پــــه وطـــن مو جوړ ماتم دی
تــورتمونو کې مو شپې دي
دا د کـــــوم ظــــــــالم له لاسه
چې ظلمونو کې مو شپې دي
*** ***
ګـــران وطن راته سور اور شو
دوزخ لمبې تــــــري خـــیژي
بــــل محشر ته حاجت نه شته
قیامتونو کې مو شپې دي
دا د کـــــــوم ظالم له لاسـه
چې ظلمونو کې مو شپې دي
*** ***
د کــــــابــــل هـــــره کــــوڅــه مو
ښکلي ښکلي خــــــــاطرې دي
اوس یې وران او ویجاړ ګورم
ګــــړنګونو کې مـــو شپې دي
دا د کـــــــــــوم ظالم لــــــه لاسه
چې ظلمونو کې مو شپې دي
*** ***
زوړ او ځوان مو شهیدان شول
څــوک بې پلاره څوک بې موره
د چا کور جوړ قــــــــبرستان شو
زیــــــــــارتونو کې مو شپې دي
دا د کــــــــوم ظالم لــــــه لاسه
چـې ظلمونو کې مو شپې دي
*** ***
افغانان ټول تار او مار شول
څوک په کوز او څوک په بردي
په وطن کې چې اوســــــــــیږي
ماتمونو کې یې شپې دي
دا د کـــــوم ظالم لــــــه لاسه
چـې ظلمونو کې مو شپې دي
*** ***
د اســـلام پــــــه تــــــمه تــــــمه
د کــــــــــافرو کانــي وشــــــوې
هـــــــــــــیڅ تمیز کـــولای نه شو
په چــــرتونو کې مو شپې دي
دا د کــــــــوم ظالم لــــــه لاسه
چـې ظلمونو کې مو شپې دي
*** ***
دنـــــــــــــیا ټـــوله راته خاندي
موږ په چیغو چـــــیغو ژاړو
څه سپین سترګې دنیاګۍ ده
سیاستونو کې مو شپې دي
دا د کـــوم ظالم لــــــه لاسه
چـې ظلمونو کې مو شپې دي
*** ***
افــــــــغانی وطن به جوړ شي
که د خدای مـــــــهربانـــي وه
د پــــــردو لاس بـــه لنډیږي
امــــــــــیدونو کې مو شپې دي
دا د کــــوم ظـالم لــــــه لاسه
چـې ظلمونو کې مو شپې دي
*** ***
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320