لږ تر لږه ۱۴ افغان امنیتي ځواکونه له طالبانو سره په جگړه کې وژل شوي

0 1,239

د افغانستان په سویل کې د افغان پوځ او طالبانو ترمنځ شدیده جگړه کې لږ تر لږه ۱۴ امنیتي ځواکونه وژل شوي دي. په دغه پيښه کې تر لسو ډیر نور ټپيان شوي دي. دا خبره چارواکو د دوشنبې په ورځ کړې ده.

د فرانسې خبري آژانس د رپوټ له مخې د یکشنبې په شپه ناوخته طالب جنگیالیو د افغانستان په سویلي ولایت ارزگان کې د افغان ځواکونو په څو مرکزونو بریدونه کړي دي. د چارواکو په حواله تر ټولو سخته جگړه په گیزاب ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.

د ارزگان ولایت ویاند زړگی عبادي د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چې تر ټولو سخته جگړه د گیزاب په ولسوالې کې رامنځته شوې ده. افغان امنیتي ځواکونو له څو پوستو څخه پر شا تگ (عقب نشیني) کړې.

دغه تاوتریخوالی په داسې یو وخت کې رامنځته کیږي چې د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو د مذاکراتي پلاوو ترمنځ د سولې خبرې اترې روانې دي.

دغه مذاکرات چې د امریکا له خوا یې ملاتړ کیږي تمه ده چې د افغانستان ۱۹ کلنې جگړې ته د پای ټکې کیږي. په دغه جگړه کې په لسگونو زره انسانان مړه او په میلیونونو نور د خپلو کورونو پریښودو ته اړ شول.

د فبرورۍ په میاشت کې طالبانو د امریکا له حکومت سره یوه موافقتنامه لاسلیک کړه چې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو تدریجې وتلو ته زمينه مساعدوي. خو اوس هم په دوامداره توگه پر افغان امنیتي ځواکونو بریدونه او چاودنې کیږي او هره ورځ په لسگونو کسان وژل کیږي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په حواله په تیرو اونیو کې په کابل کې د طالبانو د بریدونو په پایله کې ۹۸ ملکیانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۲۳۰ تنه نورو ټپیان شوي دي.

www.dw.com/ps

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply