د افغانستان ټولنیزې رسنۍ او د پاکستان نفوذ

نوید احمد څرک

0 861

خواله رسنۍ په ځانګړي ډول فیسبوک په افغانستان کې ډير زیات کارول کیږي او د مالوماتو له مخې شاوخوا یو میلیون افغانان فیسبوک کاروي.

فیسبوک په افغانستان کې د خبرونو او تحلیلونو په سرچینه بدل شوی دی، ډيرو سیمو کې چې خلک د یوې موضوع په اړه بحث کوي، د فیسبوک حواله ورکوي چې داسې خبر پکې نشر شوی دی.

همدې حساسیت او باور ته په کتو د پاکستان استخباراتي ادارې نفوذي کسان فیسبوک ته دننه کړي، دا کسان د افغانانو په نومونو دي او د افغانستان په وضعیت کړکیچ باندې پاروونکي خبرونه خپروي او تحلیلونه کوي.

د لیکلو او تحلیلونو تر څنګ ځانګړي ویډیوګانې جوړیږي او عکسونه فوټوشاپ کیږي چې پکې ځوانان سخت دریځۍ ته هڅوي او د افغانستان نظام پکې د شریعت خلاف نظام معرفي کوي.

د مالومات له مخې، فیسبوک ادارې په دویم ځل پاکستان کې سلګونه د فیسبوک اکاونټونه، پاڼې او ګروپونه تړلي چې مستعار و او قومي، ژبني او مذهبي تفرقو ته یې لمن وهله.

تر دې وړاندې هم د فیسبوک ادارې پاکستان کې پر پاڼه او اکاونټونو باندې عملیات کړي و چې زرګونه پاڼې او اکاونټونه یې له منځه وړي و.

د پآکستان استخبارات د افغانستان د خواله رسنیو لپاره ځانګړې بودجه او مستقله اداره لري چې هره ورځ تودو موضوعاتو کې داسې موضوعات راپورته کوي چې د اختلافاتو او جنجالونو لامل ګرځي.

افغانان چې تراوسه یې ډير ځوانان دوست او دښمن، ښه او بد، استخباراتي خبرونه او باوري خبرونو ترمنځ تفکیک نه شي کولی، دا ډول موضوعات ژر اخلي او بیا یې په خپلو فیسبوکونو هم خپروي.

د افغانستان تر څنګ د پاکستان استخبارات په خپله خاوره کې د پښتنو پرضد هم همدا ډول تبلیغات کوي چې پکې پښتانه خپل منځي جنجالونو ته هڅوي او سخت دریځۍ ته یې کش کوي.

د پاکستان استخبارات د کشمیر په اړه ځانګړې ویډیوګانې او فوټوشاپ عکسونه خواله رسنیو کې لاس په لاس کوي او بیا ځوانان هڅوي چې د کشمیر په جګړه کې رضاکار ډول باندې برخه واخلي.

دا د پاکستان لپاره ګټه کوي چې د کشمیر پروړاندې عام خلک وجنګوي او پوځ یې ترشا د ملاتړ لپاره ولاړ وي، پاکستان هیڅکله د هند پر خاوره او پوځ باندې برید نه شي کولی، یواځې دا چې عام خلک د جهاد په نوم د هند پروړاندې وجنګوي.

دغه راز د پاکستان استخباراتي ادارې د پښتون غورځنګ د مشرانو او نورو پښتو نومونو باندې ټویټر کې اکاونټونه جوړ کړي او د دوی د خپلمنځي اختلافاتو لپاره ترې ګټه پورته کوي.

دغه راز د پاکستان بله هڅه په خواله رسنیو کې دا ده چې افغانستان کې کله قومي، کله مذهبي، کله سمتي او کله ژبني موضوعات راپورته کړي او یو کړکیچ رامنځ ته کړي.

له نیکه مرغه اوس زموږ استخباراتي شبکې او فعال ځوانان په دې موضوعاتو خبر دي او ډير کله دا ډول موضوعات په وخت دفع کیږي او اجازه نه ورکول کیږي چې د خلکو اذهان مغشوش کړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply