پر سوله د بحث لپاره پاکستانی پلاوی کابل ته ورسېد

0 812

د سولې او پیوستون لپاره د افغانستان او پاکستان د عمل پر پلان د بحث لپاره پاکستانی پلاوی د دوشنبې ورځې په سهار کابل ته ورسېد.

دغه پلاوی چې د پاکستان له لوري یې مشري د پاکستان د بهرنیو چارو مرستیال وزیر سهیل محمود کوي، کابل ته رسېدلی او دوی به له افغان پلاوي سره پر دوه اړخیزه میکانېزم او مسایلو بحث وکړي.

له افغان لوري د پلاوي مشري به د بهرنیو چارو وزارت اقتصادي مرستیال میرویس ناب کوي او نن به دوی د سولې او پیوستون لپاره د افغانستان او پاکستان د عمل پلان پر پرمختګونو، خنډونو او وړاندیزونو بحث ولري.

دغه پلان د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ولسمشر غني په پخوانۍ دوره کې جوړ شو، ترڅو دواړه هېوادونه د همدې پلان له لارې وکولی شي په دوه اړخیزه ستونزو، پرمختګونو او ستراتېژیو بحث او خبرې وکړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply