ټرمپ د طالبانو او روسیې په ملګرتیا خبر شو

0 660

سپینه ماڼۍ وایي، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په افغانستان کې د روسیې له اقداماتو خبر شوی دی. تر دې وړاندې ټرمپ ویلي و، چې له طالبانو سره د روسیې په مالي ملاتړ خبر نه دی او نه کوم داسې شواهد او اسناد ورته رسېدلي دي.

فرانسي خبري اژانس د سپینې ماڼۍ د یوې ویاندې کایلي مک ‌اناني له قوله ویلي، ټرمپ اوس د نیویارک ټایمز د هغې ادعا په اړه خبر شوی دی چې ویلي یې وو، روسیه په افغانستان کې د امریکایي سرتېرو د وژلو لپاره طالبانو ته پیسې او امکانات ورکوي.

نوموړې زیاته کړې، ټرمپ له څېړنو او ارزونو وروسته په دې اړه اطلاع ترلاسه کړې ده خو په وینا یې تر اوسه نشي ویلی چې دا معلومات څومره باوري دي. که څه هم وړاندې تر دې سپینې ماڼۍ ویلي وو چې ټرمپ سره له دې چې ورځني راپورونه په دقیق ډول ګوري د یادې ادعا په اړه خبر نه لري.

تر دې وړاندې ګڼ داسې راپورونه خپاره شول چې روسیه په افغانستان کې له طالبانو سره مالي مرسته کوي، ترڅو بهرني ځواکونه په نښه کړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply