د سولې مذاکرات او د طالبانو دريځ

سیدعبدالله پاچا

0 452

له تیرو څو کلونو او په ځانګړي ډول تیر یو کال راهیسې افغان حکومت د سولې لپاره خپله اراده او حسن نیت ښودلی چې د افغانانو تر څنګ د نړۍ هېوادونه پرې هم خبر دي او هرکلی یې کړی دی.

خو برعکس طالبانو د سولې پروسه کې هیڅ داسې ګام نه دی اخیستی چې مثال یې ورکړي او خلک باور وکړي چې طالبان نور جګړه نه غواړي او سوله کوي.

همدا د طالبانو مبهم دریځ او نیت خلک او په ځانګړي ډول افغان ملت له سخت تشویش سره مخ کړی او تر نن نه پوهیږي چې طالبانو سوله کوي او که نه، که سوله کوي، په کومو شرطونو یې کوي.

طالبانو د سولې لپاره دوه مهم شرطونه درلودل چې دواړه یې ومنل شول، یو د بهرنیو ځواکونو د پوځي حضور پای وه او بل یې د زندانیانو خوشې کیدل و، دا دواړه پوره شول او یا پوره کیدونکي دي.

د طالبانو د شرطونو منل د دې لپاره نه و چې ګنې طالبان زورور دي، ولایتونه او کابل به سقوط کړي، دا شرطونه د دې لپاره ومنل شول چې دا ډله نوره د خلکو بې ځایه وینه توی نه کړي.

لویه مشورتي جرګه کې چې د جرګې غړو د طالب زندانیانو خوشې کیدو ته مثبت رای ورکړه، دا غوښتنه یې هم درلودله چې باید طالبان د سولې لپاره ښه نیت وښيي چې خلک باوري شي.

د زندانیانو خوشې کیدل بې شرطه نه و، ځکه د جرګې اکثره غړي بې باوره و چې طالبان به زندانیان ترلاسه کړي، خو جګړې ته به دوام ورکړي.

په دې تړاو نړیوالو تضمینونو غوښتنه شوې او له طالبانو غوښتل شوي چې د زندانیانو له خوشې کیدو سره سم دې خبرې پيل کړي او نور دې د جګړې دوام ته پلمې نه لټوي.

له دې ټولو سره سره طالبانو جګړې ته دوام ورکړی او هره ورځ اوس هم ملکي وګړي د جګړې قرباني کوي.

افغان ولس اوس هم په تمه دی چې د طالبانو دريځ د سولې خبرو د پيل او بحثونو په تړاو څه دي.

عمده پوښتنې له خلکو سره دا دي چې ایا طالبان اوس هم د امارت په فکر کې دي، طالبان اوس هم د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د منحل کیدو په فکر کې دي، طالبان اوس هم د بیرغ بدلیدو په فکر کې دي، طالبان اوس هم د ځینو ارزښتونو له منځه تللو په فکر کې دي، کنه طالبان دا هر څه مني.

ځکه خلک غواړي پوه شي چې طالبان غواړي څنګه سوله وکړي، په کوم قیمت وکړي، کوم ارزښتونه مني او کومې لاسته راوړنې او ارزښتونه نه مني.

یو څه چې روښانه دي، هغه دا چې طالبانو ته لوی مشورتي جرګې هر څه روښانه کړي او حکومت ته یې لار ښودلې چې له طالبانو سره څنګه سوله وشي.

خو لږ ترلږه د طالبانو دوه سترې غوښتنې منل شوي، طالبان خو دې د سولې پروسې په تړاو خپل دریځ ډاګیز کړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply