د افغانانو راټولو په يو تنظيم (ډله) کې په ډنډ کې له چينډخو سره پرتله کړي دي

سيد حسين پاچا

0 934

نصيرالله بابر :

د افغانانو راټولو په يو تنظيم (ډله) کې په ډنډ کې له چينډخو سره پرتله کړي دي

پخوانی ولسمشر د تازي ورور دی چې وخت د ښکار شي غول ورته ټينګ شي

 

د نصيرالله بابر د لاس اېښوول شوي نيالګي به هېڅکله نه يوځای او نه به د هېواد په ګټه راشي. د اتحاد ايات ((اعتصام بحبل الله)) يې شعار دی، خو هېڅکله نه له چا سره يوځای شو او نه نور ورسره يو کيږي

 

 

نوټ : چا که چې د ايمان او هېوادپالنې ((ملتپالنې)) تومنه نه وي، نو هغوی تل د تفرق لار خپله کړې. رښتيا چې زموږ جهادي تومنه ډېره خرابه وه. برابره خبره ده چې څوک ځان ملتپال او څوک ځانونه بنسټپال بولي. انسان بايد خپل ضمير (وجدان) ته محاسب اوسي.

 

 

کرنيل امام :

د افغانستان د جهاد داستان :

[[د سردار داوود حکومت چې کله دهغه خوځښت د مخنيوي هڅه وکړه، نو کابو د ۳۵ په شاوخوا کې يوه ډله چې استاد برهاالدين رباني، ګلبدين حکمتيار او احمدشاه مسعود په کې شامل وو پاکستان ته راغلل. استاد سياف هم د دوی سره ملګری وو، خو هغه په لاره کې نيول شوی وو او په زندان کې پروت وو.

د پاکستان ډېر وفادار او په پاکستان مين ذوالفقار علي بټو نصير الله بابر ته دنده وسپارله چې له افغانستانه راغلې دغه ډله منظمه کړي.

نصير الله بابر د جماعت اسلامي د مشرانو په مرسته کابو ۶ مياشتې په صوبه سرحد کې وساتل او د يو تنظيم په جوړولو يې کار وکړ. يوه ورځ راته نصير الله بابر صيب وويل چې په يو تنظيم کې د افغانانو راټولول دومره سخت کار وو، لکه په ډنډ کې چې چينډښې راټولوې.]]

 

د آواره ګۍ له يادښتونو :

له بده مرغه په ځينو سايټونو ، طلوع نيوز او نورو رسنيو او خبرونو کې مې ولوستل او ترې واورېدل چې په اوسني حساس وخت کې د هېواد ځينې د تش په نوم ملتپال او بنسټپالو له ليست سره ناخوښي ښوولې او ځانونه يې سپينه بڼکه کړي دي چې ګوندې موږ خو هېڅ نه دي کړي او مېږی راڅخه په ژوند کې ازار شوی نه دی. نو ما ته د تېر د آواره ګۍ د وخت د نصيرالله بابر هغه خبره را پر ياد شوه چې زموږ د جهادي مشرانو د يووالي په تړاو يې کړې وه. نن چې د دې ځينو نومونه په ليست کې راغلي او هر يو ترې خپله بېزاري ښوولې ده، نو کاشکې چې د ګټې په وخت کې خو بيا د جهاد په نوم امتيازونه هم وانخلي.

 

تاسې ګورئ چې چا هوايي ډګر په خپل نوم کړی، چا بيا د ښوونې او روزنې او نورو نظامي زده کړو اکاډمۍ، چا سړکونه، چا څلور لارې، چا غونډۍ، چا يو څه او چا بيا بل څه په خپل نوم کړي دي. نن چې د طالب پر وړاندې د درېدو خبره راغله، نو هر يو ځان اوس له حکومتي چوکاټه بهر وباسي او څوک بيا خپل نومونه نمايشي بولي، خو نغد شنه ډالر او امتيازات چې بيا اخلي، نو بيا ….

 

هسې بېځايه د خولې غولوونکې شعارونه څه په کار دي؟

جهاد مو د اتحاد له پاره نه، بلکې د انحراف او اختلاف لپاره کړی دی، ځکه خو نن له څلوېښتو کلونو راهيسې تر اوسه د دې توان او تومنه نه لرو چې څنګه له حکومته ساتنه وکړو؟

 

دې ځېنو ځېنو ته خو به ښه دا وي چې له دې وروسته د جهاد نارې ونه وهي او نه د جهاد په نوم له دې وروسته له دولته امتيازات، باجونه، شکرانې او نذرانې وانخلي او هغه ملي بنسټونه چې په نورو تېرو حکومتونو کې ول هماغسې بيرته ونومول شي، د بېلګې په توګه :

د کابل نړيوال هوايي ډګر

د ښوونې او روزنې رياست، پوهنځی او داسې نور….

يو څوک چې له دولت او حکومت سره مرسته نه کوي او کړه وړه يې تل د حکومت او دولت پر ضد ترسره کيږي، نو ولې ملي بنسټونه د هغوی په نوم شي؟

د دوی ګټه له حکومت او نظامه په ملاتړ کې ده نه په طالب کې. طالب يوه ډله ده او د يوې ډلې لپاره د نظام درناوی وشي نه سپکاوی.

 

په درنښت

سيد حسين پاچا

 

نوټ : ما ته هغه وخت ياد دی چې ارواښاد پروفيسور عبدالرسول امين ښاغليو زلمي هېوادمل او محمد ظاهر بابري ته د پخواني ولسمشر حامد کرزي پلار ارواښاد عبدالواحد کرزي ته خط (ليکلو چې په کندهار او اړونده سيمو کې د پخواني پاچا ارواښاد محمد ظاهر شاه په تړاو له سپينروبو او مخورو سره په مرکو کولو کې مرسته وکړي. ښاغلی حامد کرزی ورسره په کويټه کې مخ شوی وو.

 

کرزي د ملي روغې جوړې شورا غړیتوب رد کړ؛ عبدالله ته نږدې کسانو هم ملاحظه ښودلې – BBC News پښتو

کرزي د ملي روغې جوړې د عالي شورا غړیتوب ونه مانه (pashtovoa.com)

د ولسمشر غني یوه سلاکار د حامد کرزي پر څرګندونو غبرګون وښود – – د تاند خبري ویبپاڼه (taand.com)

Rohi.AF :: حکمتيار: ګډون په کې نه کوم؛ د مصالحې عالي شورا کې د جهادي مشرانو نومونه نمايشي دي

Rohi.AF :: نبيل: د مصالحې عالي شورا کې يې ځکه نه يم ټاکلي چې زما غږ خپلواک وو

Rohi.AF :: صلاح الدين رباني: په خپل پخواني دريځ ولاړم يم؛ مصالحې عالي شورا کې له غړېتوب ډډه کوم

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply