د طالبانو د قطر دفتر ویاند نعیم وردګ په یو تازه ټویټ کې ویلي، دوی به د بین الافغاني مذاکراتو په پرانیستې غونډه کې برخه واخلي.

دا په داسې حال کې ده، چې نن د افغان حکومت ځينو سرچینو هم ویلي وو، چې مذاکرات به د شنبې په ورځ پیل شي.