ځوریدلی ولس

شاعر : سمیع الدین افغاني

0 745

ورځ تر بله جنازې په اوږو کیږي

   څه تنکي،چنارځوانان ترخاورو کیږي

 

بل څوک نه دي دا د لوی  افغان بچي دي

د پردو په لمسون هره ورځ  قتلیږي

 

 هره خوا لکه صدام په خوله  تکبیر دی

څوک نظام څوک ترهګر په نوم یادیږي

 

ناست قطر کې دي وطن ته سوله غواړي!

په وطن کې  شپه او ورځ ولس ځوریږي

 

دا دښمن دی دا  دوکه ده بل څه نده

اوس  پدې حقیقت هر افغان پوهیږي

 

دا چې چا مونږ په قومونو یو بیل کړي

د هغو په لمسون ګران وطن ورانیږي

 

د خلاصون لاره یواځې همغږي ده

افغاني په پوهه  هر مشکل حلیږي

——————————–

۲۰۹۲۰۲۰

م ۰ کال

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply