د ولس بیداري؛ ګڼو خلکو پر ټولنیزو رسنیو له طالبانو د پاکستان د ملاتړ په اړه ثبوتونه وړاندې کړي

سید عبدالله پاچا

0 733

د ولس بیداري؛ ګڼو خلکو پر ټولنیزو رسنیو له طالبانو د پاکستان د ملاتړ په اړه ثبوتونه وړاندې کړي

هسې هم اوس ټولو ته مالومه شوې چې طالبان د پاکستان د پوځ او استخباراتو ملیشې دي او د هغوی د ګټو لپاره یې ۱۹ کاله افغانستان کې د جهاد په نوم تاوتریخوالی وکړ او سلګونه زره افغانان یې قرباني کړل.

تازه صورت حال دا دی چې د سویل ختیځ او سویلي ولایتونو څخه پاکستان ته په یوه ورځ ۱۵ جنازې تللي او هلته په ځانګړو مراسمو خاورو ته سپارل شوي دي.

د پاکستان د استخباراتو فریب دا دی چې لومړی خلک په مدرسو کې په ځانګړي هنر باندې د ملایانو په خوله جګړې ته استخدام کوي، لږ امکانات ورکوي او په استخباراتي ملایانو باندې د جنت ټکټ ورته برابروي.

کله چې دا کم پوه ځوانان د استخباراتو له لوري جګړې ته چمتو شي، بیا د ځانګړي پلان له مخې استخبارات یې تر شا وي، له ډیورنډ کرښې دې غاړي افغانستان ته رالیږل کیږي او د جګړو سنګرونو ته لیږل کیږي.

کم پوهه ځوانان یا خبر نه وي او یا یې عقل کار نه کوي چې افغانستان کې له چا سره جهاد کوي او د دې هدف څه دی.

خو ټول دا ډول ځوانان نه وي، له دوی سره پوره ډله وي چې د پاکستان د استخباراتو کسان او د پوځ متقاعد افسران ورسره وي چې ځانګړي موخې پرې تعقیب کړي.

د دوی لویه برخه سویل خیتځو ولایتونو (لویه پکتیا) یا سویلي ولایتونو (لوی کندهار) ته لیږل کیږي او بیا تر هغې بیرته ورته د ستنیدو موقع نه وي، تر څو چې وژل شوی نه وي.

اوس چې طالبان په افغانستان کې د جګړې د بشري قوي له سخت کمښت سره مخ دي، د پاکستان استخباراتو دا دنده اخیستې چې دا تشه پوره کړي چې جګړه دوام پيدا کړي.

پخوا د طالبانو لپاره په کور دننه د بشري قوي استخدام اسانه و، ځکه پلمه وه چې افغانستان اشغال شوی او بهرني ځواکونو پرضد جګړه جهاد دی.

اوس چې له امریکا او نورو بهرنیو ځواکونو سره اوربند شوی او برید کول پرې د طالبانو په قانون کې جرم دی، په کور دننه بشري قوه د جګړې لپاره کمه شوې ده.

دا بشري قوه هغه مهال کمه شوه، یا نه استخدام کیږي چې طالبانو پر امریکايي ځواکونو بریدونه بند کړل او د افغانانو پرضد یې جګړه پيل کړه.

اوس هیڅ پلمه نشته چې طالبان پرې خلکو ته فریب ورکړي چې د جګړې لپاره يې استخدام کړي، نو د دې لپاره د پاکستان استخبارات کار کوي چې بشري قوه ورته له خیبر پښتونخوا او پنجاب له دیني مدرسو برابره کړي.

اوس له پاکستان څخه خبرونه دا دي چې تیرو څو ورځو کې نږدې هره ورځ جنازې کیږي او قربانیان په افغانستان کې له افغان ځواکونو سره جګړه کې هلاک شوي دي.

د پاکستان د استخباراتو او پوځ بل پلان دادی چې د افغانستان جګړه کې وژل شوي په ډيرو ښو ځانګړو مراسمو دفن کوي او ګمارل شوي ملایان ورباندې داسې تقریر یا بیان کوي چې نور خلک وهڅوي چې افغانستان ته د جګړې لپاره ورشي.

د دې ټولو لوبو تر شا د پاکستان استخبارات او پوځ دی، خو ښکاره یې ورته ګمارل شوی ملا او د دیني عالم په جامه کې شیطان مخامخ دي چې کم پوه او بې عقل ځوان لا ډیر د جګړې لپاره تشویق شي.

له دې به ښکاره ثبوت چرته وي چې د افغانستان له جګړې پاکستان ته جنازې روانې دي او هلته په ځانګړو مراسمو کې دفن کیږي، ایا د پاکستان امنیتي ځواکونه له دې نه خبریږي، یا یې ولې پوښتنه نه کوي چې دا خلک په افغانستان کې ولې جګړې کوي، خو ښکاره خبره ده چې طالب یانې د پاکستان د پوځ ملیشه.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply