طالبان د پاکستان په غوښتنه د غنمو درمندونو ته اور اچوي

0 778

د ننګرهار په کامې ولسوالۍ کې طالبانو په جریبونه ځمکه کې د غنمو درمندونو ته اور اچولی دی او د خلکو د یوه کال ټول حاصلات یې سوځولي دي.

د کامې اوسېدونکي سید زهیر په ټلیفون وویل، بېګاه شپه طالبانو د دې ولسوالۍ د کروندګرو د غنمو حاصلاتو ته اور اچولی دی: «په کامه کې دا لومړی ځل دی، خلک یې ډېر حیران کړي. زموږ ټول دار او مدار همدغه حاصلات دي. موږ نه پوهېږو چې طالبان ولې دا کار کوي؟»

تر دې وړاندې طالبانو په هلمند، لغمان او فاریاب کې هم د غنمو درمندونو ته اور اچولی و.

تر اوسه د دې کار دقیق علت نه دی معلوم، اما د سیمې اوسېدونکي وایي، طالبان د پاکستان په اشاره ځکه د غنمو کروندې سوځوي چې خلک د پاکستان غنمو ته اړ شي او له افغانستان سره د هند د غنمو د مرستې غچ واخلي.

دغه راز په دې وروستیو کې طالبانو د لویو لارو د شنو ونو وهل هم پیل کړي دي چې د خلکو غبرګونونه یې راپارولي دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply