له امریکا سره هوکړه کې د طالبانو درې عمده سرغړونې

سید عبدالله پاچا

0 708

امریکا متحده ایالتونو له وسله والو طالبانو سره څو میاشتې مخکې د سولې هوکړه لاسلیک کړه چې پکې طالبانو ځینو مواردو باندې مکلف شوي و چې باید لاس ترې واخلي.

خو طالبانو ځینې عمده موارد چې امریکا یې په کلکه غوښتنه لري، سرغړونې کړي او دا د سپينې ماڼۍ له سخت غبرګون سره مخ شوي دي.

له بهرنیو ترهګرو سره د اړیکو پریکول

دا هغه شرط و چې امریکا طالبانو ته ايښی و او په همدې اساس یې د سولې تړون شوی و، خو طالبانو تر نن د دې وضاحت ور نه کړ چې له القاعده او نورو ترهګرو ډلو سره اړیکې پرې کوي، کنه.

راپورونه وایي، طالبان لا هم ځینو سیمو او په ځانګړي ډول هلمند کې د القاعده مخکښ غړي له ځان سره لري او د هغوی په امکانات باندې جګړه کوي.

طالبان د اسلام له غمه دومره مړه نه دي، بلکې القاعده ډله طالبانو ته پيسې ورکوي چې ددې ډلې غړي به افغانستان کې ساتي چې هیڅ ډول خطر ورته نه وي.

طالبانو تر نن د القاعده غړي له ځان سره ساتلي او د خوندی ځایونو او فعالیت زمینه یې ورته برابره کړې، که داسې نه وي، لږ ترلږه طالبان دې یوه اعلامیه کې ووایي چې دوی نور له القاعده سره همکاري نه کوي او خپلو تر فعالیت لاندې سیمو کې اجازه نه ورکوي چې پټ شي.

له ایران د وسلو او امکاناتو ترلاسه کول

له طالبانو سره د امریکا د هوکړې بل شرط دا و چې له بهرني هېوادونو به د جګړې لپاره امکانات نه ترلاسه کوي او د افغانستان خاوره به د نورو هېوادونو او په ځانګړي ډول د امریکا پرضد نه کاروي.

خو راپورونه ښکاره کوي چې طالبانو تازه په هلمند کې د ایران له سپاه پاسداران ډلې څخه پيسې او امکانات ترلاسه کړي چې د امریکا پر ګټو باندې بریدونه وکړي.

لکه دوه ورځې وړاندې چې د ایران حکومت وویل چې د قاسم سلیماني غچ اخلي، دا غچ په امریکا او ایران کې نه اخلي، بلکې ایران وسله والو ډلو ته وسلې او امکانات ورکوي چې دا غچ په افغانستان او سوریه کې واخلي.

دا راپورونه دقیق دي چې د طالبانو د مشرانو ځینو کورنۍ له افغانستان سره نږدې د ایران پر پوله پراته دي چې فراه ، نیمروز او هلمند ولایتونو ته ترې تګ راتګ کوي.

طالبان به عامه ځایونه نه ورانوي

د امریکا او طالبانو ترمنځ هوکړه کې یو بل شرط دا و چې طالبان به عامه تاسیسات نه ویجاړوي، بلکې ساتنه به یې کوي.

خو تازه د کندهار د ارغستان ولسوالۍ سړک چې په اساسي ډول جوړ شوی و، طالبانو په تراکتورونو اړولی او ماینونه یې پکې ځای په ځای کړي دي.

دغه راز طالبانو وسله والو قومندانانو له ایران امکانات ترلاسه کړي چې په مقابل کې به د کمال خان بند، د کجکي بند، د سلما بند لپاره ستونزې جوړوي او د موقع پر وخت به دا تاسیساتو ته زیان رسوي.

دا هغه عمده سرغړوني دي چې طالبانو له امریکا سره په هوکړه کې کړي او امریکا یې سخته اندیښمنه کړې ده.

طالبان هیڅ ارزښت، مذهب او وعدې ته ژمن نه دي او هر هغه کار باندې چې څوک پيسې ورکړي، همغه کار کوي او په دې برخه کې د هیچا، هیڅ هېواد او هیڅ مذهب پروا نه ساتي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply