دا افغان ماشوم ساکن د قبرستان دی
تور لحد کې یئ خواخوږی بندیوان دی
د دې خاورو سره خاورې یې هستي ده
چې ماشوم په دې حال او په دا شان دی
په تعظیم او په ژړا د رب حضور ته
په ثنا ، صفت اخته په دې مکان دی
ربه ته یې د زړګي هیلې پوره کړې
له روزګاره ، ساتندوی د ګورستان دی
ته مو رب ته مو خالق، کریم ، رحیم یې
زمونږ ستا په وحدانیت باندی ایمان دی
نور دا جنګ او «اوبا» ختمه د جهان کړې
چې بدرنګ د هر انسان د ژوند داستان دی
افغاني په هره خوا مرګی ، مرګی دی
نن په قهر راته دا لوړ او ارت اسمان دی
———————————–
شاعر : سمیع الدین افغاني
۹ – ۷ – ۲۰۲۰
م ۰ کال
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320