له افغانستان څخه د ځواکونو اېستو په اړه د ټرمپ صلاحيتونه محدود شول

0 589

د امريکا سنا له افغانستانه څخه د امريکايي ځواکونو د اېستلو په اړه د ټرمپ صلاحيتونه محدود کړل او په افغانستان کې د ترهګرۍ د ګواښونو موجوديت له امله يې په بشپړه توګه د ځواکونو اېستل تر وخت وړاندې وبلل.

د سنا د وسله والو خدمتدمتونو کمېټې تېره ورځ دې موضوع ته رايه ورکړه او د ټرمپ پر وړاندې يې له افغانستان څخه په يو ځلي ډول د عسکرو د ایستلو په موضوع کې خنډونه ايجاد کړل. دوی دليل راوړی چې هېڅ تضمين نشته چې طالبان دې پر امريکا بريدونه نه کوي، نو له همدې امله بايد په يو ځايي ډول له افغانستان څخه ځواکونه ونه اېستل شي.

دوی ويلي، له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو تر اېستو وړاندې ګڼو تضمينونو ته اړتیا ده.

دوی ويلي، په افغانستان کې د ځواکونو پاتې کېدل بايد د سياسي ټايم لاین يا مهالوېش پر اساس نه، بلکې د شرايطو هر اساس وي: «دا ډېره مهمه ده او موږ فکر کوو چې لومړيتوب بايد د شمېر پر اساس وي

امريکايي ځواکونه وايي، دوی د خپلو ځواکونو شمېر ۸۶۰۰ ته کم کړی او د هوکړې پر اساس به د جولای تر وروستيو پورې دغه شمېر نيمايي ته راکمېږي. خو نظامي چارواکي ټينګار کوي، چې د ځواکونو هر ډول کموالی بايد شرايطو ته په کتو وي او ټرمپ ته به اجازه ور نه کړل شي چې په چټکۍ ځواکونه وباسي.

دغه پرېکړه داسې مهال کېږي چې د امريکايي استخباراتي معلوماتو پر اساس، روسيه طالبانو ته مالي مرستې برابروي، ترڅو په افغانستان کې امريکايي او نور بهرني ځواکونه په نښه کړي او له همدې وجې هم ټينګار پر دې دی چې امريکا بايد ډګر د سيمې بلې استخباراتي لوبې ته پرېنږدي

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply