د ولسمشر پر لومړي مرستیال د برید شا

سید عبدالله پاچا

0 688

په دې کې شک نشته چې په افغانستان کې د هر برید تر شا په مستقیم او نامستقیم ډول د پاکستان لاس وي، دې مالوماتو کې هیڅ شک نشته، ځکه اسنادو او شواهدو ښودلې او بله دا چې د پاکستان ټول پخواني او اوسني چارواکي په دې اعتراف کوي چې په افغانستان کې د خپلو ګټو لپاره جګړه کوي.

د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح چې د افغانستان د ملي امنیت رییس پاتې شوی، تر نورو خلکو ډير مالومات لري او د پاکستان پروړاندې یې دریځ روښانه دی، دا سړی د پاکستان په ټولو هغو لوبو تر بل هر چا ډير خبر دی، چې له کلونو راهیسې یې پاکستان سرټیم دی.

د ولسمشر لومړی مرستیال له طلوع نیوز سره وروستۍ مرکه کې له ډير څه پرده پورته کړه، په ځانګړي ډول د پاکستان د سیاستونو او د پاکستان له هغه نیت چې د افغانستان په اړه یې لري.

په ځانګړي ډول د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح د ډیورنډ کرښې په تړاو سپين سپین وغږید او دا کرښه یې یوه قراردادي نسخه یاده کړه چې قرارداد یې پای ته رسیدلی دی.

د دې کرښې په تړاو د امرالله صالح دریځ واضح و چې باید بحث پرې وشي او له پاکستان سره هیڅ داسې سند نشته چې وښيي دا کرښه د دوی ملکیت دی، یا خیبر پشتونخوا د پاکستان خاوره ده.

هغه په ټنیګار سره وویل چې هر کله افغانستان په پښو ودرید، همغه ورځ به د دې کرښې موضوع راپورته کوی او له پاکستان سره به حساب کیږي.

پاکستان په افغانستان هیڅ سیاسي فعال او باجراته کس ژوندی نه پریږدي چې راتلونکې کې پاکستان ته سرخوږی جوړولی شي، د همدې لپاره یې داسې برید ورته طرحه کړ چې هغه پکې له منځه یوسي.

خو له نیکه مرغه برید کې د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح ته زیان و نه رسید، خو شاوخوا ملکي وګړي چې شمېر یې لس کسانو ته رسید، شهیدان شول او ۱۵ نور ټپيان شول.

تاسو به وګورئ چې د پاکستان اوسني چارواکي او یا پوځي جنرالان به راتلونکي کتابونو کې ولیکلي چې پر امرالله صالح یې برید وکړ، خو ناکامه شو، لکه د پاکستان مخکینیو چارواکو چې په دې تړاو هر څه لیکلي دي.

پاکستان په افغانستان کې له لاسوهنو لاس نه اخلي، دا هېواد په ټول توان هڅه کوي چې افغانستان کې دې جګړه دوام پيدا کړي او د سولې او ثبات خاوند کیږي دې، نه.

خو اوس چې تمه شته افغانان بین الافغاني خبرو کې یوې پایلې ته ورسیږي، پاکستان وارخطا دی، لومړی یې د طالبانو پلاوی اسلام اباد ته ور وغوښت چې د سولې په میز باندې د پاکستان ځینې غوښتنې مطرح کړي او ورسره سم یې له طالبانو غوښتي چې د مذاکراتو په دوام دې هم بریدونه او جګړې ته زور ورکړي.

پاکستان له خبرو ځکه وارخطا ښکاري چې امریکا غواړي افغانستان کې نور جګړه پای ته ورسیږي او دوی له دې جګړې څخه نسبي بریالي ووځي.

پاکستان له خپل شرارت لاس نه اخلي او هڅه کوي چې د طالبانو لیکو کې ځینې قومندانان داعش ته جذب کړي چې که سوله وشي، باید جګړه دوام پيدا کړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply