دوستم ته د مارشالۍ افتخاري رتبه په جوزجان کې ورکول کېږي

0 583

د ولسمشر غني او ډاکتر عبدالله عبدالله ترمنځ د جوړجاړي لپاره د ډاکتر عبدالله يو شرط دوستم ته د مارشالۍ افتخاري رتبې ورکول و او د منځګړو له لوري هم په غني دغه شرط ومنل شو.
اوس تازه راپورونه دا دي چې د دوستم له ډېر ټينګار وروسته هم نوموړي ته د مارشارلۍ د دې افتخاري رتبې د ورکړې مراسم په جوزجان کې نيول کېږي، نه په کابل کې.
ولسمشر غني غواړي په دې ډول دوستم ته وښيي چې هغه يوازې د افغانستان په شمال او په ځانګړي ډول جوزجان کې مارشال دی: «دوستم ته د مارشالۍ افتخاري رتبې ورکولو په فرمان کې ليکل شوي چې (دغه رتبه نوموړي ته د سياسي جنجالونو د هواري په پار ورکول کېږي).»
خو همدې ټکي د ډاکتر عبدالله او دوستم پلويان په غوسه کړي او هغه ته په کابل کې د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د دې رتبې ورکول غواړي، هغه څه چې ولسمشر غني يې نه مني.
پر دې موضوع لا هم بحثونه روان دي چې دوستم ته د دې افتخاري رتبې ورکولو په مراسمو کې به څوک ګډون کوي او پخپله به ولسمشر غني هم ګډون وکړي او کنه.
دوستم ته د مارشالۍ افتخاري رتبې ورکولو له امله ګڼ غبرګونونه راوپارېدل او شخصاً په ولسمشر غني تور ولګول شو چې په دې کار سره يې په ځان پسې يوه ناوړه تاريخي پېښه ثبت کړه او له بشري حقونو سرغړوونکي دوستم ته يې د دې رتبې ورکول ان د شرم تر کچې وبلل.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply