د ځاځي ميدان لاريونوال: حکومت له پامه غورځولې يوو

0 852

د ځاځي ميدان سلګونه اوسېدونکو تېره ورځ لاريون وکړ او په حکومت يې انتقادونه وکړل چې له پامه يې غورځولي يوو او ژمنې يې راسره نه دي پوره کړي.

دوی وويل، سره له دې چې په سيمه کې يې د قومي تړونونو پر اساس امنيت ټينګ کړی، خو نه په کې اړتيا وړ انکشافي پروژې عملي کېږي او نه يې دولت کادرونو ته پام کوي.

لاريونوال صفت الله احسان وويل، موږ د دولت په چوکاټ کې قرباني ورکړې خو راته اساسي توجه نه کېږي: «زموږ سيمه بشپړ امنيت لري، د ولسي تړون پر اساس مو د امنيت ټينګښت کې له حکومت سره ډېره مرسته کړې، خو دوی موږ ته پاملرنه نه ده کړې

دوی چې د خپل حق غوښتنې شعارونه ورکول له ځايي ادارې او مرکزي حکومت څخه غوښتنه وکړه چې ورسره شوې ژمنې دې پوره شي، د دولت په چوکاټ کې دې د ځاځي ميدان کادرونو ته ځای ورکړل شي او په دې سيمه کې انکشافي پروژو ته، چې بشپړه زمينه ورته مساعده ده، پاملرنه وشي.

لاریونوالو همدغه راز په ډيورنډ کرښه د پاکستان غير قانوني اقدامات وغندل او خبرداری يې وکړ چې که پاکستان د سرغړونې بل هر اقدام وکړي پر وړاندې به يې راپورته شي.

دوی خبرداری ورکړ چې د يو ولسي تحريک په چوکاټ کې به په ډيورنډ کرښه د پاکستان له لوري د جوړېدونکو تاسیساتو پر ضد راپورته شي او د افغانستان د هرې لویشتې ځمکې پوښتنه کوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply