نیویارک ټایمز: د دوحې تړون خلاف طالبانو پر امریکایي ځواکونو برید وکړ

0 1,034

نیویارک ټایمز ورځپاڼې خبر ورکړی چې طالبانو د دوحې له تړون وروسته د افغانستان په سویل کې پر امریکایي ځواکونو راکټونه ویشتلي دي.

طالبانو او امریکا د دوحې په تړون کې هوکړه کړې وه چې پر یو بل به بریدونه نه کوي، خو افغان ځواکونه له دې امر څخه مستثنا وو او طالبانو پرې خپل بریدونه څو چنده زیات کړل.

د نیویارک ټایمز په وینا، طالبانو تېره اونۍ د افغانستان په سویل کې پر هغو پوځي کمپونو راکټونه ویشتل دي، چې امریکا او افغان ځواکونه ترې ګډه استفاده کوي.

له دوحې تړون وروسته په لومړي ځل، د جولای په وروستیو کې طالبانو شاوخوا یو درجن راکټونه په هلمند کې پر هغه بېس وویشتل، چې امریکایي او افغان ځواکونو ترې په ګډه استفاده کوله، خو تازه تېره اونۍ په کمپ ډایور چې باسشن کمپن ته ۵۰ میله نږدې پروت دی، طالبانو څو راکټونه توغولي دي.

د نیویارک ټایمز خبریال لیکي، د دغو راکټونه توغول د امریکا او طالبانو د دوحې تړون خلاف عمل دی او ښایي د امریکا غبرګون هم راوپاروي، خو دغو راکټونو کوم زیان نه دی اړولی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply