پاکستان؛ پښتون په پښتون وژني

سیدعبدالله پاچا

0 782

د پاکستان ریاست چې مشري هر کله پنجاب په غاړه لري، پښتانه یې له ټولو حقونو بې برخې کړي او ان ژوند کولو ته یې هم نه پریږدي.

اوس چې پښتانه ويښ شوي او د ریاست د ظلم پروړاندې یې غږ پورته کړی دی، ریاست په ښکاره غبرګون نه ښيي، خو دا ریاست سخت وارخطا دی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ له دوه کلونو زیات وشول چې راپورته شوی دی، په دې موده کې دې غورځنګ چټک پرمختګ کړی او زیات پلویان یې پيدا کړي دي.

پاکستان ریاست چې مشري یې پنجاب کوي، په ځانګړي ډول پوځ او استخبارات د غورځنګ دې  چټکې پراختیا سخت وارخطا کړي او په دې فکر دي چې څنګه کولی شي مخه یې ونیسي.

که څه هم استخباراتو پوره هڅه وکړه چې دسیسې جوړې کړي، د غورځنګ غړي زندانیان کړي، هدفي یې ووژني، نادرکه یې کړي، خو په دې چاره کې استخبارات بریالي نه شول اوتراوسه ناکام دي.

د استخباراتو له دې اقداماتو څخه نه یواځې پښتون غورځنګ غړي و نه وریدل، بلکې لا ډير جرات یې پيدا کړ او لا ډير یې مبارزې ته دوام ورکړ.

ای ایس ای د پښتون غورځنګ غړي په یو او بل تور باندې تورن کړل، کله به یې ویل چې دوی د افغانستان ملي امنیت سره اړیکه لري او کله به یې ویل چې د هندوستان استخباراتو سره اړیکه لري، خو په دې کې هم استخبارات بریالي نه شول.

اوس چې له پاکستاني ریاستي ادارو ټولې لارې ورکې شوې او دا غورځنګ د هرې ورځې په تیریدو پلویان زیاتوي، ورته یې ترهګرې ډلې بیا راپورته کړې چې لږ تر لږه د دوی د پراخو فعالیتونو مخه ونیسی.

تازه د الفرقان په نوم ډلې وزیرستان کې د پښتون غورځنګ یو مشر او د پارلمان غړي محسن داوړ ته ګواښ کړی چې له خپلو فعالیتونو لاس واخلي، کنه ځانمرګی برید به ورباندې وکړي.

په دې خبرداري کې داوړ ګواښل شوی چې باید فعالیتونه محدود کړي، هغه یې په فحشا تورن کړی او واجب القتل یې بللی دی.

که څه هم محسن داوړ د دې لیک ځواب په زړه ورتیا سره ورکړی او ویلي یې دي چې تر څو یې پښتنو ته حقونه نه وي ترلاسه کړي، تر هغې له هیڅ ډول ګواښ ډار نه لري.

د پښتون غورځنګ اکثره غړي په دې اند دي، چې د غلامۍ او بې عزتۍ له ژوند سل ځله مرګ ښه دی، د غلامۍ ژوند کې هره ورځ وژل کیږي او د غیرتي ژوند غوښتلو لپاره یوه ورځ مرګ ښه دی.

د الفرقان ډله او امثالهم د پاکستان د استخباراتو ډلې دي، دا اوس ټولو پښتنو ته مالومه شوې ده، ځکه دا ډلې ښکاره د پوځ او پولیسو په تلاشیو باندې له تورو ښيښو موټرو او وسلو سره تیریږي، هغوی هیڅ نه ورته وایي.

پاکستان ترهګري پټه نه کوي، دا هر څه وزیرستان او پښتون وطن کې ښکاره کیږي، هغه ډلې چې د تورو ښيښو موټرو کې له وسلو سره ګرځي، پوځ او پولیس پرې ډیر پام کوي او لارې ورته ورکوي.

همدا ډلې بیا پښتانه او د پښتون غورځنګ غړي هدفي وژني او له دې ټولو پلټنو ازاد او بې ډاره تیریږي.

محسن داوړ ته له دې خبرداري وروسته پښتون غورځنګ یو ځل بیا پاکستان ریاست باندې غږ کړی چې د پښتون له وژني او ترهګرۍ دې لاس واخلي او غورځنګ سره دې خبرې وکړی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply