تېره اونۍ له افغانستان څخه پاکستان ته د طالبانو ۳۳ جنازې وړل شوي

0 927

په پاکستان کې د بشري حقونو فعاله ګلالۍ اسماعیل وایي، یوازې د تېرې جمعې په ورځ خېبر پښتونخوا ته د طالبانو ۱۵ جنازې وړل شوې دي. دغه کسان د افغان ځواکونو له لوري جګړه کې وژل شوي دي.

دغه راز ۸ نورې جنازې وزیرستان ته وړل شوې دي او ډېری وژل شوي کسان پاکستانیان دي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ د رهبرۍ یو بل غړي علي وزیر هم تائید کړې چې په افغان جګړه کې د وژل شویو طالبانو جنازې پاکستان ته وړل شوي دي او نوموړي د افغانستان په تړاو د پاکستان پر پالیسۍ انتقاد کړی دی: «پر دې ټولو سربېره به هم ایا د انسان وژنې پاکستانۍ پالیسي همداسې دوام کوي؟ ایا د پاکستان د څلورو لسیزو سرمایه ګذاري په غرقېدو ده؟ روشنفکره پاکستانیانو ته په کار ده چې د خپل حکومت په پالیسیو غور وکړي. که اوبه له ورخه تېرې شوې بیا دې شکایت نه کوي.»

د معلوماتو پر اساس، پاکستان طالبانو ته هدف ټاکلی چې سږ کال اوړی به د افغان جګړې سرنوشت یو طرفه کوي او خبرداری یې ورکړی چې که کومو جنګیالیو له جګړې سرغړونه وکړه، کورنۍ او اولادونه به یې ووژني.

افغان حکومت طالبان د تاوتریخوالي پر زیاتوالي تورن کړي او په وروستیو دریو اونیو کې پاکستان لسګونه جنګیالي د جګړې لپاره افغانستان ته را استولي دي، خو ګڼ یې دافغان ځواکونو له لوري وژل شوي او نیول شوي دي.

په ټولنیزو رسنیو کې په خپرو شویو ویډیوګانو او تصویرونو کې لیدل کېږي چې په پاکستان کې د هغو جنګیالیو چې په افغان جګړه کې وژل شوي دي، د جنازو او فاتحو په مراسمو کې د غچ او انتقام تبلیغ کېږي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply