګړې باندې خبر دي چې واک ته د رسیدو لپاره ان وطن ورانوي او افغانان وژني خو چې د دوی بادار خوشحاله وي.

طالب چې د دې وطن په اولادونو رحم نه کوي، نو عامه ځایونو باندې به څه رحم وکړي، د طالب هر ماین یا پولچک الوزوي، یا سړک ورانوي او یا نور عامه ځایونو ته زیان رسوي، خو دا چ طالب ته د ماین ایښودو جګړه اسانه او ارزانه ده، د خلکو د قربانیو کیسه کې نه دی او دې جنایتونو ته یې دوام ورکړی دی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply