سعودي په افغانستان کې ۱۰۰ ښوونځي جوړوي، نه دیني مدرسې

0 618

د مشرانو جرګې له رئیس سره په افغانستان کې د سعودي عربستان د سفیر تر کتنې وروسته دې جرګې په یوې مطبوعاتي اعلامیه کې وویل، چې سعودي عربستان په افغانستان کې د ۱۰۰ دیني مدرسو او یو روغتون د جوړولو ژمنه تازه کړې ده.

دې موضوع په کور دننه د خلکو توند غبرګونونه راوپارل او له سعودي عربستان څخه یې په افغانستان کې د ژوند لومړیتوبونو پر اساس سمدستي د ښوونځیو د جوړېدو غوښتنه وکړه.

د حکومت ویاند صدیق صدیقي یو خبري کنفرانس ته وویل، چې د مشرانو جرګې له ژباړونکي تېروتنه شوې او سعودي عربستان له افغانستان سره د پخوانیو ژمنو پر اساس ۱۰۰ ښوونځي جوړوي، نه دیني مدرسې. دغه راز سعودي له افغان حکومت سره کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره هم د ۲۰۰ میلیون سعودي ریالو مرستې ژمنه کړې ده.

سعودي عربستان د افغانستان ستراتېژیک ملګری او همکار دی او افغان حکومت پرې د سولې په برخه کې پام وړ حساب کوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply