کوم “جمهوریت” او کومه “سوله” ؟

اخترمحمد یوسفی

0 662

طالبان د پاکستان په استازیتوب وایی چه زموږ افغان دولت بیکل په رسمیت نه پیژنو او په افغانستان کښی خپل د ځان «اسلامی» امارت بیا جوړ ؤ،  مګر  د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست ښاغلی حنیف اتمر وایي چی، له طالبانو سره د سولې د پروسې په پای کې باید د “اسلامي جمهوریت” ارزښتونه خوندي پاتې شي.‌ ښاغلی اتمر وایي، په دې ارزښتونو کې د افغانستان خپلواکي، دیموکراتیک نظام، اساسي قانون او بهرنۍ اړیکې شاملې دي. عبدالله عبدالله د افغانستان د جمهوری ریاست د چوکی ستړی او ستومانه مجنون خوب لیدلی دی وایی چه په راتلونکی اونی کښی به د «افغانانو» تر منځ په قطر د «سولی» خبری شروع کیږی. عبدالله عبدالله د کلونو کلونو ارمانجن سمدلاسه ددی خوبونو له لاری خپل ارمان رسیږ چی د ارګ ټول واک یی پلاس کښی وی.  

راځی چه ددی دواړو خواوی تش په نامه هغه غولونکی او بی بنسټ تبلیغات ادعاوی وڅیړو چی څنګه هوایی ډزی کوی. د کندهار د عام خلکو یو ډیر خوږ متل دی چی وایی :

زه دی باغ نه وینم او ته راته وایی چی تارو درغی. ګرانه  وروره نه دلته باغ سته او نه دلته تارو در راځی، دا هسی د افغانستان د بیچاره ولس دغولولو لوبی روانی دی.

د افغان حکومت ښاغلو تاسی د کوم جمهوریت او د کومی سولی په هکله خبری کوی ؟

لمړی: اساسی پوښتنه د افغان حکومت د ډنډوره چیان څخه داده چی تاسی ولی د جمهوریت وعام او تش نوم ته مو ډده لکولی دی، جمهوریت د ځان سره اقتصادی، سیاسی، ټولنیز، او کلتوری ارزښتونه لری. د جمهوریت ارزښتونه د خپل ځان سره د آرزونی لپاره کمی او کیفی مقیاسونه لری، چی د هغو مقیاسونو پواسطه حقیقی آرزونه کیږی او نتیجی یی لاس ته راځی. د جمهوریت ارزښنونه د خلکو او ټولنی په ژوندانه کښی معلومیږی چی د خلکو په ژوند کښی څه بدلون او لاسته راوړنی راغلی دی.

په افغانستان کښی د ټولنی ټول خلک د لوژی، بیکاری، غلا، رشوت، چور او ظلم څخه سر ټکوی. ستاسو په نظر دا ستاسو د جمهوریت ارزښتونه دی، چی تاسو په هغوی ویاړی او بیا غواړی چی پورتنی ویجارو او فساد لاس ته راوړنی وساتی.  تاسو په تش میدان بیځایه دعوای ته مو ملا تړلی دی. تاسی هر کار د اسلام مبارک دین پوری مه تړی، جمهوریت هغه نظام دی چه ارزښتونه یی د ټولنی د ټولو وګړو ګټی ساتی، جمهوریت  ته د خپل ګیډی څخه “اسلامي جمهوریت” او غیراسلامی تعریف مه باسی.

د جمهوریت ارزښونه د خلکو په ژوندانه کښی د پرمختګ کمی او کیفی معیارونه دی. د پرمختګ کمی او کیفی معیارونه د “اسلامي جمهوریت” او غیر اسلامی معیارونه تر منځ واټن وجود نلری، د افغانستان غیر مسلمان وګړی هندوان او سیکان هم په هیواد د ژوند لری.  په دوؤ تیرو لسیزو کښی د نړی ( ۴۳) څلورویښت مقتدر هیوادونه د بیلیونو ډالرو مرستو سره، د لکونو عسکرو او وسلو سره، سره ونسوای کولای، چی په افغانستان کښی امنیت راولی، رشوت، فساد، غلا کم کړی. د اشرف غنی د جمهوری ریاست په دواړو دورو کښی د حکومت ټول عمر په سرپرستانو وزیرانو سره تیری شویدی. پارالمان د ظلایی پاسپورټو سره تش په نامه د بیچاره ولس پر اوږو باندی بار دی. د افغانستان په  ټول کابینه کښی داسی یو وزیرهم نشی موندلی چه د اختلاس او رشوت دوسیه ونلری. د افغانستان د څارنوالی اداره یواځي د رشوتخوارانو د اعلانونو مرکز دی او بس. په افغانستان کښی غلا، رشوت، چور،  ظلم او جنایت وجود لری مګر جزا اصلی مجرمینو  ته جزا نشته، بلکه جزاوی یواځی د بیګناه او غریب ولس لپاره وجود لری.

دغسی یو نیمکړی او فاسد دولت چی د بهرنیان په زور، د جګړی د ښکاره مجرمین لخوا چه لاسونه یی د ولس په وینو سره دی پر افغان مظلوم ولس باندی حکومت کوی، پخپله دا حکومت هم هیچ ډول قانونیت او حقوقی صلاحیت نلری، د طالبانو او دپاکستان، ایران سره د سولی په خبرو کښی د افغانستان د مظلوم او شریف ولسونه لپاره د په هیواد کښی د رښتنی سولی او عدالت د راوستلو او ټینګولو لپاره په هیچ صورت سره په واقعی ډول استازیتوب نشی کولای او دا لوبه باید پای ورسیږی. سوله په افغانستان کښی بیله د ولس د جګړی ځپلو رښتنی استازو لخوا لاس ته نه راځی. 

 

دوم : تاسی په افغانستان کښی سوله او د چا او چا ترمنځ  کوی؟

دا خبره بیخی په اسنادو سره روښانه ده چی طالبان څوک دی او څه غواړی. نباید ځان او د افغانستان د مظلومو خلک  د طالبان سره د خبرو په پلمه مه غولوی. د طالبان سره د  سولی د خبرو یادول پخپله لوی شرم دی. طالبان کوم مستقله سیاسی ډله نده، طالبان پخپله دا واک نلری چی د خبرو له لاری په افغانستان کښی جګړه او وینی تویول ودروی. طالبان د پاکستان د مدرسو هغه جنګیالی دی کوم چی په (۱۹۹۴) میلادی کال د پاکستان لخوا د افغانستان د ورانولو لپاره جوړوی شویدی. طالبان د القاعدی او نورو بهرنی تند لارو ډلو سره خپل پټ اړیکی لری. د طالبانو سره د خبری له لاری څخه د سولی په تمه د خلکو غولول هسی د وخت تیرول او وینی تویولو د لړی دوام دی. پاکستان د افغانستان سره هیڅکله سوله نه کوی، پاکستان د طالب او داعش په نامه افغانستان ورانوی او يواځی خپل جګړه پر مخ وړی. د افغانستان خلک کاڼه او ړانده هم نه دی، خلک په خپلو سترګو سره وینی چی طالبان په پاکستان کښی اوسی، د طالبانو د قطر دفتر ډله د پاکستان لخوا د امریکی د غلولو لپاره جوړ شویدی. خلک ګوری چی د قطر دفتر طالبانو ډله د هری خبری د اجازی د پاره پاکستان سفرونه کوی.

د امريکا د متحده ايالاتو هغو پلټونکو چي د گوانتانامو بنديان يي تر پلټني لاندي نيولي ، د پاکستان استخباراتي ادراه د يوې «تروريسيتي ډلي» په توګه درجه بندي کړې ده. دغه بربنډوني ويکيليکس انترنيت پاڼي خپرې کړي. په دغو اسنادو کي چي د 2007 کال دي، د نړۍ د ترهګرو ډلو يو فهرست جوړسوی چي په هغو کي د پاکستان د استخباراتي ادارې ترڅنګ، طالبان، حماس او حزب الله ډلي هم شاملي دي.  نوموړي فهرست د ګوانتانامو په شخړه ييز زندان کي چيري چي د « د تروريزم ضد جګړي» مشکوک ترهګر ساتل کیدل، د متحده ايالاتو د مستنطقينو د ليکونو له مخه جوړسوی دی. د دغو اسناو بربنډول ښايي د واشنګتن او اسلام اباد تر منځ ترينګلي اړيکي نوري هم خړي پړي کړي. د پاکستان استخباراتي اداره چي له کلونو را په دي خوا له CIA سره په ګډه کار کړی، په دې تورنه ده چي له زور پالونکو افراطينو سره اړيکي لري.

 د امريکا ولسمشر باراک اوباما د افغانستان او پاکستان لپاره خپله نوې تګلاره اعلان کړه وه نو خپله لويه موخه يې په سيمه کې د القاعدي خوندي پټنځايونو له منځه وړل په ګوته کړي وو. ورسته کله چې نوموړي ددغې تګلارې د تفصيل په اړه خبرې کولې نو ويې ويل چې دی افغانستان د القاعده له داسې پټنځای جوړېدو څخه ساتي، لکه د سپټامبر له 11 وړاندې چې و. ښاغلي اوباما خپل پيغام نور هم روښانه کړ او امريکايانو ته يې وويل: (په ډېرو استخباراتي ريپوټونو کې خبرداری ورکړل شوی چې د القاعده غړي په پاکستان کې په خپلو پټنځايونو کې ناست دي او د امريکا پر خاوره باندې د بريد کولو طرحه جوړوي. هغه ويلي و، که طالبان پر افغانستان واکمن شي او يا هم د القاعدې مقابله ونه شي نو دغه هېواد به يو ځل بيا د هغه ډول ترهګرو په مرکز واوړي چې د زياتو خلکو د وژلو هوډ لري.

 افغانستان سوېل ته په کندهار کې ځايي چارواکي وایي نن (جمعه) د دغه ولایت په سپین بولدک ولسوالۍ کې د دوو ماین چاودنو له امله ۱۴ ولسي کسان وژل شوي دي.

تاسی وګوری دا د طالب په نامه د پاکستان «جهاد» دی چی ټول بیګناه ولسی خلک وژل کیږی. دا لاندنی ویدیو د طالبانو جنایت په بلخ کښی وګوری.

https://youtu.be/hjp4wuxQIlY

د پاکستان د بهرنی چارو وزیر محمود قریشی په ډیر بیشرمی سره وایی چی د طالبان او امریکی تر منځ د «سولی» تړون د پاکستان له لوری لوی بریالیتوب دی، هو دا ځکه ستاسو بریالتوب دی چی ستاسی تر امر لاندی مزدور طالبان هر ورځ افغان بیګناه ولسی خلک وژنی او افغانستان ورانوی.  

پای

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply