د افغان وژنې دوام

نوید احمد څرک

0 580

تېرو کلونو کې به چې هر ځای کوچنۍ پېښه هم وشوه طالبانو به یې په ډير ویاړ مسوولیت منه، ان کله کله داسې هم شوي چې طالبانو ښار کې یو کس ترور کړی، د جاسوس نوم یې پرې ایښي او مسوولیت یې ورته منلی دی.

د طالبانو ټویټر به هر څو دقیقو کې په دې اپډیټ و چې فلانۍ سیمه کې یې چاودنه کړې، فلانۍ سیمه کې یې جګړه کړې، فلانې سیمه کې یې هدفي وژني او فلانۍ سیمه کې یې ځانمرګی برید کړی دی.

دا د څو میاشتو مخکې خبره ده، هغه مهال چې د امریکا او طالبانو ترمنځ هوکړه نه وه لاسلیک شوې، خو کله چې هوکړه لاسلیک شوه او د هوکړې تطبیق یوه ماده د تاوتریخوالي کمول و، طالبانو جګړې دوام پيدا کړ، خو مسوولیت یې نه مني.

تاسو وګورئ، هره ورځ هغو سیمو کې سرتيرو باندې بریدونه کیږي چې طالبان پکې فعالیت لري، خو طالبان یې مسوولیت نه مني، دا بریدونه څوک کوي؟

هره ورځ ملکي وګړو باندې هغو سیمو کې بریدونه کوي چې طالبان پکې فعالیت کوي، ملکي وګړي قرباني کیږي، خو مسوولیت یې طالبان نه مني، دا بریدونه څوک کوي؟

هره ورځ ښارونو او ولسوالیو کې هدفي وژني کیږي، د دې ډول وژنو مسوولیت به طالبانو منه، خو اوس یې نه منی، دا څوک کوئ؟

جګړه او تاوتریخوالی تر پخوا څو چنده زیات شوی دی، لیرې پرتو سیمو کې پر امنیتي پوستو بریدونه زیات شوي دي، طالبان یې مسوولیت نه مني، دا څوک کوي؟

هو؛ که طالبان د دې ټولو هدفي وژنو، مخامخ بریدونو او ماین چاودنو څخه منکر کیږي، نو بیا دې اعلان وکړي چې د دوی تر فعالیت لاندې سیمو کې نورې ترهګرې ډلې شته چې دا بریدونه کوي.

له دې ښکاري چې که طالبانو سره سوله وشي، نو جګړه پای ته نه رسیږي، طالبان مسوول دي چې د دې ټولو بریدونو ځواب او سپناوی ورکړي چې د دوی تر فعالیت لاندې سیمو کې دا تاوتریخوالی څوک کوي.

د تیرې سه شنبې په ورځ پکتیکا کې طالبان وژل شوي چې د پاکستان تابعیتونه یې درلودل، دا هغو سیمو کې وژل شوي چې طالبان پکې له کلونو راهیسې فعالیت کوي، دا وژل شوي خلک څوک و، ولې دوی پنا ورکړې، ولې دوی مسوولیت نه اخلي.

طالبانو نه جګړه کمه کړې او نه د جګړې د ګراف ټيټولو تکل لري، طالبان کرايي قاتلین دی او هر فصل کې چا څومره پیسې ورکړې، د هم هغوی لپاره هم هغومره قتلونه کوي او وضعیت خرابوي.

طالبانو مجبور دي چې د دې بریدونو مسوولیت و نه مني، ځکه امریکا سره یې هوکړه کړې چې تاوتریخوالی به کموي، خو تاوتریخوالی نه دی کم شوی .

طالبان د اوسني تاوتریخوالي مسوول ځکه دي چې د دوی تر فعالیت لاندې سیمو کې ټول تاوتریخوالی کیږي، که دا مسوولیت نه منی، بیا دې ومنی چې د دوی قومندانان له نورو بهرنیو شبکو سره مستقیمې اړیکې لري او د دوی تر کنټرول لاندې نه دی.

تاسو به د ملي امنیت شورا راپورونه لوستی وي چې هره اوونۍ یې خپروي، په دې راپورونو کې د تاوتریخوالي ګراف تر پخوا څو چنده لوړ دی، خو طالبان امریکا ته وايي چې دا بریدونه دوی نه کوي، بل څوک یې د سولې خبرو د سبوتاژ کولو لپاره کوي.

له خلکو سره همدا پوښتنه ده چې که نورې ترهګرې ډلې وي چې جګړې ته دوام ورکوي، بیا خو همدا طالبان ښه دي چې د سولې امتیاز خو وا نه خلي، که طالبان د سولې امتیاز واخلي او جګړه دوام پيدا کوي، خلک خو داسې سوله هیڅکله نه غواړی.

سوله د جګړې د پای په مانا ده او چې جګړه پکې پای ته و نه رسیږي، هغه سوله ده .

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply