ولسمشر غني ته څو وړاندیزونه

تمهید سیلاني

0 568
لومړی: د دې لۀ پاره چې ټول افغانان خپل ملي زعیم او د اوسني افغانستان بنسټ اېښودونکی احمدشاه بابا ښۀ وپېژني او ګاونډیو هېوادونو ته مو پر خپل تاریخي ویاړونو باور، مینه او درناوی پۀ ډاګه کړی وي، نو د هېواد پۀ بانک نوټونو یا پیسو باندې دې د احمدشاه بابا انځور ولګول شي.
 د نړۍ پۀ ډېرو هېوادونو کې  ولسونو د خپل ملي زعیم انځورونه پۀ خپلو پیسو کې ځای پر ځای کړي دي. پاکستان علي جناح ته د درناوي پۀ موخه دا کار ترسره کړی دی. امریکایانو د جورج واشنګتن عکسونه لګولي، ایران هم همداسې در واخله….
افغانان هم ملي مشر لري چې ټول یې بابا بولي. موږ ته هم پکاره ده چې دا کار ترسره کړو او پۀ خپلو پیسو کې د خپل ملي زعیم انځورونه ولګو. پۀ دې کار سره به هېڅ پردي پاله اشخاص د هېواد تاریخ او نومیالیو  ته د سپکاوي جرأت و نۀ کړي.
دویم: د هېواد د نومیالیو څېرو او اتلانو د لاښې پېژندنې او درناوي پۀ موخه دې، د هېواد پۀ تعلمي نصاب کې د (( نومیالي دي چې یادیږي)) یو مضمون ځای پر ځای شي.
دا مضمون دې د هېواد د نومیالیو ملي څېرو پېژندنې، افکارو، کارنامو، راتلونکو پلانونو او لاسته راوړنو ته ځانګړې شي.
پۀ دې کار سره به د هېواد نوی نسل خپل ملي مشران ښۀ و پېژني او د دښمن لۀ شومو اهداف څخه به پۀ امان کې وي.
د نړۍ پۀ نورو هېوادونو کې د خپلو ملي اتلانو د یاد او ښې پېژندنې پۀ موخه خپل راتلونکي کهول ته ځانګړي کتابونه لیکلي…
دريېم: د هېواد ملي، تاریخي، فرهنګي او ادبي څېرو د شخصیت او دهغوی پۀ نوم د نومول شویو ځایونو د ښۀ خوندیتوب پۀ موخه دې یو ځانګړې کمېټه د لویې څارنوالۍ،  اطلاعات و فرهنګ، ښاروالۍ، کورنیو چارو وزارت او علومو اکادمۍ لۀ غړو څخه جوړه شي. دا کمېټه دې د نومیالیو پۀ نوم د نومول شویو ځایونو، مقبرو، پاتې شویو سیمو او د نویو نومول کېدونکو ځایونو د نومې چارې، ساتنه او پالنه وکړي.
یاده کمېټه دې هېچاته دا اجازه نۀ ورکوي تر څو دملي څېرو سپکاوی وکړي، د نومول شویو ځایونو د بدلون هڅې وکړي او د افغانانو تر منځ خپلمنځي، ژبني او مذهبي اختلافاتو ته لمن ووهي. دا ډول کمېټې او اورګانونه پۀ نورو هېوادونو کې هم شته، ښۀ بېلګه یې زموږ ګاونډی هېواد ایران دی…
څلورم: د افغانستان پۀ اساسي قانون او قضایي ارګانونو کې دې د هېواد تاریخ، فرهنګ، ژبې او نومیالیو څېرو  ته د خیانت او سپکاوي پۀ موخه ځانګړې  درنه سزا او قوانین و ټاکل شي، تر څو څوک د هېواد تاریخ، فرهنګ او وکړو ته د سپکاوي او خیانت هڅه ونه کړي.
زموږ پۀ ګاونډیو هېوادونو کې هېواد ته د خیانت سزا اعدام دی، نو ښه وبه وي چې موږ هم دا چاره ترسره کړو.
موږ دا وړاندیزونه دیوې منظمې طرحې پۀ توګه ترتیبوو او پۀ نږدې راتلونکو کې یې د هېواد پارلمان، د ملي امنیت شورا او ولسمشرۍ ماڼۍ ته سپارو…
درنښت! سیلانی

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply