د هیواد تاریخ ته یوه کره کتنه، د استاد قدرت الله حداد په قلم

محمد داؤد مومند

0 1,001

د وګړو شخصیت پر تاریخ ولاړ دی او راتلونکی ژوند هم د تاریخ له مخی جوړیږی.

دا ټولی بد مرغۍ چی تاسی ګورۍ لدی راولاړی شوی چی تاریخ ته سپک وکتل شول. ځوانانو پردۍ ایدیالوژۍ ولوستلی٬ ولس٬ هیواد او ځانونه یی برباد کړل٬ که چیری دوی له خپل تاریخ نه زده کړای وای٬ هغه څه چی پيښ شول٬ نه پیښیدل.

د افغانستان تاریخ دوی غوری برخی لری: مخکی تر اسلامه او وروسته تر اسلام.

علی مسعودی ۱۱۰۰کاله دمخه٬ افغانستان ته راغلی وه٬ هغه وایی:

په بست٬ زمینداور او غزنی کی وروسته له لوی توفانه٬ به نړۍ کی لمړۍ پادشاهی سوریانو جوړه کړه٬ د ملک حدود یی وټاکل٬ ونی یی وکرلی او ودانی ډیره شوه چی لمړی پادشاه یی « سوشان » نومیده.

په دی توګه هغه تاریخ چی موږ ۵۰۰۰ کاله بولو٬   ۷۰۰۰ کاله وړاندی درومی.

« تاین بی» په هغه اثر کی چی په ۱۹۷۳ میلادی کال لیکل شوی د افغانانو د قومونو موجودیت ۱۲۰۰۰ کاله دمخه ښیی او د «سور» «لوی» او «اور» مدنیتونه یادوی.

 د مسعودی په کتاب کی 323 شمسی د جدون، دودوانی، شیروانی او سوریانی یادونی شوی چی دا قومونه اوس هم شته.

کوشانیان وروسته کوچانیان یا کوچیان شوی دی، کوشانیان، لمړی سر کی٬ کډوال وو او دلته التباس شوی٬ لکه چی په کابل کی یوه کوڅه ده چی هغی ته بارانه وایی٬ چی له باران سره یی هیڅ اړیکه نه درلوده٬ اړه یی د « بار » سره وه. یا رستم دستان٬ رستم داستان ویل کیده٬ چی د داستان او کیسو سره یی اړه نه وه٬ دستان د شخص نوم وه. نو کوچیان که د کوچ سره ظاهری اړه ولری٬ مګر معنوی اړه نه لری. پښتو کی کډوال او کوچ ته لیږد وایی٬ دا هماغه کوشانیان دی چی له امپراتورۍ وروسته بیرته کډوال شوی.

د سکا٬ ساک٬ ساکستان٬سجستان او سیستان همغه لړۍ ده.

له نیکه مرغه د افغانانو د قومونو نومونه په عربی آثارو کی هم ژباړل شوی،ګر دومره ندی بدل شوی.

ایرانی لیکنو کی سیک ته سیخ وایی٬ حال دا چی دا هندی کلمه ده او زده کونکی ته وایه شی. پاملنه وکړۍ دغد عباراتوته  د مسعودی له کتاب څخه:

« مجاور مملکت شیروان٬ مملکت دیګری است که ایران نام دارد و پادشاه آنجا را ایران شاه نامند و هم اکنون شروان شاه بر این مملکت و مملکت دیګری بنام موقانی نیز تسلط یافته٬ جمعی از آن ها کافرند٬ مطیع شاه شروان نباشند و آنهارا دودانی ګویند و بر یک سوی باب ابواب مملکتی است که جیدان نام دارد.»

مسعودی « برغر» « زرغون» « سیمه» او داسی نور نومونه یادوی او وایی چی د دکندهار پادشاه «حیج» نومیده. اوس شیروانی قوم شته خو شیروان شاه نشته٬ دودانی قوم شته خو هغه برم نشته« جیدان یا جیدون » قوم شته خو خپلواک هیواد یی ندی پاتی.

که چیری پپه همدغه برخه کی څیړنی وشی٬ د افغان هر قوم د یوه مدنیت میراث دی.

وروسته تر اسلام نه٬ افغانستان کی پنځه تکله راغلی دی چی هر یو یی اوږد بحث لری او هغه دا دی:صفاری« سکزی» غزنوی« د ایران د دولت د رسمی اسنادو  او ځینی نورو غیر دولتی معتبرور اسنادو له مخی د غزنویانو فتوحات د غلځو او تره کو٬ لخوا شوی وو» غوری« سور٬شنسب٬لودی» هوتک « غلځی» او ابدالی « درانی».

دی پنځو تکلونو کی چی له نهمی میلادی پيړۍ پوری ۱۱۰۰ کاله نیولی دی٬ د لوی افغانستان سیمه یوه شوی ده او پنځه پلا سیاسی او طبیعی سرحدونه سره یو شوی دی« د خزر له سمندرګی نه تر شمالی هندوستان پوری او له تبته د عربو د بحیری پوری».

بهرنی تاریخونه او تاریخ پوهان٬ هندی٬ ایرانی او نور ټول دغه پنځه تکله افغان بولی٬ مګر د افغانستان تاریخ پوهان او لیکوالان دا خبره نکوی او وایی چی د افغانستان نوم د اسلام نه وروسته « خراسان » وه.

حال دا چی خراسان په پنځه تکلونو کی د لوی افغانستان یو ایالت وه.

 د نولسمی پیړۍ په پیل کی شاه محمود سدوزی او وزیر فتح محمد خان هغه له لاسه ورکړل.

دلته ما سره یو مهم ایرانی اثر پروت دی چی « ګزیده اسناد سیاسی ایران و افغانستان » نومیږی٬ د محمد نادر نصیری مقدم په هڅه  او د ایران د سیاسی او بین المللی څیړنو د دفتر په ۱۳۷۴ شمسی هجری کال خپور شوی دی.

د کتاب په مقدمه کی نادر نصیری مقدم٬ د افغانستان جغرافیه او تاریخ څیړلی دی٬ دده د کتاب سریزه زموږ د ډیرو لیکوالو او تاریخ پوهانو څخه سمه او ژوره لیکل شوی ده.

دا به هرو مرو سمه خبره نه وی چی د مرحوم غبار او مرحوم فرهنګ او نورو خبری په ایرانی لیک والانو او تاریخ پوهانو رد شی٬ مګر چاره څه ده؟

غبار او فرهنګ خپل دریځ په خپله ټاکلی دی.

د   ۱۳۳۴ په لویه جرګه کی افغان مفکر محمد ګل مومند وویل:

« څوک چی روس ته لاړشی٬ روس فیل شی٬ څوک چی جرمنی ته ولاړ شی٬ جرمن فیل شی٬ څوک چی امریکی ته ولاړ شی٬ امریکن فیل شی او داسی نور….افغان به چیرته روزل کیږی؟ داسی ښکاری چی کورنی تاریخ پوهانو ته په خپل وخت کی سم مآخذ په لاس ندی ورغلی٬ چی ملی تاریخ ولیکی.»

نادر نصیری مقدم٬ کله چی د افغانستان تاریخ بیانوی په ترتیب سره د بطلیموس له قوله وایی چی هغو زمانو کی د افغانستان نوم آریانا او بیا د باکتریا په نامه یاد شوی « باکتر٬ باختر٬بلخ » دی٬ وایی زردشت هم په بلخ کی زیږیدلی دی.

تر سکندر وروسته یونانی باختر خپلواک هیواد جوړ شو.

بیا د کوشانیانو امپراتوری جوړه شوه(  ۱۳۵ مخکی تر میلاده).

پدی امپراتورۍ کی صنعت او تجارت مخکی ولاړ او چین او روم سره وتړل شو( د وریښم لار).

بیا د یفتلیانو دولت جوړ شو( پیتل٬ ادال٬ابدال).

وروسته تراسلام نه٬ په ترتیب سره پنځه تکله: صفاری٬ غزنوی٬ غوری٬ هوتک او ابدالی بیانوی.

که په ایران کی هخامنشیان وو٬ په افغانستان کی باختری دولت وه٬ که هلته ساسانیان وو٬ دلته ساکان و٬ د ساک٬ سکزی ( اوسنی ابراهیم خیل ) دولت وه٬ کوشانیان او یفتلیان وو.

د سلطان محمود په برخه کی وایی:« با افراشتن پرچم اسلام توانست، قبایل افغان را به جرگه سپاهیان خود بکشاند، و اینان بودند که طلایه داران لشکر سلطان محمود در حمله بر هندوستان و استیلای مسلمانان را بر این سرزمین تشکیل میدادند، گفتنی است در همین دوره بود که افغان ها همگی به دین اسلام گرویدند.» اوس، اوسنی لیکوال دی چی افغانستان د اسلامی دوری خراسان بولی.

نصیری مقدم وایی افغانان پر هند ورغلل او هغه هیواد یی د اسلام ځمکه کړه٬ چی همدا افغانی قبایل وه٬ په  ۲۹ مخ کی لیکی:« فتح علی شاه قاجار چی خراسان ونیو٬ عباس میرزایی یی وګماره چی پر هرات یرغل وکړی» ټول بیان چی په کتاب کی راغلی دا خبره نکوی چی د افغانستان نوم خراسان و.

ددی کتاب اهمیت پدی کی دی چی د رسمی اسنادو له مخی لیکل شوی.

د جهاد په تودو شپو او ورځو کی خراسان پورانو جهاد نه کاوه٬ د قدرت اخستلو دپاره یی وسلی او پیسی ساتلی وی. دا تنظیمی رهبران د پردیو د لاس آلی دی٬ له دوی څخه د انسانیت٬اسلامیت او افغانیت تمه٬ ساده توب دی.

شپږم تکل: اوس چی پنخم تکل یعنی ابدالی تکل ولاړ٬ ګورو چی هیواد ورانیږی٬ وګړی وژل کیږی٬ پت او عزت یی ورکیږی٬ نو ای د یعقوب٬ محمود٬ غیاث الدین٬ بهلول٬ شیرشاه٬ بایزید روښان٬ خوشحال بابا٬ میرویس نیکه او ستر احمد شاه بابا زامنو ودریږۍ او شپږم تکل جوړ کړۍ.

د پردیو مزدورانو ستاسی بچی ووژل٬ هستی او شته یی لوټ کړل٬ نه افغانستان جوړ شو٬ نه اسلامی دولت٬ نو موږ ته پیخه ده٬ که ستړی یو که ټپیان٬ که بوډاګان یو که ځوانان٬ که تور سری یو که تور ږیری٬ یو دبل لاس ونیسو او شپږم تکل جوړ کړو.

د خوشحال بابا ارمان پوره کړو٬ د میرویس نیکه شمله وساتو٬ د سوری شیر شاه بریت ورتاو کړو٬ د بهلول او احمد شاه بابا خولۍ او توره سمه کړو ٬  محمود زغره ور په ځان کړو٬ د اشرف شاهی تاج بیرته وکړو او د امان الله د زړه ارمان پوره کړو.

میرسد مردی که زنجیر غلامان بشکند

دیده ام از روزن دیوار زندان شما

تذکر: سائق و انگیزه نشر یکی دو مقاله مرحوم استاد قدرت الله حداد که یک انسان وطن دوست، متواضع، مهذب، و منور بود، این است که چند روز قبل یک هموطن در دریچه افغان جرمن ضمن یک افسانه، استاد حداد را یکی از احمق ترین و لوده ترین انسان های افغانستان معرفی کرد.

منظوراز نشر این مقاله تاریخی، التجای دعوت و ابراز قضاوت هم وطنان منور و روشن ضمیر و دارای وجدان بی آلایش است، تا در پرتو محتویات این مضمون، به تفریق کذب و حقیقت نایل آیند.

آدمیت احترام آدمی

با عرض حرمت  

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply