طالبانو ته د جګړې عوامل څه دي؟

نوید احمد څرک

0 615

طالبانو شاوخوا نولس کاله د دې لپاره جګړه وکړه چې ګنې بهرنیو ځواکونو افغانستان اشغال کړی او دوی د اشغال پرضد مبارزه کوي.

طالبانو دا تیر کلونه سلګونه زره کسان د دې قرباني کړل چې افغانستان کې د جګړې لوی لامل بهرني ځواکونه دي او کله چې بهرني ځواکونه ووځي، دوی به جګړه نه کوي.

اوس چې له امریکا سره طالبانو هوکړه وکړه، له هغوی سره یې اوربند وکړ او د بهرنیو ځواکونو وتلو باندې ډاډه شول، بیا هم په افغانستان کې د جګړې عوامل ختم نه بولي.

هسې هم له پخوا افغانان په دې پوه و چې د طالبانو جګړه د امریکا او نورو بهرنیو ځواکونو پرضد نه ده، دا یوه استخباراتي او نیابتي جګړه ده چې هیڅ په دین پورې اړخ نه لګوي.

خو طالبانو د دې لپاره دا جګړه په دین پورې تړلې وه او لا یې هم تړلې چې بیا ورته بشري قوه نه پيدا کیږي او د اسلام تر نامه لاندې ورسره ځینې ناپوه ځوانان رضاکاره جګړې ته ځي.

طالبانو د همدې لپاره لیرې پرتو سیمو کې ښوونځي او نور ښوونیز مرکزونه وتړل چې که ځوانان عصري زده کړې وکړي ، سر یې خلاصیږي او بیا به له دوی سره جګړې ته نه ځي.

طالبانو په خپلو سیمو او یا هغه سیمې چې دوی پکې کله کله فعالیت کو، مدرسو باندې تمرکز وکړ او ټول ښوونځي یې وتړل چې خلک یې بې سواده شي، چې بیا ترې دوی په جګړو کې کار واخلي.

طالبان تر ډيره په دې تکتیک کې بریالي هم و چې د جګړې لپاره بشري قوه په اسانۍ سره جذب کړي، خو اوس چې بهرني ځواکونو سره هوکړه او اوربند شوی، له ټولو وسله والو سره دا پوښتنه ده چې ولې په امریکا برید نه کیږي، خو افغانان خپلمنځ کې سره په جګړه اخته دي.

دا چې طالبان اوربند نه کوي او پلمه یې دا ده چې په افغانستان کې دجګړې عوامل له منځه نه دي تللي، یو څه روښانه دي چې دا ډله نه غواړي چې جګړه ختمه شي، ځکه د جګړې عوامل په ټوله نړۍ کې شته، هیڅکله په مکمل ډول د جګړې عوامل نه ختمیږي، که د طالبانو دا پلمه جدي وي، نو بیا خو د سولې خبرې هم نتیجه نه ورکوي.

افغانستان کې هر کله د جګړې عوامل شته چې څوک یې وغواړي، خو که څوک د جګړې عوامل په جګړه ختمول غواړي، دا احمقانه نظر دی، د جګړې عوامل د خبرو له لارې حل کیږي او هیڅکله دا عوامل د جګړې د دوام پلمه نه شي کیدلی.

طالبانو ته پکار دي چې په ټول اخلاقي جرات سره له افغانانو سره سوله وکړي او نور په یوه او بله پلمه د نورو هېوادونو لپاره جګړې ته دوام ور نه کړي.

اوربند د افغانانو غوښتنه ده، او د جګړې قرباني هم افغانان دي، نو پکار ده چې طالبانو د افغانانو دې غوښتنې ته هرکلی ووایي او نورې پلمې چې د جګړې د دوام لپاره دي، له مخې لیرې کړی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply