حمد الله محب له قمر باجوه غوښتي چې طالبان پرېږدي چې پخپلواک ډول په بین الافغاني مذاکراتو کې خبرې وکړي .

محب همدا راز له قمر باجوه غوښتي چې د طالب مشرانو کورنۍ باید له پاکستان څخه وایستل شي ، ترڅو په مذاکراتو کې د فشار زمینه لرې شي.

دغه راز معلومات دا دي چې پاکستان له امریکا د امتیازاتو له ترلاسه کولو وروسته افغان حکومت ته په دې ټلیفوني مکالمه کې ډاډ ورکړی چې طالبان یې مخامخ مذاکراتو ته راضي کړي دي.