!بی مغزه جنرال

احسان الله ارینزی

0 1,051
۲۸/۷/۲۰۱۹
وایي چې یو وخت په شوروي اتحاد کې، یو ډګروال ډېره هیله درلوده چې ژر له خیره جنرال شي او یوه ورځ په ښایسته جنرالۍ یونیفورم کې، د ګاونډیانو، خپلوانو او همزولو په مخکې په هسکه غاړه ټټر مخکې وباسي، په ویاړ خپلو پلیټونو او شعاع ته وګوري او په سترګو یې وپوهوي چې دا دی زه هم جنرال شوم!
راوي وایي چې کلونه تیر شول؛ خو چا ډګروال ته جنرالي ور نه کړه. مشرانو به ویل چې جنرالي د کار او وړتیا خبره نه ده، دا په (صوابدید) پورې اړه لري چې وزیر یې په چا پیرزو کړي، بس جنرال شي!
د خدای کړه و، د بنده ورته کاته و. له څو کلونو ترخه انتظار وروسته، ډګروال د اعصابو په ناروغی اخته او په پوځی روغتون کې بستر شو. له اکسرې او معایناتو وروسته د ډاکټرانو پرېکړه داسې شوه چې دا ناروغ باید ژر تر ژره عملیات شي؛ ځکه چې د مغز پنځمه برخه یې ورسته او له کاره لوېدلې ده! خیر د عملیات ورځ ورسېده، د ډګروال په سر یې چاړه ووهله، ټولې تیاریانې بشپړی شوې، ناروغ یې په میز څملاوه، انستیزي واال راغلل او عملیات پیل شول.
ډاکټرانو د سر کوپړۍ پرانسته، تاوده ماغزه یې ویستل او په ټاکلی لوښي کې کېښودل او ورو – ورو د ډګروال د مغز د هغه ژوبلی برخی په لیری کولو بوخت وو چی ناڅاپه د خونې دروازه بېرته شوه، یو ځوان ضابط چې په منډه راغلی و او سا یې بنده – بنده کېده، د پوځي سلام له پاره پښې وټقولې او په جګه یې وویل چې ډګروال صاحب جنرالي دې مبارک شه!! او بیا یې لږ توضیحات ورکړل چې د ستردرستیز د لوړ مقام دومره نمبر مکتوب راغلی او ته له خیره سر له ننه جنرال شوی!
وایي کله چې ډګروال دا خبره واورېده، سمدلاسه د عملیاتو له میز څخه پاڅېد، بوټونه یې وتړل او په تشه کوپړۍ یې د دروازې خوا ته وځغستل!
راوي وایي ډاکټرانو او نرسانو چې دا حالت ولید، په ډګروال پسې وځغستل چې بېرته یې ستون کړي، یو ډاکټر د مغز ډکه کاسه جګه نیولې وه او په ډګروال یې چیغې وهلې چې چیرته ځې او ظالمه، مغز دې دلته پاته شو!!
راوي وایي چې ډګروال په داسې حال کې چې له خونې څخه ووت، شا ته وکتل او ډاکټرانو ته یې وویل چې زه لاړم، زه جنرال شوی یم او تاسو پوهېږئ چې شوروي جنرال مغز ته اړتیا نه لري!! تاسو پوهېږئ او زما یوه کاسه تاوده ماغزه!!!
کله چې سړی داسې یوه کیسه واوري او د افغانستان اوسني خونړي حالت ته ځیر شي، یقین وکړئ چې دا زموږ تش په نامه تنظیمي او سیاسي مشران، اقتصادي مافیا، حکومتي چارواکي، د پردیو استخباراتو افغاني مامورین، غله، غاصبین، د سنا او شوری ډیر غړي او نور د همدې ډګروال په شان، په داسې حال کې صحنی ته راغلی چې ماغزه یې بل ځای پاته دي!!
که داسې نه وي، نورمال انسانان خو خپل هېواد او خپلو ارمانونو ته که هغه (کور، کالي، ډوډی) وي یا (جهاد افغانستان، دفاع پاکستان) یا (اگر مقاومت نمیبود، حال افغانستان صوبه پنجم پاکستان میشد) یا بل هر څه، هومره خاین کېدالی نه شي لکه موږ چې په سترګو ګورو!
د افغانستان تاریخ او خلک له دی تورو او ناولیو څیرو څخه ژوره کرکه لری!
پای

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply