د نشه يي توکو په کښت او قاچاق کې د طالبانو لاس

سید عبدالله پاچا

0 586

افغان حکومت تل ویلي چې طالبانو جګړه د نشه‌يي توکو یوه لویه برخه ده، دا جګړه د نشه‌يي توکو د کښت او قاچاق لپاره کیږي او له همدې درکه د طالبانو مشران زیاتې پيسې لاس ته راوړي.

تاسو وګورئ، هغه سیمې چې د طالبانو تر کنټرول لاندې دي، ټولو کې د کوکنارو کښت کیږي، او هغه لارې چې د نشه‌يي توکو قاچاق پرې کیږي، ټولې د طالبانو له لوري ناامنه شوي او بریدونه پرې کوي.

طالبان هم څه هم د نړیوالې نوم بدۍ له خاطره د نشه‌يي توکو له قاچاق او کښت منکر دي، خو دا واضح ده چې طالبان د نشه‌يي توکو پراخ ملاتړي او زمینه ساز دي او همدا یې کاروبار دی.

طالبان هیڅکله نه غواړي د نشه‌يي توکو کار یې خراب شي، له همدې کبله هرکله د سولې د خبرو پروړاندې خنډونه جوړوي، که سوله وشي هم د نشه‌يي توکو طالب قومندانان د سولې له پروسې سره نه یو ځای کیږي.

جالبه دا چې طالبان له یوې خوا د نشه‌يي توکو له قاچاق او کاروبار منکر کیږي او له بلې خوا له امریکا او افغان حکومت غوښتنه لري چې د نشه‌يي توکو قاچاقبران چې اوس مهال په زندانونو کې دي، راخوشې کړي.

تازه د طالبانو د سیاسي ډلې مشر ملا عبدالغني برادر د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر مایک پمپیو سره ویډیو کال کې غوښتنه کړې چې د بشیر نورزی دې ورته خوشې کړي.

بشیر نورزی د افغانستان په سویل او نړۍ کې د نشه‌يي توکو ستر قاچاقبر دی چې امریکا کې د نشه‌يي توکو د قاچاق په تړاو نیول شوی او زندان کې دی.

بشیر نورزی لاس په لاس د نشه‌يي توکو په قاچاق او کاروبار نیول شوی او د امریکا له قانون سره سم زنداني دی.

خو دا چې طالبانو له امریکا سره نوې ملګرتیا پيل کړې او ستراتيژیک تړونونه یې ورسره کړي، اوس له دې فرصت په ګټې اخیستو باندې هڅه کوي چې د نشه‌يي توکو دا ستر قاچاقبر چې طالبانو ته به یې جګړې زیات امکانات برابرول، راخوشې کړي.

دا یواځې بشیر نورزی نه دی چې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر یې د راخوشې کیدو غوښتنه کړې، د افغان دولت په زندانونو کې داسې په سلګونه د نشه‌يي توکو قاچاقبران شته چې طالبانو یې نومونه لست کې شامل کړي چې افغان دولت یې د هوکړې له مخې راخوشې کړي.

دا کسان جګړه کې نه دي نیول شوي، بلکې د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو کې په لوی فابریکو کې نیول شوي، فابریکې یې له منځه تللي او دوی نیول شوي دي.

ځینې یې پر لویو لارو او ځینې نور هوایي ډګرونو کې له نشه‌يي توکو سره نیول شوي دي، له قانون سره سمه سزا ورته اورول شوې، خو طالبان په ډيرې سپين سترګۍ سره د هغوی د راخوشې کیدو غوښتنه لري.

د طالب د جګړې ابعاد ورو ورو واضح کیږي، که څه هم افغان حکومت او کشفي ارګانونو په کراتو ـ کراتو له دې موضوع پرده پورته کړې، خو ډيرو به نه منله، خو اوس چې طالبانو خپله د نشه‌يي توکو د قاچاقبرانو ملاتړ وکړ او د هغه د راخوشې کیدو غوښتنه یې وکړه، په ډاګه شوه، چې دا جګړه د نشه‌يي توکو او پيسو پیدا کولو جګړه ده چې هیڅ دیني اړخ نه لري.

طالبان خپلې جګړې ته ځکه دیني اړخ ورکوي، چې افغانان په دین میین دي او طالبان په اسانۍ سره کولی شي، خلک جګړې ته استخدام کړي، نور خو مالومه شوه چې طالب قومندانان له جګړې امکانات ترلاسه کوي او له هېواد بهر یې پرې زیاته پانګونه کړې ده.

نو ویلی شو، ټول طالب قومندانان قاچاقبر او د جګړې سوداګر دي او ټول قاچاقبر او د جګړې سوداګر طالبان دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply